کور / خبرتیا او پيغامونه / د بېنوا ويبپاڼې په باب د بېنوا فرهنګي ټولنې پرېكړه

د بېنوا ويبپاڼې په باب د بېنوا فرهنګي ټولنې پرېكړه

 


بېنوا فرهنګي ټولنه
Benawa cultural society, Kandahar Afghanistan


نېټه: ۱۱ جون ۲۰۰۸
د لوى او بخښونكي خداى په نامه



د بېنوا ويبپاڼې په باب د بېنوا فرهنګي ټولنې پرېكړه
بېنوا ويبپاڼه چې د بېنوا فرهنګي ټولنې د برېښنايي خپرني ارګان په توګه د ۲۰۰۴ كال د جولاى په مياشت كې د افغانستان د ملي او فرهنګي ارزښتونو د بيا رغونې او بډاينې په موخه را منځته شوې وه، په دې وروستيو كې د يو لړ ستونزو او داسې ليكنو د خپرولو له امله چې د بېنوا ټولنې له پاليسۍ سره په ټكر كې راغلې او يو شمېر لوستونكو يې د كاركوونكو پر ملي دريځ شك وښود، د بېنوا فرهنګي ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ تر يو لړ هلو ځلو او سلا مشورو وروسته هم و نه توانېده چې بېنوا ويبپاڼه د خپلې ټاكل شوې پاليسۍ چوكاټ ته بېرته برابره كړي.
تر هغه وروسته چې خالد هادي حيدري د بېنوا ويبپاڼې د مرستيال محمد عمر واحديار او د بېنوا ټولنې د نورو غړو پر مخ بېنوا پاڼې ته د ننوتلو كوډونه (شيفرونه) بند كړل، بالاخره د بېنوا ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ د پښتو ژبې او ادب له ځينو مخورو مشرانو او ليكوالانو سره تر سلا مشورو وروسته پرېكړه وكړه، تر هغه وخته چې بېنوا ويبپاڼه بېرته خپل ملي دريځ ته راګرځي او د بېنوا ټولنې د امتياز په توګه نوموړي ټولنې ته سپارل كيږي، د روان ۱۳۷۸ كال د حمل له ۲۷ مې نېټې څخه چې د ۲۰۰۸كال د اپريل له پنځلسم تاريخ سره سمون خوري، د بېنوا ويبپاڼې او پكښې د خپرو شويو مضامينو مسوليت د بېنوا فرهنګي ټولنې پر غاړه نه، بلكې يوازې په ښاغلي خالد هادي حيدري پورې اړه لري


.
په درنښت 
د بېنوا فرهنګي ټولنې په استازيتوب
عبدالاحمد محمديار
كندهار_افغانستان
۲۲/ ۳/ ۱۳۸۷






تبصره نسته

  1. دا د افسوس څخه ډک خبر دی. مونږ تل په یووالي ګټلې ده او په بې اتفاقۍ مو بایللې ده. دومره انانیت او بې اتفاقۍ ته څه ضرورت دی چې یو کس دې په یوه برېښنا پاڼه خېټه واچوي. دا وخت د بې اتفاقۍ او شخصي ګټو د لټولو نه دی. د بېنوا له پاڼې څخه د خلکو ډېر امیدونه دي. د خدای خاطر وکړۍ او سره یو شۍ. د بېنوا خو لوی زور ؤ. په تېرو څو کلونو کې په ټولو مهمو ملي مسایلو کې بېنوا مهمه ونډه اخستې ده. زما په اند خو مخدوم رهین همدې برېښنا پاڼې پسې واخیست.

    بېنوا پاڼې ته ځکه خلکو په درنه سترګه کتل چې د ملي مسایلو د ملاتړو په موجونو سپره ده. که اوس چېرته په کوم خر سپره شي او د چاپړوسۍ لاره ونیسي نو بیا به یې نه قدر وي او نه هم کوم اغېز.

    د ډېر خفګان ځای دی چې زمونږ امیدونه زمونږ په مخکې رژېږي. خدای دې له هغو انتقام واخلي چې زمونږ احساس او خواریو ته په بده سترګه ګوري. زمونږ په احساس سوداګري کوي. تر هغو مو ملګري وي چې ګټي راکې ویني. خو چې کله یې ګټې خلاصې شي بیا په مخ څپېړې راکوي.