کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د خبريال روحاني وژنه او د ژورنالستانو انديښنې

د خبريال روحاني وژنه او د ژورنالستانو انديښنې


په هلمندولايت كي دبي بي سي راډيواوپژواك افغان خبري اژانس خبريال عبدالصمدروحاني دشنبي په روځ په داسي حال كي چي له خپله كوره دوتوپه حال كي وودلښكرګاه ښارپه كارته لګن سيمه كي وتښتول سواوپه داسبايي مړي دبولان په هديره كي  په داسي حال كي وموندل سوچي دري ځايه په چاقووهل سوي وواوچاقويي له بغل سره پروت وو.


دصمدروحاني جنازه ددوشنبي په ورځ دسهارپرلس بجي په مارجي ولسوالي كي ددوي په خپله پلرنۍ سيمه كي دزرګونوويرجنوژورنالستانو، ليكوالانواوولسي وګړوپه ګډون خاوروته وسپارل سول .


نوموړي چي يوبي پري اوپه كارپوه ژورناليست وو۲۵كاله عمريي درلوداوددريوكلونوراپه ديخوايي له بي بي اوپژواك خبري اژانس سره هلته كاركاوه .


دروحاني دوژني ترخبرخپريدووروسته دوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدي رسنيوته  وويل چي روحاني دوي نه دي وژلي اودوي ورسره كومه ستونزه نه درلودل .


په همدي ډول نودروحاني دتښتوني اووژني ډول اوددغه كاردترسره كونكوپيژندنه نه ده سوي اوابهام په پرده كي نغښتي پاته ده .



داچي ارواښادروحاني له خپله كوره چي دلښكرګاه ښارپه مركزي سيمه كارته لګن كي موقيعت لري تښتول كيږي اوبيايونامالوم ځاي ته وړل كيږي ، شوني نه ده چي دتښتوني په جريان اوياهم په لاره كي دي يي څوك وويني اويادي هغه كسان چي له ده سره يي  ژوندكاوه اوورسره يي پيژندل په دي دي نه وي پوهيدلي چي تښتونكي څوك وو؟ په كوم وضعيت كي يي قراردرلود؟ ايادطالبانوغوندي كسان وو، نظامي جامي يي په تن وي اوكه دبهرني ځواكونوغوندي ټوپك په لاس ځغروال عسكروو؟


په دي اړه په رسنيوكي هيڅ كومه تبصره اومركه نه ده سوي اونه هم دبي بي سي خبريالانوپه دي اړه څه ويلي اوپه دي ترتيب دروحاني وژنه په يودول ناڅرګندتيااوابهام كي لويدلي .



هلمنددهيوادترټولوناارامه اوكركيچن ولايت دي ، په دغه ولايت كي انګليسي ځواكونه ميشت دي چي بي بي سي هم له همدي هيوادسره تړاولري .


انګريزانوددغه ولايت په مركزلښكرګاه كي يوه لويه كونسلګري لري چي د۳۶ديپلوماتانوپه لرلوسره ترسفارت هم چي په مركزكابل كي دي زيات كاراوفعاليت كوي .


دغه کونسلګري دانګريزي عسكرودقومنداني سربيره چي په دغه ولايت كي له وسلوالوطالبانوسره په جګړوبوخت دي دځينولوروسره په اړيكواوجوړجاړي كي دي .


خوپه هلمندكي دافغان طالبانوبرسيره دالقاعده نړيوالي شبكي سره تړلي دنړي له بيلابيلوځايونوڅخه راغلي افراداوډلي هم سته اوله همدي امله هغه افغان طالبان چي هلته ميشت دي ډيرلږصلاحيت لري چي دانګريزانوسره په جوړجاړي اوله افغان حكومت سره په خبرواتروكي تصميم ونيسي .



لهذاددغه خبريال وژنه ددغوټولواختلافاتوپه منځ كي اوپه دغه ډول چتكۍ سره چي ډيريي حيران كړي ناسياسي نسي كيداي .


اوهمدالامل دي چي دهغه تښتونكونه دڅه پيسوغوښتنه وكړه اونه هم دهغه دتښتولووروسته داړيكي كوم فرصت پاته سو.


هغه بيانونه چي په هلمنداوكندهاركي دخبريالانوله لوري وركول كيږي هم ناروښانه دي چي داپخپله ددي ښكارندويي كوي چي په دغه ولايت كي ددغه ډول وژنووتحقيق اومالوماتوته لاسرسي ترډيره شوني نه دي اوډيرداسي لاملونه سته چي ژورنالستان اړباسي چي پرډيروموضوعاتوخوله پوټه كړي .


دصمدروحاني وژنه كه له يوه لوري په هلمندكي سخته ناامني اودامنيتي ځواكونوكمزوري ښيي نوله بله پلوه بياپه دغه ولايت كي دميشتوبهرنيوځواكونوترمنځ اختلاف اودمطبوعاتيانودكاردمحدودولودهڅي څرګندويي كوي .


چي په څونه پيمانه ضربه منلاي سي اووروسته تردي پيښي به نوهغوي له پوره احتياط اومحافظه كاري نه كاراخلي .


دغه وژنه په داسي حال كي رامنځته كيږي چي تردي مخكي هم دهمنداوكندهارګزارشګرانوهڅه كوله ترڅوټول بدوضعيت اوهغه پرلپسي تهديدونه چي چي له وړاندي يي اټكل نسواي كيداي په نظركي ونيسي .


دروحاني په وژنه سره دډيرولپاره داپوښتنه پيداسوي چي كه چيري دنهوزروپه شاوخواكي انګريزي عسكراوبيلابيل افغان امنيتي ارګانونه په دي نه توانيږي چي دلښكرګاه غوندي يوه كوچني ښارچي له هيڅ لوري په كوم بهرني هيوادپوري نه دي تړلي امنيت ونيسي ، بيانوپه دغه ښاركي ددونه شميركورنيواوبهرنيوامنيتي ځواكونوموجوديت څه مانالري ؟


همدااوس چي يوازي دري ورځي دروحاني پروژنه اوړي ، يقيناچي نسي كيداي په دونه چټكۍ سره ددغه ډول جزئياتوپرسربحث وسي ، مګروروسته ترڅوورځووروسته ښايي دسيمي خلګ ، دروحاني همكاران اودوستان ددغي مرموزي وژني ټول تاريك كونجونه روښانه كړي اوپايلوته به ورسيږي .


ځكه چي دغه ډول وژني دعواموپه منځ كي نادره پټ پاته كيږي .


كه څه هم چي دافغانستان حكومت هم اعلان كړي چي دروحاني وژونكي په ګوته كوي خو په دولتي اداروكي فساداوبيكاري ته په پام سره په ځانګړي ډول په هلمندغوندي سيموكي چي دهغوي لپاره دګرځيدوراګرځيدچنداني زمينه هم نه ده مساعده ، څوك باورنسي كولاي چي له دي لاري دي څه وسي .


په تيركي هم په دغه ډول څومواردوكي حكومتي تحقيقاتوچنداني ښي پايلي نه دي لرلي .