کور / اسلامي / د کرهڼي او مالدارۍ زکات

د کرهڼي او مالدارۍ زکات

د کرهنی زکات يا عشر :


عشر چه لغوی معنی لسمه برخه ده ،  ټول ځمکنی محصولات لکه غلی دانی ،ميوه جات او شبزيجات  کی زکات ورکول فرض دی  ( مذهب امام ابوحنيفه ) .


هغه ځمکی  کومی چه د باران ،سيند او چينی په اوبه اوبول کيږی ٪ 10 يا لسمه برخه   اوهغه  ځمکی کومی چه د واترپمپ يا نورو تجهيزاتو په وسيله  خړوبول کيږی په هغه ځمکو کی بيا د زکات اندازه ٪ 5 يا شلمه برخه ده .


دعشرلپاره  نصاب  شرط ندی همدارنګ د کال پوره کيدل هم شرط ندی بلکی دفصل په رسيدلو سره به د هر فصل جدا جدا زکات ورکوی ( مذهب امام ابوحنيفه ) .


دکرهنی د زکات حکم :


دکرهنی زکات لکه  د نور مال  دولت په شان  په مسلمان نر او ښځه  فرض  دی .


دعالم پالوونکی  څښتن ج په  قرآنکريم  کی  مؤمنانو ته داسی  لاښوونه کوی :


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم ِمّنَ الأَرْضِ (البقره 267 ).


ای مؤمنانو! لګوی ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه ( په کسب سره ) تاسی ګټلی ،اوله هغی چه ماتاسی    لپاره  د ځکمی نه  راويستلی دی .


وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (الانعام 141 ).


دڅارويو زکات :


هغه څاروی چه د تجارت لپاره وی  د تجارتی اموالو د نصاب  له رويه حسابيږی  د زکات اندازه يی څلويښتمه حصه ده  چه د تجارتی اموالود نصاب بيان     د زکات لنډ او مفصل بيان کی ذکر شوی دی .


هغه حيوانات  چه د نسل د ذياتوالی  او ډيری  کټی په لاس راوړلو لپاره ساتل کيږی  نظر په لاندی شرطونو زکات  ورباندی فرض دی .


1- چه د کال په ذياته موده کی په صحرا او ورشوګانو کی وڅری .


2- کال ورباندی تير شی .


3- د زکات نصاب ته ورسيږی .


داوښان نصاب              9


د ميښو او غوايانو     30


د ميږو وزو               40


د زکات اندازه په لاندی جدولونو کی بيان شوی ده .























































 
د زکات اندازه تر له
زکات نشته 4 1
يوه ميږه  يا يو پسه 9 5
2 ميوږی يا 2 پسونه 14 10
3 ميږی يا 3 پسونه 19 15
4 ميږی يا 4 پسونه 24 20
يوه  يوه کلنه جونګی 35 25
يوه دوه کلنه جوګی  45 36
يو دری کلن اوښ 60 46
يو څلور کلن اوښ 75 61
2 دوه کلن اوښان 90 76
2 دری کلن اوښان 120 91


 










































د غويانو  زکات 
د زکات اندازه تر له
زکات نشته   29 1
ديوه کال غوسی نر يا ښځينه باندی 30
يو دوه کلن غوسی  // باندی 40
دوه يوکلن غوسی ء // باندی 60
يو يوکلن غوسی او يو دوه کلن غوسی باندی 70
دوه دوه کلن غوسی که نر وی او که ښځينه   باندی 80
دری يو کلن غوسی باندی 90
دوه يوکلن او يو دوه کلن باندی 100





























د ميږو يا پسونو او وزو  زکات 
د زکات اندازه تر له
يو ميږه  120 40
دوی ميږی  200 121
دری ميږی 399 201
څلور ميږی — —————- 400
ورسته د هرو سلوميږو پر ذياتوالی يوه ميږه ور اضافه کيږی



داسونو خرو او قچرو زکات :


څرنګه چه نومړی حيوانات د بار لپاره دی  زکات ورباندی نشته .


خو که د تجارت په نيت وی  حساب  د تجارتی اموالو د نصاب له مخی کيږی څلويښتمه برخه زکات ور کول کيږی ، يا د هر حيوان پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .


خو که د اسونو د نسل  ذياتوالی  موجود وی  يعنی يواځی نر نه وی   او د کال په ذياته موده کی په صحرا کی وڅری زکات ورباندی شته ( امام ابوحنيفه رح ) .


د زکات نصاب همغه د تجارتی اموالو په شان دی  يا د هر آس پر سر يو دينار زکات ور کول کيږی .


د زکات د مصاربو يا ورکړی ځايونه هماغه دی کوم چه  د زکات لنډ او مفصل بيان  کی تير شول


د زکات لنډ او مفصل بيان په همدی پاڼه کی  اسلام او مذهب  بيا  مذهبی ليکنی کليک کړی هلته يی وګوری .


دزکات لنډ او مفصل بيان لاندي کليک کړئ :


د زکات لنډ او مفصل بيان