کور / سياسي / پاکستان که هندوستان؟

پاکستان که هندوستان؟

پاکستان که هند؟ Salahuddin sayedi صلاح الدين سعيدي
ھند افغانستان جوړوي او پاکستان همدا اوس په كندوز كې  د الچین پل ورانوی چې افغانستان  او خلک ېی پاکستان ته د بندري لحاظه محتاج پاتې شي. 
پاکستان افغانستان ورانوي او افغانستان کې د خپل لاس جوړ شوي حاكميت يعنې حتی د استاد رباني حکومت د ړنګولو لپاره كار كاوه. پاکستان افغان وژني، نو انتخاب د دوست او دشمن ددغه قضاوت پربنیاد دی. 
د كابل حكومت دې په ياد ولري چې پاکستان ھند معاملې ته مجبوري او د افغانستان د گون‌‌‌‌‌‌ډکولو لپاره له هرچاسره د هند په شمول خاینانه معاملې ته هم حاضر دی. ھند ھمدا اوس کشمیر کې د هند. پرضد پراخ د اسلام تر نوم لاندې تحریکات لري تر څو هند پاکستان سره معاملې ته مجبور کړي. پاکستان امیکې او انګلیس ته د هغوی د قناعت لپاره هره بیناموسی ته حاضر دی. د حتی د عربو مجاهدو او د پاکستان او مشرف قهرمانانو شځې ېی لوچې لغړې په بوجو كې واچولې او د پاکستان ھوایي پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډو کې دشمن ته د دالر په مقابل کې ورتسلیم کړې او په زرهاو پښتانه او بلوڅ مسران یې په ښکاره او پټ ووژل او دا پروسه دوام لري. ملا محمد عمر اخوندزاده او ملابرجان او برادر او نور ستر افغاني جهادي او غير جهادي شخصيتونه يې ووژل او وژني او دا پروسه د افغانستان د پشپړه ماتولو تر سرحده به دوام لري. 
د افغانستان حاكميت اتمام حجت هم وكړ خو بیا هم ساده د پاکستان د استابلشمنت دلته او هلته باور كوي او اعلان كوي چې د سولې خبرې به د پاکستان سره بیا پیل شي. 
په ياد ولرئ: 
پاکستاني استابلشمنت او ای اس ای د افغانستان او افغانانو دشمنه وه، ده او زمان ثابته كړه او ثابته به کړي چې دغه دشمن به دشمن پاتې شي! 
تاريخي خيانتونه، خندق د سرحد په مانا، دروازې د سرحد په مانا منل ملي تاريخي، شاه شجاعي او يعقوب خاني خيانت دی او د شاه شجاع او يعقوب خان سرنوشت مالوم دی. 
لطفا تاريخ ته مراجعه وكړئ او تاریخ مو په بې رحمه توګه څاري! 
سعید افغاني مرحوم به لیکل او ویل چې خلک له مرګه ویریږي خو زه له ژونده! علت دا چې په ژوند داسې کار ونکړم چې دنیا او اخرت مې خرابه او د تصحیح امکان  او فرصت مې له لاسه تللای وي. 
و من الله التوفیق
دوکتور ص سعيدي