کور / تازه خبرونه / هلمند: د دوو قومندانانو په ګډون د ۳۳ طالبان وژل سويدي

هلمند: د دوو قومندانانو په ګډون د ۳۳ طالبان وژل سويدي

په هلمند کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون ۳۳ وسلوال مخالفین او دوه پاکستاني ماین جوړونکي وژل شوي دي.
دغه رازامنیتي او دفاعي ځواکونو د ۶۰۱ نمبر شهرا مربوطاتو کې عملیاتو پر مهال ۴۱ هغه ماینونه شنډ کړي، چې د دولت وسلوالو مخالفینو له لورې ایښودل شوي وو.
یاد وسلوال مخالفین په تیرو څلرویشت ساعتونو کې هوايي بریدونو او مخامخ نښته کې وژل شوي او درې نور مخالفین ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ « حیدراباد» سیمه کې هوايي برید کړی، چې په ترڅ کې یې د طالب قومندان « ملامحب الله» په ګډون ۹ وسلوال وژل شوي او د هغوی یوه دهشکه او یو ۸۲ ملي متري توپ لمنځه وړل شوی.
د ګرمسیر ولسوالۍ «صفار» سیمه کې د امنیتي ځواکونو هوايي برید کې ۱۱ وسلوال مخالفین وژل شوي او د هغوی درې موټرې ویجاړې شوي دي.
د ۶۰۱ نمبر شهرا « حاجي حکیم خان» باغ ته څیرمه هوايي عملیاتو کې د دولت درې وسلوال مخالفین وژل شوي او یوه دهشکه یې لمنځه وړل شوې ده.
په همدې حال کې د ۶۰۱ نمبر شهرا مربوطاتو کې دولتي ځواکونو سره مخامخ نښته کې طالب قومندان « خادم» وژل شوی او درې نور وسلوال یې ټپیان شوي دي.
په یو جلا هوايي برید کې، چې د ۶۰۱ نمبر شهرا مربوطاتو کې رامنځته شوی څلور نور دولت مخالف وسلوال وژل شوي دي.
د ګرشک ولسوالۍ په «ګاوبند» سیمه کې پر مخالفینو د خپل ماین چاودنه شوې او پنځه وسلوال پکې وژل شوي دي.
وژل شویو وسلوالو کې د ماینونو جوړولو دوه پاکستاني ماهرین هم شامل دي او د دوی ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکي هم لمنځه تللي دي.

د يادوني وړ ده چي د امنيتي ځواکونو او هلمند ولايت مطلوعاتي دفتر ددغو ادعاو په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښوولئ.