کور / تازه خبرونه / لومړی سوېډني پښتو قاموس آنلاين سو

لومړی سوېډني پښتو قاموس آنلاين سو

ahmadwaliachakzai

د قاموسونه تکی کام انټرنټي پروژې د سوېډني پښتو لومړی قاموس آنلاين کړی دی. دغه تازه آنلاين سوی قاموس څه باندي ۲۰۰۰۰ سوېډني لغتونه لري چي په پښتو ژبه ژباړل سوي دي.

د سوېډني پښتو دغه قاموس نه يوازي د قاموسونه ټکی کام پر انټرنټ پاڼه بلکه د دغې پروژې له خوا د اندرويد او اېپل موبايلونو له پاره په ځانګړو اېپس کي هم استعمالېدلای سي. د دغو اېپس لينکونه تاسو د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه موندلای سئ.

د يادولو وړ ده چي د سوېډني پښتو دغه قاموس صرف انلاين بڼه لري او په چاپي توګه نه سي ترلاسهکېدلای. دا هم بايد وويل سي چي دغه قاموس لا تر اوسه امتحاني بڼه لري او ښايي بعضي معناوي پکښي اضافي او ناسمي وي.

دغه سوېډني پښتو قاموس د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر به ۱۷مه نېټه په سوېډن کي د جوړېدونکي علمي سيمنار په وياړ آنلاين کړل کيږي.

د قاموسونه ټکی کام پروژه www.qamosona.com ګڼ شمېر پښتو قاموسونه آنلاين وړاندي کړي چي د سوېډني پښتو قاموس خپرېدنه د دغې لړۍ يوه بله کړۍ ده. قاموسونه ټکی کام غواړي چي د امکان تر حده پښتو ژبه د قاموسونو په دګر کي د نورو ژبو سياله کړي.

هيله ده چي دغه اعلان په فيسبوک کي share کړئ چي لا زيات خلک له دغې پروژې خبر او مستفيد سي.
ستاسو د دعاؤ په هيله
ورور مو
احمدولي اڅکزی
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs