کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاكستان پخپله پخپل كيندلي څاه كښي ولويد

پاكستان پخپله پخپل كيندلي څاه كښي ولويد

د پاكستان اردو د پېښور په ښار كې د مشرف له غونډو د طالبانو پرضد خپلې حملې پيل كړي دي. له دې سره، چې ډيرى پردې باور دي، چې دا حملې او دا تبلغات، چې ګواكې پاكستاني طالبان د پېښور د نيولو خيال لري نمايشي بڼه لري، خو بياهم ليدل كېږي، چې د پاكستاني اردو هيلي كوپترې د دغه ښار پرفضا كې راڅرخي او د باړې او ادم خيلو د درې لارې څاري او دا هغه سيمې دي، چې ويل كېږي، ګواكې طالبان به له همدغو لوريو پرپېښور بريد كوي. خو دا چې پاكستاني طالبانو څرنګه په دومره بيړه وده وكړه، چې اوس په پېښورهم د حملې تابيا كولاى شي، د غور وړ ده؟


ډيرى پردې باور دي، چې پاكستان د دغې سناريو په جوړولو سره له يوې خوا له غربيانوڅخه د امتيازونو د ترلاسه كولو په فكر كې دى او له بلې خوا په افغانستان كې ميشتو بهرنيوځواكونوته دا ښيي، چې پاكستانى دولت نه يوازې د طالبانو ملګرى نه دى، بلكى د هغوى له خوا د پاكستان يو لوى ښار ترحملې لاندې راځي.


دا انګېرنې ځكه پرځاى دى، چې په دې وروستيو كې د افغانستان په دننه او بهركې د ناټو زيات شمېر قوماندانانو دا باور څرګند كړ، چې پاكستانيان د طالبانو په تقويه كولو او افغانستان ته يې په استولو كې لوى لاس لري او د افغانستان د خرابۍ او بربادۍ يو علت په همدې لاسوهنې پورې تړي او د پاكستان دولت له همدې كبله ځان ترفشار لاندې احساساوه او د پېښور د ګواښنې سناريو يې جوړه كړه.  خو جالبه دا ده د پاكستان اردو، چې په پرمختلو وسلو مجهزه ده او هوايي ځواك يې په اف ۱۶ الوتكو سمبال دى او شمېريې يومليون تنو ته رسېږي او په كلنۍ كچه ۴۰ هستوي راكټونه توليدوي، چې كېداى شي اوس يې شمېره نوره هم پسې لوړه شوې، څرنګه په دې نه توانېږي، چې پېښورته د طالبانو د راتګ او خوځښت مخه ونيسي.حال داچې همدغې اردو په نيمه ورځ كې د سوات د طالبانو سټې داسې راوويستي، چې له پاكستان دولت سره د سولې له تړون پرته ورته بله لاره پاتې نشوه ا و اوس دا دى يو ناڅاپه طالبانو د مشرف له غونډيو نه د پېښور ښار د ګواښولو او نيولو اعلان كړى، چې ګواكې سقوط ته به شي.


كه چېرې خپله امريكايان او انګرېزان داسې يوڅه ونه غواړي، طالبان به خپله پوزه هم دغه ښارته ونه ښودلى شي،  او دا ځكه چې پېښور له كلونو راهيسې دغو هېوادونو په تېره بيا امريكايانو ته فوق العاده ارزښت لري او اوس اوس د امريكا د اسيايي ثبات د ستراتيژۍ د پلې كولو ټاپو ګڼل كېږي او كه چېرې خپل رضايت يې نه وي نو ناشونې ده، چې چا ته دا اجازه وركړي، چې دا ښار ونيسي. د پاكستان دولت، چې د طالبانو په بېلابېلو سطحو كې په طالبانو كې نفوذ لري او په دې وروسيتو كې د بيت الله مسعود له لورې له ټاكلو ګستاخيو سره مخ شوى دى اويا د يوه بل تكتيك له مخې غواړي، چې هغوى خپل اپوزيسيون وساتي، دا دى اوس د وزيرستان دوه نورو واكمنو ملايانود يوه تنظيم د جوړولو خبره كړې، چې ګواكې د بيت الله مسعود او طاهر يولداش د جنګيالو په وړاندې به سره وجنګېږي، ځكه هغوى بيت الله مسعود تورنوي، چې  له يولدايش سره د قبايلي لښكرو او قومي مشرانو د جګړو پرمهال يې د تښتېدلو ازبكانو ملاتړ كړى او د قومي جرګې ۲۲ تنه غړي يې وژلي دي. د پاكستان دولت په ظاهره له دغې طرحې څخه ملاتړ كوي او د بيت الله مسعود ترڅنګ په ډېره چټكۍ د دغه تنظيم وده شونې بريښې.


په پېښور باندې د طالبانو د حملې خبردارې، د دغې سيمې پښتانه، چې كلونه كلونه له قبيلوي دودونو او فرهنګ سره روږدې دي او خپلو قومي مشرانوته خورا  درنښت كوي لږڅه اندېښمن كړي دي او داځكه چې طالبان دا مشران د خپلو سياستونو په وړاندې خنډ بولي او هغوى وژني ، تراوسه يې د دغو مشرانو ۲۲۶ تنه وژلي دي، چې دا په خپل ذات كې يوبل ډول حركت دى. دا خوځښت او حركت ترهغه ځايه مخته تللى، چې په دې وروستيو كې يو تن د ډاكټر عمر په نوم اعلان كړه، چې يو تنظيم يې د ملا وژنې يا ملايان ووژنى په نوم جوړ كړى او د پاكستان له دولت څخه يې د وسلو او مهماتو غوښتنه هم كړې ده او اعلان كوي، چې د طالبانو او ملايانو پرضد به وجنګېږي. په پاكستان كې مذهبي معتدله ګوندونو له دې سره ، چې د دا ډول تنظيم د جوړېدو په وړاندې شديد عبرګون ښودلى او هغه يې د اسلام ضد بللى، خو طالبان يې هم محكوم كړي دي، چې نه بايد په داسې كارونو لاس پورې كړي، چې خلك تردې اندازې ترې متنفره شي.


له دې سره، چې جګړه د پاكستان په ځينو سيمو كې جريان لري او د هغه هېواد اردو او پوليسو ټاكلي امنيتي او جنګي ترتيبات نيولي دي، دا مياشت د افغانستان لپاره هم ډېره خونړۍ وه او طالبانو زياتې حملې كړي دي.  جمهور رئيس حامد كرزي اعلان كړه، كه چېرې د  پاكستان دولت د طالبانو په وړاندې په جګړه كې ځواكونوته اړتيا ولري حاضر دى، چې ورسره مرسته وكړي. له دې سره، چې په دغه وړاندېز كې يوازې حسن نظرليدل كېږي، هېڅ شك نشته، ځكه چې نه پاكستان مرستې ته اړتيا لري او نه هم جمهور رئيس كرزى د افغانستان حالاتو ته په پام په داسې مرستې توانيدلى شي، خو جمهور رئيس كرزى غواړي دا ووايي، چې چاه كن خودش به چاه است. پاكستان بايد له خپلو تېرو كړونو د عبرت درس واخلي.