کور / تازه خبرونه / په دوو جلا وسلوالو نښتو کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دوو جلا وسلوالو نښتو کې ۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو او ساندروا په سیمو کې د وسلوالو مخالفینو او د ملي اردو د ځواکونو تر منځ تېر ماښام په څو ساعته جنګ کې د مخالفو وسلوالو دوه تنه وژل شوي او درې تنه یې زخمیان دي.

په دغه جنګ د ملي اردو درې تنه سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بل لور ته نن سهار وختي د دولت شاه ولسوالۍ په نوړې او لمبړي سیمو کې افغان ګډون امنیتي ځواکونو او د سیمې دولت پلوه خلکو په مخالفو وسلوالو برید کړی چې په ترڅ کې یې د مخالفینو یو تن وژل شوی او دوه تنه نور یې شدید زخمیان شوي دي چې د تېښتې پر مهال یې د مړي جسد او زخمیان له ځانه سره له سیمې ویستلي دي.

په دغه جنګ کې د مخالفو وسلوالو یو میل راکټ هم د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.