د مرحوم ډاکټر اکرم عثمان پر مړينه څو پيغامونه

د لراوبر اداره | اگست 16th, 2016


هغه شمع چې تل به په افغان فرهنگی بانډارکي روښانه وي !

يادت به خير قلم بدست ډاکتر اکرم عثمان !!!

شمعیکه خاموش شد!

شمعیکه  جاودانه خواهد ماند!

پدې وېرنه کي ډيرڅه نغښتي دی که یې په پراخه  حوسله ولولی !

با تاسف پراوان امروز ډاکترصاحب اکرم  عثمان رابه خاک سپرديم  ؛ولی نامش جاويدانه ماند،هرفرد افغان به خدامات ملی وی افتخارميکند.

داکتراکرم عثمان يک عالم ملی ووطنی بود .يادش بخير. ماهرگزاورافراموش کرده نميتوانيم  .

له بده مرغه نن مې هغه شخصيت په خپل لاس خاورو ته وسپاره چي ورته پلار،استاد او لارښود وايه اولاسونه مې مچول .

ماددې سترعلمی شخصيت سره دده ددې ناروغۍ ترورپېښېدو يوه اونۍ وړاندي خبري وکړې اودهغه دروغتيا حالت مي وپوښت .ډاکترصاحب دتل پشان چې زه ورسره دا څولسيزوپه دوام کي  اشنا وم او اړېکه  مي ورسره درلوده،په اوچت واز  راته وويل دخداي فضل دي ترهري ورځې نن ښه يم .خودادده افغاني شهامت وو نه یې غوښتل چې موږ دده کشران نا ارامه سو،ځکه خو یې زه او ټول پدي اطمنان خوشحاله  ساتلو . يوه ورځ مي لکه شپږم حس چي چاته وايي، فکرنا ارامه سو اودهغه  دکورتليفون ته مې زنگ وواهه ،دتليفون غوږۍ مي غوږ ته نېو لې وه چې تليفون گل او چوپ  سو .نه پوهېړم چې ولي داځل  دپخوا ني معمول پرخلاف  دومره وارخطا سوم چې لمړی  مي گران رحيم رشا صاحب ته تليفون وکړ او ورته وه مي ويل چي دډاکتر صاحب اکرم عثمان دکور تليفون جواب نه وايي خبر یې واخله  ،هغه هم اطمنان راکړه غمخورصاحب مه  وارخطاکيږه  هرڅه به خداي ښه کړي .

ماورته وويل که یې کورته ورسې او احوال یې واخلې دابه ښه وي ،بياماته تليفون وکړه او احوال یې راکړه .

لکه چي پرارواح مي اوريدل ،يودم نارامه سوم دلمړی څل لپاره مي دډاکترصاحب اکرم عثمان داحوال اخيستلو په خاطر له هغه درانه مشر سيستانی صاحب نه  دمرستی غوښتنه وکړه . هغه ته مي تليفون وکړاو ورته ومې ويل چې دډاکتر صاحب دکورتليفون ولی جواب نه وايي ؟ هغه هم راته وويل وارخطاکېږه مه زه به یې احوال درکړم . ترسيستاني صاحب وړاندي رحيم جان رشا راته وويل زه ولاړم خوهغه مې په روغتون کي  پيداکړه دهغه روغتيايي حالت  داطمنان وړ ندي اومادخپلې خواورته دهرډول  انسانی مرستي وعده و رکړه . داخبري لاخلاصي سوی نه وې چي دسيستاني صاحب زنگ راغلی  او دادغم خبر یې راتازه کړ ،هغه  راته وويل چي مائي دزوي سره خبري وکړې هغه ژړل ،دډاکترصاحب روغتيايي حالت  ډير خراب دي زه  سباورځم بيا به وروسته زنگ درته وهم . په سباسيستاني صاحب پر لار ووچي ماډاکتر اکرم عثمان  له کورنۍ اودوستانونه په غياب کي دهغه دابدي رخصيت اخيستلوخبر هغه ته ورکړ .داځل زه وم چي کانديداکادمېسين محمد اعظم سيستاني مې ددې  خبر په اورېدو چې هغه (ډاکتر اکرم عثمان )ولاړ نوریې نسې ليدلاي  دردونکی خبرپه اورېدو وژړاوه .

ددې ټولو دردونکو خاطرو سره نن داگست ۱۵  دسويډن ديون شاپينگ په ښارکي مو ددې لوي عالم جنازه پداسي حال کي  په درنو اسلامي اوکلتوري مراسو خاوروته وسپارل سول چي  دنړۍ دمختليفو هيوادونونه په لسگونو فرهنيانواوپه سويډن کي دافغانستان ځوان سفير گډون درلود .دجنازې دمراسيمو وروسته ټولو ددې مرحوم روح ته ددعا اوددرنې کورنۍ  سره دغمشريکی احساس څرگند کړ په خاطر . دفاتحې  سالوته تشريف يو وړ . اوترفاتحې وروسته دختم اوخيرات دسترخوان  ټولو راغلودوستانو ،خوا خوږو اوغمشريکو پر وژاندي غوړول سوی وو.دختم دسترخوان ترډوډۍ خوړلو وروسته دمرحوم ډاکتر محمد اکرم عثمان روح ته په دعايي سره ددې علمي او فرهنگی شخصيت دوير لمڅی راټول سو .

زه ددې سترعالم اوادبی شخصيت ديوه واړه شاگرد په توگه چي ډير ي نږدې اړېکي مي ورسره درلو دې اوتل یې ماته په سويډن کي زمادفرهنگی هڅو،قلمی  ليکنو ،ږغيز يا تصويري  مطبوعاتی رسنيوکي دڅرگندونوپه هکله معقولي مشوري اولارښودني کولې دټولوافغانانونه دزړه له کومي مننه کوم چي زموږ سره یې د جلاوطنی په شرايطو کي ددې مرحوم دکورنۍ اوټولو فرهنگيانو او فرهنگپا لوسره  غم نيم اوپه خپل عملي اوقلمی گډون یې ددې مرحوم روح ته دعا اوشخصيت ته درناوی څرگندکړ .

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه دهيواددولسمشر محمد اشرف غني، دافغانستان دملي راديوتلويزيون رئېس ښاغلي محمد زرين انځواواونوراړونده ادارولخوا ددوي دخوا خوږي پيغامونودرالېږلوله امله  اوهمدا ډول دټولو قلموالو،علمی اوفرهنگی شخصيتونو، گرانو اوخواخو ږو زلمو،اغلواوښاغلونه  چې دقلم په ژبه یې ددې شخصيت درناوی کړیاو دکورنۍ دټولوغړو سره دغمشريکی ترڅنگ یې ددې  تلپاتي شخصيت علمی،ادبي،کلتوری ،ټولنيزو، حقوقی اوژورناليستيکي  چوپړ دارزونې په هکله ليکلي دزړه له کومی مننه کوو . دمرحوم ډاکتر صاحب اکرم  عثما ناببره مړېنه   زموږ دهيواد دادبياتو ،ټونيز علمی  او انسانی چوپړلوي غره نړېدل وه . روح دې ښاد او ياد دي ابدي وي

داهم ددې مرحوم ددرناوي يوه وړوکې بېلگه :

افغان لیکوال

محمد اکرم عثمان، څوک وو؟

د افغان مشهور کیسه لیکونکی محمد اکرم عثمان، د پنجشنبې په شپه د ۷۹ کلونو په عمر ومړ. هغه دوې ورځې وړاندې مغزی خونریزې لرله او په روغتون کې بستر وو.

په سویدن کې د افغان قلم کلوب غړي فتاح غفوري، دویچه ویله ته وویل چې ډاکتر اکرم عثمان دوې ورځې مخکې مغزی خونریزې لر له او د پنجشنبې د شپې پر اتو بجو ومړ.

ډیرو افغان لیکوالانو په ټولنیزو رسنو کې د اکرم عثمان د مړیني له کبله خواشینې څرګنده کړې ده، او د هغه مړینه یې د افغانستان معاصرو ادبیاتو ته یوه لویه ضایعه بللې ده.

اکرم عثمان په هرات کې زیږدلی وو او د حقوقو او سیاسي علوم په برخه کې یې زده کړې کړې وي. هغه د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې د کار سابقه لرله او د یوې مودې له پاره یې د هنر او ادبیاتو څانګې مشري پر غاړه لرله.

په سویدن کې میشت افغان فلم جوړونکی او منتقد عبدالحسین دانش، د اکرم عثمان له کارونو سره له هغه وخت راهیسې اشنا دی چې په ملي راډیو تلویزیون کې ویاند وو. هغه دویچه ویله ته وویل: «د هغه د کیسو ویلو سبک او غږ په زړونو کې ځای موند او د ډیرو کسانو په ذهنونو کې تل پاتی دی.»

دانش ویلي دي چې د اکرم عثمان په درې ژبه د کیسو ویلو سبک او لیکنې کیدای شي چې په راتلونکو کې د څیړنو یو سرچینه وي.

ډاکتر اکرم عثمان په علومو اکاډمۍ او د بهرنیو چارو په وزارت کې هم د کار سابقه لري. هغه په کابل کې د جګړو تر پیلیدو وروسته، هیواد پریښود او له خپلې کورنۍ سره په سویدن کې میشت شو.

هغه په سویدن کې هم خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړ او په دې هیواد کې د افغانستان قلم د کلوب له بنسټ ایښودونو څخه وو. هغه کسان چې دی د هجرت پر مهال پیژني وايي چې تل به د خپلو هیوادوالو په فکر کې وو.

دانش له ډاکتر اکرم عثمان سره د خپلو خبرو خاطره داسې په یادوي: «هر ځل چې به مې ورسره خبرې کولې نو تر ټولو لوی غم یې، د افغانستان د خلکو وو. هغه غربت زوراوه.»

که څه هم ډاکتر اکرم عثمان د افغانستان د سیاست او تاریخ په اړه لیکنې کړې دي، خو د افغانستان په ادبې ټولنه کې دغه افغان لیکوال د هغه د داستانونو او رومانونو له کبله پیژندل کیږي.

هغه عامیانه ژبه چې عثمان په خپلو اثارو کې کارولې ده، د ده د لیکونو ځانګړتیا بلل کیږي. دانش وایي چې د اکرم عثمان لیکنې د افغانستان په ادبیاتو کې کم ساری لري.

اکرم عثمان د «مرد ها ره قول است» او «کوچه ما» په څیر رومانونو لیکوال دی.

یادی از مرحوم داکتر اکرم عثمان

……………

په سويډن کې دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکز

دمشرتابه جرگې په استازيتوب،  حبيب الله غمخور

سويډن  –  دمالموښار

د ۱۳۸۶کال دثور يولسمه

په سويډن کې د   افغانانو   دعلمي او   فرهنگي مرکز د مبارکۍ پيغام

د روان کال دمۍ دمياشتې په دوهمه ورځ دافغانستان وتلی اوپياوړی ليکوال ، تاريخ پوه ، ژورناليست او اديب  ښاغلی  ډاکتر اکرم عثمان دخپل عمراويايم پسرلی شروع کوي . موږ پداسي حال کښې چې محترم  ډاکټر صاحب ته د ژوند د نوي پسرلي  د پيل  له امله په افغاني اووطني مينه مبارکي وايوهغه  ته دلوی  خدای له دربار نه  اوږ د عمر او بسيا ژوندهيله کوو.

که څه هم  ډاکټر اکرم عثمان په سردارې کورنۍ کښې دنياته راغلی مگر هغه ديوه غښتلي اومنلي افغان په توگه خپل ژوند له هغه زلميتوب نه په خپلومټو سمبال کړی دی .

بلې !  ډاکټر صاحب په محمدزايي کورنۍ کښې چې دربارته ډېره نږدې وه دنياته راغلی ، مگر د ډاکټر صاحب په خوی اوخاصيت کښې درباري يوه بېلگه هم نده ليدل شوې اونه هغه پخپله يو درباري  ته ورته دی، هغه يو خاکساراودخپل ولس خدمتگار شخصيت دی، هغه دکابل په ښارکښې دغازي لېسه  خلاصه اودکابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومو فا کولتې نه ترفراغت وروسته په ايران کښې دتهران دپوهنتون څخه ددکتورا ډگري (ديپلوم ) په عالي درجه ترلاسه کړ .

ډاکتراکرم عثمان  له ماشومتوب څخه دراډيو او چاپي مطبوعاتو د لوستلوسره علاقه درلوده، ځکه يې  د همدې  علاقې اوشوق له مخې په راډيوکښې داستانونه په خپل ښکلي اواز دکلمه کول . که څه همدا داستانونه محترم  ډاکتر صاحب په دري ژبه ويل مگر ترهغو به  پښتوژبي راډيو ته انتظار ناست وه ترڅوددې خوږژبي ليکوال او دکلماتور په خواږه اوازکې يو داستان واوري . دافغانستان داسي ښار ، ولسوالي ،کلی اوبانډه نشته چې دډاکټر اکرم عثمان له نامه سره  هلته خلک  اشنا نه وي اوهغه ته دې احترام ونه لري .

په رښتياسره ډاکتراکرم عثمان  دټولوافغانانو لپاره يوله سترو پوهانواو وياړلوشخصيتونوله جملې څخه دی  چې اوس یې جوگه ډېره کمه ليدل کيږي ، اودازموږلپاره يوسترغنيمت  دی .

کله چې په ۲۰۰۱ کال دمالموپه ښارکې دمېشتوافغانانوپه زحمت   دهيوادديوه بل پياوړي شخصيت اوملي مبارز  گل پاچا الفت په ياد نړيوال کنفرانس جوړشو،محترم ډاکترصاحب ته هم ديوه  درانه اومشرمېلمه په توگه پدغه کنفرانس کې دگډون بلنه ورکړه شوې وه ، هغه وخت چې هغه ته دخپلې تاريخي اوعالمانه وينالپاره دستيج سرته بلنه ورکړه شوه دتالارفضاچې په سونو خلکوتشريف درلود پداسې حال کې دچکچکواوازبدله کړه چې ټول لوی او واړه ددې وياړلي اومنلي ليکوال ددرنښت اواحترام  په خاطر پر  پښو ولاړ وو .

له بدمرغه دهغه داستعداداوعلمي توان څخه په ځوانۍ کښې ډېرکمه استفاده وشوه ، موږتل په تېر پسې ارمان کوو، چې  دادی اوس لاسونه مږو، اووايوکاشکې د ډاکتراکرم عثمان دخدای ورکړي استعداد، پوهې ، هوښيارۍ  اوادبي نبوغ نه موپر خپل وخت اوخپل وطن کې پراخه استفاده کړې وای .

زموږپه جنگ ځپلي هيوادکې داسې ناخوالې راغلي چې دداسې شخصيت لکه ډاکټراکرم عثمان لپاره هم په خپله مورنۍ خواره اوپلارني ټاټوبي بېگانه شواوهغه مېنه چې هغه پکښې خاپوړې کړې وې په نغري بدله شوه، ډاکټروطن پر ېښودلو ته مجبور شو. اوس دلته په سويډن کې له هيوادنه لرې دغربت اوجلاوطنۍ شپې او ورځې تېروي .

که نصيب اوقسمت داپياوړی ليکوال ترسوېډنه راورساوه چې له وطنه يې واټن زرونوکيلومتروته رسېږي خو، له هغه يې له نېکه مرغه دخپل ولس څخه جلانکړای شو.  ډاکترصاحب هرچېرې چې اوسي دخپل ولس سره اوسي  يوه شېبه يې خپل هيواداودخلک ندي هېر. زموږددې خبرې پخلی دهغه ټولې ليکنې، ادبي ټوټې ، داستانونه اوتاريخي څېړنې کولای شي .  دهغه په ليکنو کې لکه دهغه اواز يوعاطفي صحر او جادو شته ،هغه نه يوازې داستانونه ليکي ، بلکې دبشري ټولنې دډېرواړخوپه څېړلواوراسپړلوکې ترنورونه دی پاته شوی . دهغه په ټولوليکنوکې افغان ولس ته درناوی اودهغوی له روا اوانساني حقوقوڅخه بې ډاره ، پرځای اوعالمانه دفاع څرگنديږي ، داهغه بېلگه ده چې  ډاکتراکرم عثمان له نور عادي ليکوالوداستان ليکونکوڅخه بېلوي .

که ډاکټراکرم عثمان ددري ژبې  لپاره ديوې داسې چينې حيثيت لري چې اوبه یې ترقيامته نه خلاصېږي خوهغه دهيواد دنيمه خوا علمي ماڼۍ يوله اساسي ستنوڅخه هم شمېرل کيږي . نن ټول افغانان دنړۍ په هرگوټ کې چې اوسي دهغه په نامه ، علمي اوادبي چوپړوياړي .

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکزپه نظر کې  درلوده  چې ددې سترعلمي شخصيت ددراناوي په خاطر دمالموپه ښارکې د ټولوافغانانو، پوهانو، فرهنگيانواوفرهنگپالو په گډون ديوې ښکلې ، درنې او نه هېږېدونکې غونډې جوگه شي .  ددې وياړلي عالم اوڅېړونکي دعلمي مقام اوپوهنيزچوپړ د درناوي په خاطر دنړۍ له گوټ گوټ څخه پوهانو، ليکوالواود هغه مينه والوته زحمت ورکړي . له بده مرغه دهغه روغتيايي حالت موږ ته دا  اجازه رانکړه چې خپل دغه وطني ارمان  ته ورسېږواو دخپل هيواد ددغه پياوړي علمي اوادبي شخصيت درناوی لکه چې اړينه ده وکړای شو.

له مجبوريت اوناچارۍ نه  پدغه پيغام زړه صبروو.  سره لدې چې په پيغام کې  دښاغلي ډاکټراکرم عثمان د علمي، ادبي اوڅېړنيز چوپړ په هکله يادونه ناشونی کاردی، يوازې دومره ويلای  شوچې  ډاکتراکرم عثمان په خپل علمي زيار او هاند وتوانېد چې دري ژبه له ادبي اوتاريخي پلوه دومره غني اوغښتلې کړي چې ترډېره بريده  به ددې ژبې بهرني دښمنان پرهغې دترخپل تاثيراونفوذ راوستوپه موخه  د تکل جرئت ونکړي اونه به هم پرې بريالي شي .

دښاغلي ډاکټرصاحب هرعلمي اثر، ادبې ليکنه، طنز اوڅېړنيز اثارخپل ځای اومقام لري اوهر يويې پرخپل وخت د اولس دهغو سوالواوغوښتنوانعکاس  دی چې لاتراوسه بې ځوابه پاته دي . ډاکټراکرم عثمان نوم زموږ دهيواد له معاصر تاريخي څېړنيز او ادبي  بهير يو نه بېلېدونکی جز دی . 

دافغان ولس لپاره منلی  ډاکټرصاحب!

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگي مرکزمشر تابه جرگه اوټول غړي ددغه پيغام په وسيله چې دکاغذ پر مخ کښل شوی ولې زموږ دافغاني اووطني مينې، احساس او درناوي  در رسوونکی دی  تاسو، ستاسودرنې کورنۍاوستاسو لراو برمينه والو ته ستاسود نېکمرغه ژوندداويايم پسرلي دپيل اوپه علمي ډگرکې دنه هېرېدونکي زياراوبرياو په مناسبت دزړه له کومي مبارکيوپه وړاندې کولوسره دلوی څښتن تعلاله دربارنه  تاسو ته روغتيا، اوږد خوښ ، ارام اوبسيا ژونداوپه علمي ډگرکې دلازياتو برياليتوبونو هليه کوو. دټولنې دمشرتابه په استازېتوب حبيب الله غمخور

………………….

Ahmad Shah Hotaki

den 13 augusti kl 16:15 • Markham, Ontario, Kanada •

خبر تاثر انگیز وفات روانشاد دکتور محمد اکرم عثمان همه فرهنگیان ، ادبیان و علاقمندان وی را در سوگواری نشاندند. خدمات وی در بخش فرهنگ و ادب برای افغانستان فراموش ناشندنی است. افسوس که در زمانی مریضی ایشان انطوری که دولت افغانستان باید از وی منحیث یک شخصیت فرهنگی و ادبی والای مقام حمایه می کرد، نکرد و حتی زحمت عیادت ایشان را هم بخود نداند. اما رواشناد دکتور اکرم عثمان مردم افغانستان را با خود دراشت از حمایه آنان سپاسگزار بود.

داستان نویس مردمی و واقعیتگرا افغان روانشاد دکتور محمد اکرم عثمان در سفر که به تورنتو در سال ۱۲ جولای ۲۰۰۴ داشت و افغان رساله به مناسبت گرامی داشت از کار های فرهنگی و ادبی وی محفلی را برگزار نموده بود که عده زیادی از فرهنگیان و ادبیان و علاقمندان وی اشتراک داشتند.

روانشاد دکتور اکرم عثمان ان نویسنده و داستان نویس ممتاز و مردمی بود که داستان هایشان به دل جا داشت و از واقعیت های جامعه پرده می برداشت.

او هیچگاه خود را بالای حاکما نفروخت وجایگاه خود را منحیث یک نویسنده ملی گرا حفظ نمود

شما تفاوت روانشاد دکتور اکرم عثمان را با نویسنده که در خدمت دربار و جنگسالار است درین روز ها بخوبی در عکس ها مشاهده نموده باشید.

افغانستان یک نویسندۀ و داستان پرداز واقعی خود را از دست داد که این ضایعۀ جبران ناپذیر است و افغانستان هیچگاه او را نخواهد یافت و نه کسی مانند او پیدا خواهد شد.

مرد ها ره قول است ، نازی جان همدم من ، کوچۀ ما ….

مسوول افغان رساله هنگام تفویض دسته گلی به محترم دکتور محمد اکرم عثمان ۱۲ جولای ۲۰۰۴ تورنتو

روح و روانشان شاد و بهشت برین جایش

همدا ډول دټولوقلموالو دافگانستان دجمهور رېس محمد اشرف غني دافگانستان دملي راډيوتلويزيون درئيس شاغلی زرين انځور اونورو داړونده ادارو دمشرانو، دويب سايټو،ډله ايزوچاپي اوتصويري رسنيو، فيسبوک او ټوېټر له لاري یې دډاکتر اکرم عثمان ددرنې کورنۍ ،دوستان او ټولوقلموالو فرهنگنيانوسره خواخوږي ښکاره کړې دزړه له کومي مننه کوم .

باز هم  درباره اين شخصيت :

کنون ای سخنگوی بیدار مغز  یکی داستانی بیارای نغز

اکرم عثمان به جاودانگی پیوست، خاطرات گرامی که از خود بجا مانده است او در آن خاطره ها زندۀ جاوید است. یکی از خاطره هایکه برای نگارنده اهمیت بسزای داشت و دارد، که در زمان حیات ایشان نیز برآن ابراز نظرکرده بودم، خاطرۀ بود ازداستان " مرد ونامرد " از قلم موصوف که اینک بر آن در ذیل دوباره می پردازم.

قبل ازهمه مقدمۀ را لازم به یاد آوری میدانم:

درقلمرو زبان دری موازی با تاریخ پیشرفت های معاصرافغانستان یعنی ازعصرامیرشیرعلی خان تا امروز در عرصه داستان نویسی یا رمان، داستانِ نوشته نشده که بتواند سرگذشت نام آوران ادب، هنر و فرهنگ خطه زبان دری را حماسه گونه به تصویر کشیده باشد.

درین دوره چه در افغانستان، ایران وتاجیکستان دیده شده توجه اغلب نویسندگان داستان نویس بیشتر به جنگسالاران، سرداران ، شاهان و شهزادگان و امراء بوده است.

کم توجهی به سرگذشت هنرمندان ، ادبا وفرهنگیان ، سبب شده تا خلای بس مهمی را درادبیات این سه کشور (افغانستان، ایران وتاجکستان) ایجاد کند.

برای معلومات بیشتر این لینک را کلیک کنید… 

اسم: داکتر محمد صادق ارغندیوال      محل سکونت: هرات- افغانستان      تاریخ:  14.08.2016 

بدون هرگونه تردید فوت داکتر محمد اکرم عثمان،ادیب ودانشمند بزرگ افغانستان، ملت افغان بخصوص جامعه فرهنگی – ادبی کشور ما را عزا دار کرده است.

جا دارد که هر هموطن بنوعی در زمینه اظهار غمشریکی و همدردی کند. ولی بحث مهم تر انتقال جنازه شاد روان عثمان به میهن آبایی اش یعنی افغانستان عزیز میباشد. که فقط تعداد محدود از هموطنان در صفحات فیس و سایت های انترنتی در زمینه پیشنهاداتی داشته اند وبس.

در میان چند پیشنهاد محدود جناب داوری صاحب موضوع را روشنتر مطرح کرده اند که باید پورتال افعان – جرمن همین موضوع را به نظر خواهی میگذاشت تا باشد، با تعداد نظریات موافق بیشتر- دولت افغانستان در زمینه اقدامات عملی را رویدست میگرفت.

باید روشن ساخت که دولت افغانستان در حصه انتقال جنازه هر دانشمند افغان بخصوص دانشمندان وادیبان نخبه ودست اول که در بیرون از افغانستان جان به حق میسپارند، مسؤولیت ایمانی و وجدانی دارد. زیرا نشود که فردا یک ایرانی بلند شود و ادعا های بیجا نماید. همانطور یکه در حصه مولانا جلال الدین محمد بلخی و سید جمال الدین افغانی چنین ادعا ها شده و میشود. با آنکه در زمینه ودر میان شخصیت های دیروزی و امروزی تفاوت ها زیاد است. اما مبادا ها را در هر صورت باید مد نظر داشت . زیرا از ایرانی های شوونست هیچ شک نیست.

اما تشویش استاد کاظم هم درزمینه قابل درک است. زیرا نشود که فردا تعدادی ادعا کند که بقایای جسد ملاعمر به جوار مرقد سیدجمال الدین افغانی انتقال داده شود، تعداد دیگری هم بقایای جسد عبدالعلی مزار را بیآورند و در پهلوی مرقد علامه افغانی دفن کنند. و پیروان گلبدین راکتـــــبار هم روزی تقاضای دفن ویرا بعنوان نابغه جهان اسلام در محل مذکور نمایند.

اما حالا که کمتر از 24 ساعت به زمان بخاک سپاری شاد روان عثمان باقی مانده است. دولت افغانستان باید موقف اش را در زمینه هر چه زود تر روشن سازد. اگر برای روزهای نزدیک آماده نیست، باید به فامیل مذکور پیام بدهد که جسد موصوف را طور امانت دفن تا بعد در حصه انتقال وی تجویز گرفته شود. وتثبیت محل دفن اش هم در افغانستان کدام کار مشکل نیست. اگر دفن اش در پهلوی مقبره علامه سید جمال الدین افغانی سؤال برانگیز است. باید در حضیره آبایی پدری یا مادری اش هرات، کابل یا بلخ به خاک سپرده شود.

اسم: صالح محمد      محل سکونت: کابل      تاریخ:  14.08.2016 

ګرانو افغانانو ته سلامونه

ډاکټر صاحب اکرم عثمان مړینه په رښتیا چې ټول افغانان یې خوشیني کړي. ډاکټر صاحب یو ښه لیکوال و د شعرونو او داستانونو په ویلو ډیر ښایسته غږ او دیکلیمه یې درلوده الله پاک دې ده ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنۍ ته یې دجمیل صبر غوښتونکي یو.

شخصیتونه فرق کوي، موږ نسو کولای چې د ډاکټر صاحب اکرم عثمان شخصیت د ستر سید سره پرتله کړو او زه متیقن یم چې هغه وروڼه چې د ژور فکر خاوندان دي ما به نکړي ملامت. د ستر سید فکري مکتب انقلابونه یې رامنځ ته کړي، هند د ستر سید له برکته نن اتومي قوت دی، انګلیس د هغه د پښو د ترپا نه په ویره کې وه. موږ نسو کولای د ستر سید ټولې کارنامې دلته ولیکو ولې د یوې خوا زما په شان انسانان د هغه ستر شخصیت په هکله عاجز دي چې څه ولیکي که څه هم د ستر سید د مبارک ژوند او د هغه د هڅو په هکله د نورو علماوو ډیر آثار ما سره خوندي دي او د بلې خوا دلته دې نظر پوښتنې په پاڼه کې نه ځاییږي.

ارنست رنان فرانسوي مستشرق د ستر سید په هکله وایي ( کله چې زه ستر سید سره مخامخ شوم نو ګومان مې وکړو چې د بشریت ستر پیشوا سره مخامخ سوی یم).

زه چې ډاکټر صاحب کاظم ته ډیر زیات احترام لرم او هغه خپل معنوی استاد بولم، د هغه د لیکنې سره همغږی یم.

اسم: سیدعبدالله کاظم      محل سکونت: کالیفورنیا      تاریخ:  14.08.2016 

برادر محترم داوری صاحب گرامی سلام

موضوع انتقال جنازه بزرگان افغان را که در دیار غربت به رحمت حق می پیوندند و دفن شان در یک حضیره خاص کاملاً با شما موافق بودم و هستم، جنانچه در تبصره خود واضح نوشتم، ولی آنچه با شما و بعضی دوستان دیگر هم نظر نیستم، دفن آنها در جوار مقبره سید افغان است که اگر راه اینکار باز شد، دیگر توقف آن و رعایت معیارهای لازمه بر آن حد و حدود نخواهد داشت و در نتیجه بعد چندین سال ساحه پوهنتون بیک حضیره هرنوع شخصیت ها مبدل خواهد شد. بهتر است دولت دراینکار تصمیم اتخاذ کند و محلی مناسب را برای دفن همچو شخصیت های واجد شرایط علمی، فرهنگی تعیین کند، چه آنها در داخل و یا خارج کشور وفات نمایند(البته به موافقه فامیل آنها).

میدانم که مرحوم داکتر اکرم عثمان دوستان و همفکران زیاد دارند و اینجانب نیز از خدمات فرهنگی مرحومی در ساحه ادبیات دری و داستان نویسی و سبک خاص ایشان و هم از اینکه شخص بسیار مؤدب بودند، به نظر قدر نگریسته و مرگ او را یک ضایعه ادبی و فرهنگی کشور میدانم. بهرحال خدای بزرگ او را غریق رحمت کناد.

باید یادآور شوم که از مطالعه نوشته های با احساس و عالمانه شما ـ جناب داوری صاحب همیشه حظ می برم و خوشحالم که اشخاص نیک و صاحب قلم و دلسور مثل شما داریم. به سلامت باشید. با ارادت

تبصره:از اینکه کلمه "حضیره" را بازهم به همان شیوه معمول خود نوشتم، دلیلش آنست که چون در شمال کالیفرنیا این کلمه بارها در مساجد مطرح شده و هر کس در باره چگونگی نوشتار آن نظر متفاوت داشته بعضی ها آنرا "هدیره" می نویسند و بعضی "حضیره"، ولی تا حال نوشتن صحیح آن قطعی نشده است. امید که دانشمندان زبان در زمینه ابراز نظر کنند که ریشه اصلی کلمه از کجا آمده است. 

اسم: Najibullah Dawary      محل سکونت: Toronto – Cananda       تاریخ:  13.08.2016 

با عرض سلام واحترام به تمام دوستان، بشمول موافقان ومخالفان انتقال جنازه شاد روان اکرم عثمان به کابل ودفن آن در محوطه پوهنتون کابل.

منظور من در حصه انتقال جنازه مرحوم اکرم عثمان به کابل و دفن وی در جوار زیارت سید جمال الدین افغانی فقط ارج گذاری به شخصیت مرحوم عثمان با در نظرداشت خدمات بی پایان شان به فرهنگ و ادب زبان دری میباشد وبس. از سوی هم اخلاص من به مرحوم عثمان اینست که ایشان در میان نویسنده گان نویسنده گان معاصر زبان دری از محدود نویسنده هایست ، که در نوشته هایش تا سرحد امکان از بکارگیری لغاتی که با زبان دری بیگانه بوده است دوری جسته وهمزمان از اصطلاحات عامیانه زبان دری بصورت گسترده سود برده است.

رسم است که در بعضی از کشور های دنیا برای دفن شخصیت های نخبه علمی وفرهنگی محل مناسب تهیه دیده شده است، و گاهی هم در صورت گردهمایی های شخصیت های زنده علمی فرهنگی جهان در سیمینار ها و سمپوزیم ها، ایشان جهت گل گذاری و تجلیل از خدمات شخصیت های تاثیر گذارو از جهان رفته همان ملت یا کشور، به محل دفن شان رهنمایی میشوند. ولی متأسفانه ما تا رسیدن به این مرحله شاید دهه ها و حتی قرن فاصله داشته باشیم. آنهم در صورتیکه از توطئه های همسایه های شیطان صفت بعنوان یک ملت جان سالم بدر بریم.

واگر روزی هم در آینده های نه چندان دور کدام سیمینار علمی – فرهنگی در کابل دایر شود، واشتراک کننده گان بخواهند که برمزار فرهنگیان معاصر افغان تاج گل نثار کنند، ایشان آنقدر وقت نخواهند داشت تا بالای مزار سید جمال الدین افغان در پوهنتون کابل، مزاز پوهاند عبدالحی حبیبی در محل شاه دوشمشیره، مزار های میر غلام محمد غبار وصوفی عشقری در شهدای صالحین، مزرا گل پاچا الفت در کچ عزیزخان ولایت لغمان، مزار محمد صدیق سیلانی در ولایت لوگر وغیره مزار ها در نقاط مختلف حضور یابند. با آنکه تعدادی از خبره گان، دانشمندان وشخصیت های فرهنگی افغان با قتل ووحشتی که رژیم تره کی- امین راه انداخته بود بدون قبر و مزار اند، چون مرحوم محمد موسی شفیق، مرحوم وفی الله سمیعی وغیره

از طرفی هم شخصاً، شعر مدح ایکه استاد خلیلی نسبت به حاکم پاکستان ودشمن ملت افغان، ضیأالحق سروده است وهمینطور کتاب ویرا تحت عنوان عیاری از خراسان که در مدح حبیب الله معروف به بچه سقأو یا دزد سرگردنه نوشته بود، کار منطقی ودرست نمیدانم. ولی نباید فراموش کرد که موصوف شاعر بزرگ در گستره زبان دری- فارسی بوده است. و هر چه باشد در رقابت مثبت فرهنگی با همسایه های همزبان، موصوف شاعر افغان شمرده میشود. اینکه جای وی در جوار مرقد سید جمال الدین افغانی است یا خیر، واینکه سالها یار و یاور مرحوم ظاهر شاه بود؛ اینکه هم روزگار یکی از یاران نزدیک دزد سرگردنه- حبیب الله کلکانی و والی یکی از ولایات سمت شمال کشور درهنگام حکمراویی وی بود. و بلاخره به ارتباط شخصیت چند بعدی شخصی و اپورتونست وی، قضاوت را میگذارم به خواننده گان این دریچه.

از سوی هم با وجودیکه بعضی ها از روی نادانی ملت ما را در اینجا وآنجا را به ناحق مردم مرده پرست خطاب میکند، اما متأسفانه که ما بمانند بسیاری ازجهات زنده گی در حصه تجلیل از گذشته گان نخبه دور ومعاصر و همچنان درحصه تعمیر و ترمیم آرامگاه های شخصیت های برجسته و نخبه فرهنگی، هنری، سیاسی و علمی افغان نسبت به سایر ملل دنیا عقب مانده ایم. به گونه مثال قبر ابو ریحان معروف البیرونی درشهر غزنه در حالت بسیار زار قرار دارد. که حد اقل در حصه ساخت یک چهار دیواری معولی بدور مرقد، ساخت شکل ظاهر مرقد البیرونی به شکل بهتر تر وحتی گذاشتن یک لوحه سنگ هیچ توجه نشده است. تا احد اقل بتوانیم به جهانگردان و جهانیان نشان بدهیم وثابت کنیم که ابوریحان کجایی بوده است؟ افغانی یا ایرانی؟ زیرا جارچیان ایران در هر کوچه وپس کوچه دنیا جار میزنند که ابوریحان بیرونی، ابن سینای بلخی، فرخی سیستانی، ناصر خسرو بلخی، و غیره وغیره و بلاخره همه وهمه ایرانی بوده اند،نه افغان.

اما در یک قضاوت عادلانه باید اعتراف کرد که ایرانی ها در حصه تعمیر و ترمیم مزار شخصیت های نخبه علمی – فرهنگی شان فوق العلاده توجه بلیغ دارند. که با در نظر داشت اتمسفیر موجود، شاید ما سالهای سال نتوانیم در زمینه با آنها قادر برقابت باشیم.

در پهلوی این ساحه پوهنتون کابل که محوطه زمین بدون ساخت وساز آن، وسعت نسبتاً بزرگی را احتوا میکند؛ خوشبختانه تا کنون از چور، چپاول و اعمار تعمیرات خود سرانه ازسوی زورمندان بدور مانده است، و در آنجا آنقدر جا است تا چند شخصیت فرهنگی- علمی نخبه افغان را در زمین خود جا دهد. از سوی هم دفن شخصیت های شناخته شده علمی- فرهنگی نخبه وملی در جوار مزار سید جمال الدین افغانی از شخصیت و اعتبار علامه افغانی چیزی نخواهد کاست.

با اینها اگر استاد کاظم بسیار قهر هستند از هیئت عامل پورتال افغان – جرمن احترامانه تمنا دارم که فقط بخاطر خوشی استاد، نوشته مرا از صفحه شان بردارند. تا خود شان نیز بخاطر لبیک گفتن به پییشنهاد من، طرف ملامتی استاد کاظم قرارنگرفته باشند. زیرا شخصاً در هر صورت به شخصیت استاد کاظم بینهایت احترام قایل هستم. با حرمت

اسم: انجنیر فضل احمد افغان      محل سکونت: کانادا      تاریخ:  13.08.2016 

ستسياني صاحب ! دربرابر نويشته عالمانه ومنطقي  قضاوت  حق خواننده گان هست  نه افراد .

…………………….

انالله و انااا لیه راجعون

خبر المناک و با تآسف وفات شخصیت دانشمند و نویسنده بی نظیر افغانستان مرحوم مغفور داکتر محمد اکرم عثمان را از طریق فیسبک حاصل نمودم قلبآ متآثر شدم من گرچه با مرحوم در افغانستان افتخار آشنائی را نداشتم اما در دورا ن جلاوطنی علی الرغم آن که هزاران مایل دور از هم قرارداشتیم قلم که خداوند متعال به استفاده آن تآکید فرموده اند قلوب ما را پیوند داده گاه ناگاهء از طریق تیلفون درد دل و به آینده مادروطن می اندیشیدیم

مرحوم داکتر اکرم عثمان شخصیت قلمبدست توانا، داستان نویس ، مؤرخ و ادیب عالی مقام ،خوشکلام و بسیار مهربان بودند مغفور با کلمات زیبا در مورد دو کتاب من یعنی ؛فغان افغان؛ و کتاب انگلیسی من که تحت عنوان ؛دسائیس و جنایات در افغانستان از ۱۷۰۰ الی ۲۰۱۴م؛ میباشند با کلمات بسیار زیبا تقاریظی نوشته اند که در وقتش در ویبسایتها و فیسبک به نشر رسیده البته من از الطاف شان قلبآ مشکور و خاطر

Copyright Larawbar 2007-2024