کور / خبرتیا او پيغامونه / په هامبورگ کې د افغانستان ۲۱. اونۍ (پنځه ورځنئ سيمينار)

په هامبورگ کې د افغانستان ۲۱. اونۍ (پنځه ورځنئ سيمينار)

Afghanic

21. Afghanistan Week in Hamburg: 15. – 19. 08. 2016

Der Sunderhof, Forstweg 35, 21218 Seevetal bei Hamburg, Germany
Tel 04105 / 621-0, www.dersunderhof.de

ګرانو هيوادوالو،

د افغانستان معلوماتي مرکز )افغانيک( او په هامبورگ کی د سياسي زده کړو ټولنه تاسو قدرمنو

آغلو او ښاغلو ته په خپل سږني سيمينار کې بلنه درکوي. دغه سيمينار د ۲۰۱۶ م کال د اګست د پنځه لسمی څخه د اګستتر نولسمی نيټې پورې د یووشتم ځل لپاره په کال کې يو وارېپه هامبورگ کې جوړېږي.

ټول هغه افغانان او آلمانان چې د افغانستان له مسايلو او په آلمان کې ميشتو افغانانو د ژوند

او ستونزو څخه ځان خبرول غواړي، دلته په زړه پورې معلومات تر لاسه کولای ش.

سمينار کې لاندي کسان ويناوې کوی:

۱- اماديوس هيمپل: بين الکلتوري تريننګ

۲- يحيی وردک: دیوان بیګی کلینیک په کابل کی 
۳ـ  داکتر ایروس: د ۱۴ کلنو مرستو سربیره ولی له افغانستان څخه خلک تښتي؟

۴ـ  پروفیسور دکسنر: د افغانستان او آلمان اړیکو راتلونکی
۵- اماديوس هيمپل: افغانان په آلمان کی: انتګریشن یا بیرته لیږل؟

۶-  انګیلا شوبګی: بهر نسل: په یونان، آلمان او امریکا کی د افغانانو نڅاوې
۷-  نیکولا: په آلمان کی د افغانانو په هکله څیړنې

۸ ـ کارله شیفتر: د افغانستان په يوه ولایت کی اوسنی حالت
۹ـ لیلا نور: د تعلیم په برخه کی مرسته په سختو شرايطو کی
۱۰- اماديوس هيمپل: پناه غوښتنه، په آلمان کې اقامت، انتګریشن 
۱۱- کارله شیفتر: چک وردک روغتون

۱۲- داکتر پیر ګتر: افغانستان ته د مسلکي خلکو لیږل

۱۳ـ هیمپل: په آلمان کی د مهاجرینو وضع او د دوی سره د مرستو لارې چارې

۱۴ـ فان هیزلر: د غنی خان او رحمان بابا شعرونه او ملی هنداره په آلمانې ژبه 
۱۵ ـ والتر او کانه: د پکتیا پخوانی پروژی نوی وړاندیز 

۱۶ـ مرګه فلادر: د ۲۲ کلونو راهیسی په افغانستان کی د معارف سره مرستې 

۱۷ـ محمد تنها: په آلمان کی د مهاجرو لپاره د لوړو زدکړو امکانات

۱۸ـ هانس دوبه: په افغانستان کی اوسنی حالت زما له نظره

 

د سيمينار د گډون ونډه یوسل او لس يورو او د بيکارانو لپاره شپیته يورو ده.

خپل ماشومان هم ځان سره راوستلای شئ، د گډون ونډه يېڅلوېښت يورو او د بيکارانو د پاره دیرش

يورو ده . موږ د آلمان د حکومت په مرسته د هوټل لگښت او درې وخته خوراک په غاړه اخلو. 

د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.

د دغه سيمينار پروگرام او گډون پاڼه دلته(www.afghanic.org) تر لاسه کولای شئ!

د علاقی په صورت کې فورمه ډکه او موږ ته راوليږئ.

په دغه اونۍ کې کلتوري او هنري پروګرامونه د اټن سره هم په نظر کې نيول شوی دی. 

که کومې پوښتنې ولرئ يا لا ډېر معلومات پکار وي په دغه پته راسره اړيکې ټينگې کړئ:

 

په درنښت يحيی وردک او اماديس هيمپل

———————————-
AFGHANIC/Dr Yahya Wardak 
wardak@afghanic.org

www.afghanic.org