" /> " /> " /> " /> دولسي جرګې غړى حاجي حبيب الله جان چاوژلئ ؟   – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور / دولسي جرګې غړى حاجي حبيب الله جان چاوژلئ ؟  Fotos

دولسي جرګې غړى حاجي حبيب الله جان چاوژلئ ؟  Fotos

 



په ولسي جرګه كي دكندهاردخلګواستازي حاجي حبيب الله جان ، چې دکندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په سنځري كي يي استوګنه كول، تېره شپه د نامعلومو وسلوالو لخوا په داسې حال کې دټوپك په ډزوووژل سو، چې له خپله باغه د کور پر لور  روان و.


حاجي حبيب الله جان د حاجي محمد عمر زوى دسنځري اوسېدونکى و، تر دولسم  ټولګي پورې يې زده کړې کړې وې او په ولسي جرګه کې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتيا د کمېسيو ن غړى و.

نوموړى په خټه عليزي ، په کندهاركي د پخوانيو مجاهدينودجمعيت اسلامي جهادي ګوند له وتلو قومندانانو څخه وو او اوس په سيمه کې ديوه ولسي مشراودعليزوقوم سرلاري په توگه پېژندل کېده .

دى درې کاله وړاندې له کندهاره ولسي جرگې ته بريالى سو او په پارلمان کې دحكومت داپوزيسيون ډلي لوي سړي ووچي  دپارلمان دمشر يونس قانوني سره يي هم نيژدي ګوندي اوفكري ملګرتيالرل.

حاجي حبيب الله جان چي د افغانستان د ملي جبهې دمشرتابه شوراغړى هم وو دخپل وروستي سياسي ژوند په اوږدو کې کندهار ته پرلپسي سفرونه کول خودنورودغه ډول واكدارانوغوندي به په دولتي ماڼيونه ننواته بلكي دخلګوپه منځ كي به وواو تر ډېره به يې په سيمه کې دخپلو خلکو ستونزي اورېدې.

څه دپاسه يوه مياشت وړاندې چي د کندهار په لوي زندان کې شاوخوادووسووسياسي زندانيانوداعتصاب په دودخپلي خولي وتړلي حبيب الله جان د پارلمان دځينو نورو غړوترڅنګ په نارسمي ډول د ستونزې د اواري لپاره زندان ورغلل اوله هغوي سره ترليدووروسته يي داعتصاب دماتيدااعلان وكړ .

حبيب الله جان په سيمه كي دجګړي سخت مخالف وواوپه وارووارويي په خپلوويناووكي دحكومت اونړيوالوځواكونوپرجګړئيزه تګلاره نيوكي كړي .

ژيړي ولسوالي چي دكندهارترټولونارامه ولسوالي ګڼل كيږي اوددولت مخالفووسلوالوطالبانوځواكمن پټنځاي دي، حبيب الله جان په دي توانيدلي ووچي خپله سيمه سنځري چي دژيړي يوه لويه برخه ده له جګړي اوتاوتريخوالي وژغوري.

هغه په ټول سنځري كي دحاجي صاب په نوم پيژندل كيده اوددغي سيمي ټولوخلګوچي يولاس دده په خټه ووهغه ته دخپل يوه مشرپه سترګه كتل اوچاورسره شخصي دښمني نه لرله .

كه څه هم چي لاتراوسه دحبيب الله جان دوژلوپړه چاپه غاړه نه ده اخيستي اووسلوالوطالبانوهم دهغه په وژنه كي خپل لاسلرل ردكړي خو په كابل كي دحكومت اپوزيسيون ملي متحدي ټلوالي له دولت څخه غوښتنه کړې، چې د ياد شوي وکيل وژونکي دې ژر تر ژره پيدا او په خپله سزادي يي ورسوي .

ويل كيږي حبيب الله جان دكندهارله محلي حكومت سره جوړنه وو اودولايتي شورا له مشر اودولسمشركرزي له وروراحمدولي كرزي سره يي هم اختلافات لرله .

څومياشتي مخكي دكندهاردګڼوقومي مشرانواودمشرانواوولسي جرګوديوشميرغړوپه منځګړيتوب حبيب الله جان اواحمدولي كرزي سره خوشاله سول اوظاهرايي له والي اسدالله خالدسره هم روغه جوړه كړي وه .

هغه خپل ځان دخلګوواقعي استازي ګاڼه اوتل به يي ويل چي دي دنوروكسانوغوندي پروژيي وكيل نه دي چي ترډيره به يي اشاره هم خپلويوشميركندهاري عارفانوته وه .

په هرحال اوس دكندهاردخلګودغه استازي اوقومي مشروژل سوي اونن ماپښين يي دکندهار په ناارامه ولسوالۍ ژېړۍ کې دسنځري کلي ته څېرمه پر لويه هديره زرگونه قومي ، مذهبي اوسياسي مشران دجنازي مراسموترسره كولوپه موخه سره راغونډسوي اوټول په يوه خوله دهغه وژنه غندي ، مړينه يي ضايعه بولي اوله حكومته دهغه دوژونكونيول اومحاكمه كول غواړي .

حاجي حبيب الله جان دولسي جرګي لسم غړي دي چي ددغي جرګي له له تاسيسه دهيوادپه بيلابيلوسيموكي وژل سوي .

تردي وړاندي هم په فردي اوډلئيزډول دولسي استازودوژني ګڼي پيښي رامنځته سوي چي تر ټولو خونړۍ يي تېر کال په بغلان ولايت کې رامنځته سوه ، چې د ملي متحدې جبهې وياند او دولسي جرګې د اقتصادي کمېسيون مشر مصطفى کاظمي په ګډون شپږ غړي په کې وژل سوي وو.

هغه مهال هم حكومت دخپل هميشني عادت له مخي يوكميسيون جوړكړاوورته يي دنده وسپارل چي دپيښي په اړه څيړني وكړي اوپه پيښه كي ښكيل تورن كسان په ګوته اومحاكمه كړي .

خولاتراوسه دلسګونونورو ورته پيښودتحقيقاتوغوندي ددغي پيښي تحقيقات هم بيپايلي پاته دي چي نه يي تورن كسان په ګوته سوي اونه هم څوك محكمه سوي دي .