کور / هراړخیز / لویې پکتیا ښکلی نښتر ښه ونه نمانځل شو

لویې پکتیا ښکلی نښتر ښه ونه نمانځل شو

په خواشیني سره  باید دلر او برټولو فرهنګي ملګرو او دنړۍ په مخ ټولو افغانانو ته خبر ورکړو، چې دا ځل د نښتر دودیزه مشاعره او مېله د یو دوو بې فرهنګه فرهنګیانو له لاسه په پیکه ډول ونماځل شوه.
نښتر یوولس کلن شو نښتربه هرکال دنړۍ په دوو ګوټونو افغانستان اوجرمني کې نمانځل کېده خو داځل موږ د  اعتراض په ډول په جرمني کې ونه نمانځه.
زموږ د اعتراض تفصیل به په راتلونکې لیکنه کې تاسو درنو لوستونکوته وړاندې کړو خو دمګړۍ به تاسو ته په لنډ ډول روښانه کړو، چې موږ په پرله پسې ډول د پکتیاپه دریو والیانو فشار راووړ، څو د پکتیا دفرهنګیانو د دایمي مقر په څېر، چې په حقیقت کې به دټول افغانستان دفرهنګیانو ګډملکیت اوشتمني وي یوه اندازه ځمکه ترلاسه کړو.
زموږ داهیله ښاغلي جمع خان همدرد پوره او د دوو نمروځمکې احکام یې د ګردیزښاروال ته ولیکل.
ښاروال دتلیفون په ذریعه ماته وویل، چې پلانی نفرکه راولېږه بده به نه وي خو پام چې پلانی نفر راونه لېږې.
ما هم دښاروال دخوښې نفر ورولېږه او د دوو نمرو ځمکې په اړوند یې اجرات ورته وکړل.
تعرفې یې ور اوپیسې یې د پکتیا دفرهنګي ټولنې له پیسوڅخه تحویل شوې.
د وداني نقشه یې هم په جرمني کې پلان شوه تاسو دبېنوا ویبپاڼې په ارشیف کې دا خبر موندلی شئ.
لنډه دا، چې اوس ځمکې وزرې کړې او نه پوهېږو په کوم اسمان الوت کوي خو ښاغلي اصیف خېل موږ ته ډاډ راکړ، چې یوه نمره خو لاشته.
موږهیڅکله یوه نمره نه منو موږ په دې اړوند تحریري او غږیز مدارک لرو خو دا ځل دپښتني او فرهنګي دود له مخې دهغو دوو کسانو نومونه نه ښکاره کوو ترڅو شخصیت ته یې صدمه ونه رسیږي خو که په لنډه موده کې یې هغه دوهمه نمره ځمکه  له اسمان څخه راکښته نه کړه بیا به نو د دوی نومونه تاسو ته بربنډ او اړین چلند ورسره وکړو.
اوس تاسو ته دنښتر دپیکه نمانځنې ریپوټ چې روهي ویبباڼې ته کوم نامالوم کس ورلېږلی په لاندې ډول وړاندې کوو:
په پکتيا ولايت کې د نښتر دوديزې  مېلې  يوولسمه کليزه ترسره شوه
13.08.2016 1:01:25 PM
 
په پکتيا ولايت کې کلنۍ د نښتر دودېزه مېله ترسره شوه،
غونډه د قاري صيب حميد احمد لخوا په مبارکو اياتونو سره پېل شوه ، ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږېده او ورپسې دپکتيا فرهنګپالو په مشرۍ د پکتيا ولايت د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووېلې.
او وروسته له کابل څخه راغلي مېلمه او په کلتوري چارو کې د ولسمشر غني مرستيال لال پاچاه ازمون خبرې وکړې او د ولسمشر پېغام يې د نښتر دودېزې مېلې ګډونوالو ته واوراوه .
ورپسې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس شِفا مشفق خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزير ښاغلي عبدالباري جهاني پېغام يې د نښتر دودېزې مېلې ګډونوالو ته  واوراوه.
وروسته د پکتيا والي وياند نقيب اتل خبرې وکړې او د والي نصرت الله ارسلا پېغام يې د مېلې ګډونوالو ته واوراوه  او ارسلا په خپل پېغام کې د پکتيا له فرهنګپالو او د مېلې جوړونې او په ترتيب کې له ټولو ځوانانو، شاعرانو، اديبانواو ليکوالانو څخه نړۍ  مننه او کور ودانۍ کړې وه.
وروسته مېله په رسمي توګه د خوست څخه راغلي شاعر قدرت الله درمان په دې بيتونو سره پېل کړه .

پدې  وطن  کې  خلک  وژنه  هېڅ  خبره   نشته
پدې وطن کې که دې واخېست نوم د جام جرم دی

جېنۍ که خرڅه شوې نو مه ژاړه پښتو وشوه خو
جېنۍ که ودرېدې په يار  پسې  په  بام  جرم  دی

ما په ېو داسې  چم کې خوله له چا  نه  وغوښتله
چېرته چې ښکليو ته په سترګو کې سلام جرم دی
او هېره دې نه وي چې دغه مېله د هرکال په پېل او يا هم د کال په اخېر کې کېږي چې له بېلا بېلو ولايتونو څخه  شاعران، ليکوالان او د ادب مېنوال پکې ګډون کوي.
غونډه او مېله د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.
اوس نو تاسې او خدای ج چې داسې نمانځنه دشرم وړ نه ده؟
دلاندني لینک په ټک وهلو سره دنښترمشاعرې دتېرو نمانځنو یوه بېلګه تاسو لوستلی شئ.  http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/18511