کور / تازه خبرونه / د کندهار ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په کتابي بڼه چاپ سول

د کندهار ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په کتابي بڼه چاپ سول


د کندهار ولایت د اوسني اقتصادي، امنیتي او پراختیايي وضعیت د Kandahar profile imageڅېړنې او پر همدې اساس د خدماتو د وړاندي کولو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ولایتي ادارې او سیمه ییزو ارګانونو په ګډه هڅه او مشترک فعالیت سره د کندهار لپاره ولایتي پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان په کتابي بڼه چاپ سول. 
د ولایتي پروفایل هدف د ستراتیژیک پلان لپاره د بنسټ ایښودل دي چي په رڼا کي به یې د ولایت لپاره لر لید، ماموریت، موخې او ممکنه پایلي ټاکل کېږي. 
د پنځه کلن ستراتيژیک پلان ارزښت او هدف دا دی چي پر بنسټ یې د ولایت اړتیاوې، امکانات، فرصتونه، خدماتي موارد او پرمختیايي مواقع په ډاګه سي چي په موجودیت سره به یې د اساسي خدماتو په ټولو برخو کي مشخصې اړتیاوې او وړتیاوې په ګوته سي. په ټوله کي له ستراتيژیک پلان پرته هیڅ ډول انکشاف او پرمختګ شونی نه دی. 
پر دې پروفایل او پنځه کلن ستراتیژیک پلان کندهار ولایت مقام او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډ کار کړی او د خپل ګډ تفاهم په پایله کي یې چمتو کړي دي چي دا د ولایتي ادارې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او بریا ګڼل کېږي، ځکه د کندهار والي د خپل راتګ په لومړیو کي د کندهار لپاره د پنځه کلن ستراتيژیک پلان تشه احساس کړې وه او غوښتل یې چي پر دې موضوع جدي کار وسي چي د همدوی د پوره توجو او غوښتنو له کبله دا ستر هدف تر لاسه سو.