کور / تازه خبرونه / پاکستان افغانانوته دپاتې کيدا وخت ٣ مياشتې وغځاوه

پاکستان افغانانوته دپاتې کيدا وخت ٣ مياشتې وغځاوه

د پاکستان مرکزي کابينې( دوزيرانوشورا)د لومړي وزير نوازشريف پر مشرۍ غونډه وکړه په دې ځانگړى غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستنېدنې او پاتې کېدنې پر لارو چارو خبرې وشوې چې په پاييله کې د افغان کډوالو موده د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې تر ٣١ پورې وغځول شوه دې غونډې ته لومړي وزير نوازشريف وویل چې افغان کډوال [زموږ ميلمانه] دي او کله به هم هېچا ته اجازه ورنه کړو چې هغوی وځوروي ځکه افغانان زمونږ وروڼه اوپر مونږ گران دي دنوازشريف پر وينا د افغان کډوالو ستنېدو پلان به داسې جوړوي چې د پولو دواړو غاړو اوسېدونکیو وگړو پر ذهنونومنفي اغيز ونه شي. لومړي وزير د سيفران( کډوالوچارو) وزير او د ملي ګوندونو مشرانو ته لارښونه وکړ ه چې د افغان کډوالو د مسلو په اړه دې د افغان کډوالو چارواکو سره وویني او خبرې اترې دې ورسره وشي.دا وخت د ٢٠١٦ د دسيمبرپر٣١ پاى رسيده خو اوس پرې ٣ مياشت وخت زيات شو په بیرته ستنېدنه کې اسانتیا شوه