کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د بلخ والي عطامحمد له دندي ګوښه سو

تازه خبر: د بلخ والي عطامحمد له دندي ګوښه سو

عطامحمد نور پسله ۱۴ کالو د بلخ ولايت له مقام څخه ګوښه کړل سوی دی ، داخبر که څه هم تر اوسه په رسمي توګه نه دی اعلان سوی خو يوې باوري سرچينې لراوبر ته وويل چي عطامحمد نور د بلخ د والي په توګه له دندي ګوښه سوی دی.

په يو شمېر نورو خواله رسنيو کي له هيواده د نوموړي پر وتلو د بنديز او بانکي حسابوړو د بنديدو خبرونه هم خپاره سويدي.

 دا چي د بلخ ولايت مقام لپاره به حکومت څوک وټاکي تر اوسه نه ده څرګنده.

ظاهرآ د عطامحمد نور د ليري کيدو دليل ښايي په تېرو څو ورځو د نوموړي هغه څرګندوني وي چي مرکزي حکومت ته يې په غيرمستقيم ډول ويلي وه چي ګواکي په افغانستان کي داسي څوک نسته چي نوموړی د ولايت له مقام څخه ليري کړای سي. 

Atta nur عطامحمد نورعطامحمد نور د جميعت ګوند د يوه ګروپ قومندان وو چي د طالبانو په وروستيو کي د جميعت د ځينو مشرانو د وژل کيدو او د افغانستان د نوي ادارې په رامنځته کولو سره د بلخ ولايت د والي په توګه وټاکل سو او ۱۴ کاله پر دې چوکۍ پاته سو.

له دولتي امکاناتو څخه شخصي او د جميعت ګوند په ګټه کار اخستنه ، د مځکو د غصب او اداري فساد تورونه او په وروستيو ټاکنو کي د والي په توګه د دندي تر څنګ د شمالي ټلوالي چي نوموړی يې اجرائيه ريس دی له کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه بربنډ ملاتړ او مرکزي حکومت ته په ښکاره ګواښونه کول هغه کړني وې چي نوموړي ته يې له يوې خوا شهرت ورپه برخه کړ خو له بلي خوا له ډيرو نيوکو سره هم مخامخ کړ.