کور / راپور / دارواښادسلطان محمدصابرپه دبي غونډه جوړه سوه

دارواښادسلطان محمدصابرپه دبي غونډه جوړه سوه


(لروبرکښي یوه آوازه سوه ، دسلطان محمدصابردمرګ ناره سوه)
(نه شرنګاشته په بنګړونه خپړي مړوندوکښي ، دآسمان سترګي شوې ډکي صابرسپاري په سلګوکښي)
تېره ورځ پښتوژبي نامتولیکوال شاعراوپښتون ژورنالسټ ارواښادسلطان محمدصابرکوم چي تېره ورځ په پېښورکښي په حق ورسېدی اوپه سهیلي پښتونخواکوټه کښي په خپلي پلارني ادېره کښي وخاوروته وسپارسول.په یادکښي پښتونخواادبي غورځنګ له یوه درنه غونډه وسوه.په غونډي کښي ژورنالسټانواوادیبانوته بلنه ورکول سوې وه.خوپه دغه ورځ پښتواکیډمي کوټه له خواهم داروښادپه یادکښي غونډه نوډیرولیکوالانوونکړل سوچي دپښتونخواادبي غورځنګ په غونډه کښي ګډون وکړي.دپښتونخواادبي غورځنګ دغونډي پېل دقرآن پاک دڅوآیاتونه لوستلوسره وسوو.دغونډي په پېل کښي داروښادسلطان محمدصابردپاره دعااوفاتحه وسوه.دمشاعرې په پېل کښي دژبي نامتولیکوال اوشاعرښاغلي عبدالباري جهاني دټېلي فون په کرښه خپل کلام په مشاعرې کښي ګډون کونکوته واوروی.اودایې وویل چي اولس وشاعرانوته اړتیالري.شاعران دي اولس ستونزي په خپل شعرونوکښي راونغاړي. اووخپلي شاعري ته دوام ورکړي.
په دې مهال دپښتونخواغورځنګ داطلاعاتوچاروسیکتررمضان ارماني دارواښادسلطان محمدصابرپه ژونداودپښتوژبي دپاره کړي خدمت باندي رڼاواچوله.او وویل چي ارواښادپه پاکستان کښي اوسهیلي پښتونخوا کښي په سختوحالاتوکښي دپښتوورځپاڼي اجرا وکړه چي په ورځوشپودسترمبارزخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزي په ورځپاڼي استقلال کومه چي خان شهیددانګریزانودواکمني په مهال خپروله.اودپاکستا ن حکومت بندیز پرلګولي وو.په دغوشپوکښي پاکستان کښي چاله ځان سره په پښتوژبه کښي لیکل سوی پښتولیک نه سواېښولاي.که دچاسره دپښتوژبي لیک موندل سوی واي نوحکومت به دپښتونستان په اریضه کښی وبندته لېږی.



دارواښادصابرصېب دپښتوژبي دخدمت دپاره کښلی زیاردستایني وړدي.په دې زیارباندي پښتونخواادبي غورځنګ وارواښادته دعقیدت پېرزويني وړاندي کوي.په دې مهال دپښتونخواادبي غورځنګ مشرښاغلي علي جان خوشحال وویل چي سلطان محمدصابردپښتوژبي ډیرخدمت کړی دی.ارواښادصابرصېب به ترهغوژوندي وي ترڅوپوري چي قلم ژوندی وي،کتاب ژوندی وي.کوم سړی چي دقام خدمت کوي هغه ترقیامت پوري ژوندي وي.نوموړي دځوان کهول شاعرانوڅخه غوښتنه وکړه چي هغه دي دارواښادسلطان محمدصابرغوندي دپښتوژبي خدمت وکړي اودارواښادپه پل دي بل کښېږدي اودپښتوژبي خدمت ته دي ملاوتړي.ددې وروسته په مشاعرې پېل وسوو.
فېض محمدښادنام:
لویه خدایه ستاپه مینه کښي غرقاب یمه
دجهان په مینه کښي……………….یمه
محمداسلم دلشاد:
ترخولې که ویني غورځوم خوتاته به حال نه وایم
قرارقراربه دي هېروم تاته به حال نه وایم
محمدادریس حقمل:
سلام دي وروڼوپښتنوښاغلو
دغه ټغربه ساتوښاغلو
داچي خپل کورورانوې دچادپاره
خپل ورینداره خواروې دچادپاره
عبدالهادي ریاض:
خدایه دښکلي مخ کښي زړه غواړمه
څه لېونتوب غوندي نشه غواړمه
میراجان حسن یار:
دزړه زخمونه دحسابولونه دي
اوس که مرهم په لګوم دجوړېدلونه دي
ولي محمداشنا:
په ماغم دسي ګران دي لکه یار
دزړه کورکښي مي مېلمه دي لکه یار
محمدداودغریب یاردبل شاعرشعروړاندي کړیه
عبدالله دانش:
ګرانه وطنه که مي درنه کړه له تنه وینه
بیامي په مینه کښي مجنون مه بوله
عبدالرحمان یارانه:
راسي پیاوړي کړوثقافت دپښتنو
ورکوپه خپلوکښي لاسونه دوحدت پښتنو
محمداسلم کامل:
لوبي لوبي کوم جانان خوږویادونوکښي
ګرځم جنتونوکښي راګرځم په ګلونوکښي
عباس شاه درویش:
کله په ماغم سي دخزان غزلي ولیکمه
کله بیاخوشحاله سم دجانان غزلي ولیکمه
صالح بهار:
ستاوګریوان ته مي لاسونه اچولي دي
وکه نظرله سترګوزمااوښکي راغلي دي
علاؤالدین وزیر:
په هسکوغرونودوطن بېراغ ښایسته خوندکوي
ځلانده ستوري دآسمان په مخ ښکاره خوندکوي
رمضان ارماني:
دسي ښکلي زلمي نسته آسیاکښي
چي لرویې موږپه ښکلي پښتونخواکښي
احمدهنریار:
دنوي کال دنوي ژوندسهاره
ستاپه ځولي کښي خپل انځورلټوم
پیرمحمدسیرت:
خپل کلام وړاندي کړیه
علي جان خوشحال:
لروبرکښي یوه لویه آوازه سوه
دسلطان محمدصابردمرګ ناره سوه
هم ددې وروسته دپښتونخواادبي غورځنګ غونډه کومه چي ارواښادسلطان محمدصابرپه یادکښي جوړه سوې وه وپاي ته ورسېده .