کور / شعر / د ځنګل جګړه ـ منظوم نکل

د ځنګل جګړه ـ منظوم نکل

ahmadwaliachakzai

په يو ځنګل کي وه جګړه د حيوانانو
د سرو بزګړو، د پسونو د غوايانو
د تور چرګانو، د سويانو، موږکانو
د سپين اسانو، غرڅنيو، آهوګانو
د هرې ډلې چي معلوم څو مشران ول
د وري په پوست کي شرمښان ول، خنځيران (۱) ول
دا مشران چي ول له جنګه ګُريزان ول
مړه به هغه ول چي پياده به عسکران ول
دا مشرانو به خوړل زخميان او مړي
ټول عسکران چي به کمزور ول او يا ستړي
د دې جګړو چي مخالف عام حيوانان ول
خوړل کېدل زيات چي کوم څوک سابه خوران ول
درندګانو خنځيرانو ته مېله وه
له څو کلونو را راوانه دا جګړه وه
په دې جګړه کي خنځيران لا زورور سول
درندګان چي ول هغوی ټول خېټور سول
کله زاړه چي مشران دا خنځيران سول
درندګان دا حيوانانو ته ګويان سول
ويل جګړه به نوره نه کوو چي بس ده
ډېره اوږده سوه دُښمني دا نوره بس ده
موږ به نظام ښکلی رامنځ ته کړو يو نوی
نه به جګړه وي نه به وينه وي نه مړی
په دې ځنګل کي به حاکم نوي ځوانان سي
ورباندي ښاد به د ځنګل ټول حيوانان سي
له دې اعلانه حيوانان مثبت خيال سول
د سولي ژوند ته هيله مند سول ډېر خوشال سول
په دغه حال کي يو عقاب هم په بيان سو
د دې ځنګل و حيوانانو ته ګويان سو
ويل زه څارم له هوا څخه جنګونه
مشران وينم له فضا لوی لوی نسونه
تاسو چي کله په جنګو کي ګرفتار واست
په خپلو وينو کي چي ډوب له ژوند بېزار واست
دفن کول چي دا ځنګل مړي چيچيان خپل
درندګانو زېږول درته بچيان خپل
ستاسو په غوښو يې هغوی درته لويان کړل
سلو پردو کي يې هغوی درته ځوانان کړل
دغه لېوان دا خنځيران دا مشران ټول
مني په تاسو خپل راتلونکي قاتلان ټول
که په رشتيا تاسو له جنګه په عذاب ياست
په دې جنګو کي له بدتره هم خراب ياست
نو هغه څوک چي يا پخپله کوم لېوه وي
يا ملاتړی يا ملګری د لېوه وي
هغه حيوان چي خوري دی غوښي د حيوان
يا په حرامو يې چاغ کړی وي خپل ځان
که وي دی پلار او يا که زوی وي د خنځير
يا په جګړو کي بډای سوی وي امير
هيڅکله مشر چي يې جوړ نه کړئ د ځان
او نه په حکم يې بل ووژنئ يا ځان
چي خپل زوی ساتي د بل استوي و جنګ ته
داسي خنځير مشر چي پرې نږدئ خپل څنګ ته

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۱۰مه نېټه، بون

(۱) د Entelodont په نوم لرغونی د خنځيرانو نسل غوښې خوړونکی ؤ

__________________________________________

د احمدولي اڅکزي له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه