کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنرال سالم احساس هم د شمالي دسيسو ښکار شو

جنرال سالم احساس هم د شمالي دسيسو ښکار شو

Ha_hanzala@yahoo.com


د کابل پخوانى امنيه قوماندان جنرال سالم احساس چې د غويي د اتمې د بريد په اړه د غفلت له امله د لوى څارنوال لخوا له خپلې دندې تعليق شوى و، دامهال له قومانداني نه لېرى شوى او د شمالي ټلوالې يو پخوانى غل يې پر ځاى امنيه قوماندان ټاکل شوى دى. جنرال احساس چې د څو مياشتو په لړ کې په کابل کې د غلاو، تښتونو او وژنو کچه له نشت سره برابره کړه په ټول افغانستان کې د ښه پوليس په توگه پېژندل شوى. هغه به د شپې او ورځې کار کاوه څو خلک په ارامه ژوند وکړي.


د ښاغلي احساس په وخت کې په ريښتيا هم ډېرې چاودنې او بريدونه وشول، خو تر کومه ځايه چې د هغه په دندو پورې اړه لري، په ښار کې يې غله او لنډه غران ښه قابو کړي و او د هغوى په وړاندې يې کلکه مبارزه پيل کړې وه.


جنرال احساس او د لوى څارنوال ځواني


د غويي د اتمې له بريد نه وروسته چې کله لويې څارنوالي په دې اړه څېړنې کولې، څو تنه يې په بريد کې د غفلت په نامه له دندو گوښه کړل. په هغو کې چې وکتل شي ډېرى يې هغه پښتانه پوليس او امنيتي چارواکي دي چې په يوه نه يوه توگه له شمالي ټلوالې او د امرالله صالح له کسانو سره په ټکر کې دي. جنرال سالم احساس، نظر شاه، جنرال عبدالرحمن او داسې نور هغه کسان دي چې په کابل کې يې د شمالي لنډغرو مخه نيولې وه، له همدې امله د صالح ملي امنيت د هغوى په وړاندې خنډونه جوړول، د جنرال سالم د قوماندانۍ پر مهال چې کوم بريدونه په کابل کې وشول، په ډېرو کې يې د ملي امنيت د لوى رياست لاس و. د غويي د اتمې په بريد کې هم د ډېرو په وينا د شمالي ټلوالې چې صالح يې ټينگ غړى دى او ملي امنيت يې هم په خدمت کې دى لاس و. ددغه بريد زور بيا هم متاسفانه له پښتنو ووته، د کابل تکړه امنيه قوماندان د هغه څارنوال لخوا تعليق شو، چې د دوستم ښکر يې ورمات نشواى کړاى، د جرات لخوا يې وهل وخوړل او چکري ورته سپکې سپورې ووېلې. څارنوال ثابت اوس له امريکايانو زده کړي دي چې د افغانستان کوم خلک ښه وهلى شي. که په کنړ، پکتيکا او هلمند کې امريکايان د پښتانه سپين ږيرى او ماشوم وژلى شي، په کابل کې هم د جنرال فتاح په اشاره څارنوال ثابت د پښتنو سټې له واکه لرې کولاى شي.


لوى څارنوال چې په ډارنتوب کې ورته هر افغان لوړه نمره ورکړې، په دومره بېړه د کابل د پوليسو او امنيت پښتانه مشران لرې کړل، چې په دومره وخت کې يې د جرات او دوستم په اړه خبره هم ونکړاى شوه. له جبار ثابت نه خلکو هيله لرله چې دوستم چې د يو چا پر کور او کورنۍ يې بريد کړى و محکمې ته را وکاږي، خو هغه د دې کار پر ځاى هغه څوک را و پرځاوه چې د دوستم کوريې کلابند کړى و او ويل يې چې د څارنوالي د حکم پر اساس دې ته حاضر دى چې دوستم لاس تړلى بنديخانې ته واچوي. جنرال احساس د يوه افغان او مسلکي پوليس په توگه هر هغه څه چې يې له لاسه کېدل د کابل د امنيت په اړه وکړل. هغه د خداى بښلي خاکرېزوال په څېر په کابل کې د شمال لنډغرو د مخنيوي هڅې هم وکړې، خو شماليوال کله دا مني چې له کابل نه دې ددوى واک ختم شي. لوى څارنوال هم همدې ته په کتو هغه څه وکړل چې ټول هيواد يې پې خفه کړ. افغان ولس لوى څارنوال ته وړانديز کوي چې دا نور څه پښتانه هم چې په کابل او يا نورو ولايتونو کې کار کوي له دندو تعليق او وروسته لرې کړي، داځکه چې هغوى نه حضرت لري، نه فهيم او رباني چې ملاتړ يې وکړي، هغوىدداسې يوه ولسمشر تر واک لاندې کار کوي چې يوازې خپله څوکۍ او شمالي لنډ غر ورته مهم دي نه کوم بل څوک.


ولسمشره ښه پرېکړه دي وکړه !


د پارلمان يوه غړي راته ويل چې يو وخت د افغانستان د ملي امنيت مشر امرالله صالح له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو کرزي يې استعفا تر شپږو مياشتو وځنډوله او بيايې ځواب ورته راولېږه چې ته له دې دندې نه شې گوښه کېداى. له هغې وروسته د کابل ښاروالي مرستيال ښاغلي غرزي خواخوږي له دې امله چې همدې د شمالي لنډغرو د طالب او کمونيست په نامه سپک کړ او بدې بدې خبرې يې پسې وکړې ولسمشر ته د دندې پرېښودو وړانديز وکړ. ولسمشر هم بې له ځنډه د نوموړي پرکاره چارواکي استعفا امضا کړه او غرزى يې له حکومت نه ووېست. دا ځل هم ولسمشر ډېره ښه پرېکړه وکړه، د يوه مسلکي، په کار پوه او هڅانده امنيه قوماندان جنرال سالم احساس خبره چې کله تر ده ور ورسېده، د شمالي ټلوالې د غلو لست ته يې لاس کړ او ايوب سالنگي يې د هغه پر ځاى امنيه قوماندان وټاکه. د ولسمشر کله دا په کابل لورېږي چې غلاوې او شوکې دې ترې ورکې وي، له همدې امله يې د غلو يوه مشر ته بيا د کابل قومانداني ورکړه او يو ځل بيا يې خلکو ته وښوده چې دلته يوازې غله د ژوند کولو حق لري نه عام خلک.  ولسمشر ته خو د بابه جان، سالنگيانو او امان الله گذر قوماندانيانې مالومې دي، هغوى خو هم د خلکو په مال تېرى کوي او هم د خلکو په ناموس، نو څنگه يې دې ته زړه ښه کړ چې يو ځل بيا هغوى ته د کابل واک ورکړي. خداى دې ولسمشر ته خير ورکړي، ددې خلکو دومره غم ده ورسره چې د لږ وخت لپاره يې هم د پخوانيو دوستانو د رحمت له سيوري لرې نه پرېږدي، که شمالي ټلواله دا څه موده له کابله لرې وه، اوس يې بيا د خلکو د خوشحالولو لپاره په کابل واکمنه کړه او د پښتون او پښتو لمن يې د کابل له امنيه قومانداني ټوله کړه. ښه مې په ياد دي، يوځل د هيواد يوه شمالي ولايت ته تللى وم، هلته يو چا راته قسم وخوړ چې همدې سالنگيانو به چې کله د کابل امنيه قوماندانۍ په لاس کې لرله، په خپل موټر کې شهدائ الصالحين او نورو سيمو ته بوول او تاريخي آثار به يې ورباندې را اېستل او بيا به يې په پاکستانيانو پلورل. ولسمشر ته ښايي د شماليوالو پاکستان ضد شعارونو خوند ورکړى وي، خو نه داسې نه ده، هغوى د پښتو او پښتنو لپاره په پاکستان لعنت وايي، هسې خو يې چې گټه وي، خپل هر څه له پاکستان نه ځاروي، هغوى چې د روس غلامي کولاى شي، نو د پاکستان په وړاندې سترگې برگوي؟


ولسمشره آفرين، داد ې ښه پرېکړه وه، پرېنږدې چې په کابل کې د عدالت او امنيت څرک تر سترگو شي، دا پکتياوال دې هم چې دومره پريښى ښه دې نه دي کړي، لرې يې کړه او داسې څوک د جنايي پېښو پر ضد د مبارزې څانگې مشر کړه، چې لږ تر لږه خو د لنډ غرو بانډونه او ډلې ولري. پښتانه څه کوي، شپه او ورځ کار کوي او د ښار له چلونو سره نه دي بلد.


خلک بايد څه وکړي :


دا لومړى ځل نه دى چې داسې کېږي. په لسگونو ځله د کابل او هيواد په کچه داسې شوي چې د پښتون په لرې کېدو او د نورو په ټاکلو کې له منډې کار اخيستل شوى. ولسمشر، لوى څارنوال او د کورنيو چارو وزارت په دې هرڅه ښه پوهېږي، خو متاسفانه چې همدا لاره يې غوره کړې ده. ولسمشر هم ددې پرځاى چې له تېرو کلونو پند واخلي، بيا پخواني کارونه تکراروي او د خلکو په سر د ظلم او وحشت مېچنې گرځوي، خلکو ته په کار ده چې په زغرده نور د ولسمشر ددغو کارونو په وړاندې جبهه ونيسي، د ملت استازو ته هم په کار ده چې د هغه سر په دې خلاص کړي چې د خداى لپاره رايه دې د پښتنو وړې او واکونه نورو ته سپارې. ولسمشر که نور نه سمېږي او په دغو کارونو ټينگار کوي، هر افغان چې په راتلونکو ټاکنو کې له هغه نه ملاتړ کوي د ملي خائن نوم به ورته د افغانستان په تاريخ کې ورکول کېږي ځکه چې همدغه ولسمشر په هيواد کې ملي خائنانونه ملي اتلان جوړوي.