کور / طنز / ګوته – طنز

ګوته – طنز

ښائي د گوتې ورکولو سنت زموږ‎ ټولنې ته د بې سنته ھندوانو د ودونو له رسمونو څخه را کاپي شوې وي۰ ځکه خو  موږ‎ ورته پخپله ژبه کې مناسبه کلمه ھم نه لرو۰ ھغوی ھغې یوې ته چې د کوژدې په مراسمو کې ئې ھلک جینۍ ته ورکوي، انگھوٹی وائي او دا بله بیا اُنگلی بولي خو موږ‎ دواړ‎ہ گوتې بولو۰ 
Pirzada حفیظ الدین پیرزادہیو زرگر اشنا مې ویل په بازار کې له یوہ ښکلي ھلک سرہ مخ شوم۰ ویل ئې: پلار مې تاسې ته رالیږ‎لی یم، بله ورځ زما کوژدہ دہ، که تاسې یوہ گوته راکړ‎ئ! ما ورته وویل: په بازار کې خو دا کار ناشونی دی، مازدیگر دوکان ته راشه، داسې گوته درکړ‎م چې ټول عمر به ئې یاد ساتې!!
گوته ورکول اوس ھم زموږ‎ په لیرې پرتو کلیوالو ځایونو کې چندان نشته، خو په ښاري او ورسرہ خوا کې نژدې سیمو کې دا رواج ساري او جاري دی۰ 
د گوتې ورکولو ټوله پروسه داسې پیلیږ‎ي چې کله د جینۍ کورنۍ 
د ھلک پر غلامۍ رضا شي نو بیا د دواړ‎و فامیلونو لخوا د کوژدې د مراسمو لپارہ یوہ ورځ وټاکل شي او په ھماغه ورځ دواړ‎ہ کورنۍ، خپلوان او نور دوستان را غونډ شي۰ ھلک د ټولو په حضور کې جینۍ ته گوته ورکړ‎ي۰ دغه وخت چکچې شي مبارکۍ شي، ھلک چې د ټولو خپلوانو مبارکۍ، چکچکې او خوشالۍ ویني، بیخي بلې ھوا ته والوځي او داسې فکر کوي چې گواکې د تورخم دروازہ ئې پخپل مټ نړ‎ولې۰ جینې ظاھرآ شرمیږ‎ي خو په زړ‎ہ کې وائي: ښه شوہ بچو چې دا گپ تا پخپله ازاد کړ‎۰ اوس به دې زہ ھم خوښه شم! څه مودہ وروسته وادہ وشي او بیا ھمدا جینې ھماغه بیچارہ ھلک ته ټول عمر گوتې ورکوي۰ په پیل کې ئې ھلک بدہ مني خو له شرمه څه نه وائي، ورسته بیا تور غوږ‎ی ( روږ‎دی ) شي۰ ھمدغه د قسمت پریکړ‎ہ وبولي او ورته تسلیم شي۰
زموږ‎ د کلي مولوي صیب تیرہ جمعه په خطبه کې د نکاح فضایل بیانول۰ ھغه وویل نکاح عقد دی او عقد غوټې ته وائي چې پر مټ ئې د دوہ انسانانو ژوند سرہ غوټه کیږ‎ي۰ دغه مھال یو ځوان چې د وادہ ئې کال دوہ کیدل، ورپاڅید، او ورته ئې وویل: نه مولوي صیب! ته خطا شوې! دا غوټه نه دہ ځکه غوټه خو سړ‎ی خلاصولی ھم شي، داسې ووایاست چې دا د اوړ‎ي ژاوله ده که یو ځل دې په جامو پورې ونښته بیا ئې والله که د چا پلار در څخه لیرې کړ‎ي۰ 
څو کاله وړ‎اندې زما گران ملگري او خوږ‎ ژبي شاعر ھاشمي صیب  پخپل وال یو پوست نشر کړ‎ی و۰ لیکنه د استاد ایوب ددې مشھورې سندرې، ای عشقه نامرادہ! تا څه په غمو سر کړ‎م، په اړ‎ہ وہ۰ ھغه لیکلي و: چې کله سړ‎ی د استاد ایوب په خوږ‎ آواز کې دا سندرہ اوري نو یو بل راز تاثیر پرې کوي او بې اختیارہ ئې له سترگو اوښکې روانیږ‎ي۰ نه پوھیږ‎م چې د ھاشمي صیب په ھغه پوست  ما څه تبصرہ کړ‎ې وہ خو که ھغه ھماغه پوست اوس  نشر کړ‎ی و نو زما تبصرہ به پرې څه دا شان وہ : د استاد ایوب دې سندرې ته مختلف خلک ژاړ‎ي چې د ژړ‎آ لاملونه ئې سرہ جلا دي۰ ځینې د استاد ایوب له سوز څخه ډک آواز ژړ‎وي، ځینې بیا چې په خپله مینه کې نامرادہ شي یانې د خپلې خوښې جینۍ ته له گوتې ورکولو پاته راشي ھغه بیا ټوله پړ‎ہ پر عشق اچوي، ښیرې ورته کوي، بد او نامرادہ ئې بولي۰ دغه ډله ناکام عاشقان له نورې سندرې سرہ کار نه لري، یواځې ای عشقه نامرادہ او ای عشقه نامرادہ له ځان سرہ وائي او ورته ژاړ‎ي۰ او ھغه چې پخپل عشق کې بریالي شوي وي، یانې د خپلې خوښې جینۍ ته په گوته ورکولو کامیاب شوی وي او پر وادہ ئې  ھم کال دوہ اوښتي وي، ھغه بیا د سندرې دې برخې سرہ چې وائي تا څه په غمو سر کړ‎م، ژاړ‎ي۰

زما زوړ‎ اشنا وزیر گل د گوتې ورکولو دود ھندی نه بولي۰ ھغه وائي دا کلتور انگریزانو له ځان سرہ د ھند لوئې وچې ته راوړ‎ی۰ د وزیر گل په اند نورو ته د گوتې ورکولو عمل غربي پدیدہ دہ۰ ھغه مخکې وائي: غربیانو زیات و کم دوہ سوہ کاله د ھند لویه وچه ولوټله۰ ھلته ئې چې څه ارزښتناک شیان، تاریخي اثار، سرہ او سپین، قیمتي کاڼي د کوہ نور په گډون پیدا کړ‎ي، نو ئې ترې خپل وطن ته وړ‎ي، او د دې دوہ پیړ‎یو لوټ او چپاول په بدل کې ئې ورته خپله ژبه، انگریزی قانون او د گوتې ورکولو دود پرې ایښی، انگریزانو د خپلو وتلو پر مھال لوی او متحد ھندوستان تقسیم کړ‎ او د ھند ولس ته ئې د منځنۍ گوتې پر ښودلو گوډ بای وویل۰
سرہ له دې چې د منځ گوته ښودل په غربې کلتور کې د کنځلې پر مانا دہ، خو وزیر گل ئې په دې ځانگړ‎ې قضیه کې پر کنځلو نه تعبیروي او وائي: د گوتې له ښودلو څخه د انگریزانو موخه ھندي ولس ته ھمدغه توصیه او سپارښتنه وہ چې د ھغوی  په نه موجودیت کې به یو بل ته د گوتې ورکولو دود جاري ساتي۰ 
ښائي ھمدا لامل وي چې د انگریز له وتلو څخه را وروسته ھم د ھندوستان دواړ‎و برخو ( ھند او پاکستان ) تر نن پورې یو بل ته د گوتې ورکولو ھیڅ فرصت له لاسه نه دی ورکړ‎ی۰ او ھند خو لا یو ځل خپل مدِ مقابل ته داسې گوته ورکړ‎ہ چې په منځ ئې نیم کړ‎۰
په افغانستان کې مفشن عبدالله د انتخاباتو نتایج نه منل او ویل ئې: زما په موجودیت کې به بل کوم کُجا وي چې خلک ورته گوته ورکړ‎ي۰ بل خوا ولس خپلې ھغه ککړ‎ې گوتې چې مفکر صیب ته ئې ورکړ‎ې وې د تلویزونونو پر پردو نیغې نیغې کولې خو د ھغه پرې تسل نه کیدہ۰ نو د مجبوریت له مخې خبرہ د زوړ‎ انگریز نوي میراثخور ملک جان کیري اکا ته پاته شوہ، او داسې پریکړ‎ہ وشوہ چې ملک اکا پر ھر چا گوته کیښودہ، ھماغه ته به ولس له ھغه بل څخه ډیرې گوتې ورکړ‎ې وي۰ خو ملک اکا د خپل ملکي جبلت ( خوی )په تقاضا زموږ‎ سرہ داسې گوته وکړ‎ہ چې اوس ئې ټول گنگس کړ‎ي یو او د ماشوړ‎ې سر او پښې ئې راڅخه خطا کړ‎ي۰ انگریزانو له ھندوستان څخه د خپلو وتلو پر مھال ھند نیم کړ‎ او ځایناستو ئې زموږ‎ حکومت!! که انگریزانو د ھند ولس ته د منځ گوتې په ښودلو گوډ بای ووایه نو ځایناستو ئې له مفکر څخه د منځ گوتې کار واخیست او ټول افغان ولس ته ئې پرې ویلکم ( ستړ‎ي مه شي ) ووایه۰
زہ او وزیر گل ھم ټولوھغو ملگرو ته ستړ‎‎ي مه شي وایو  چې مفکر صیب ته ئې په انتخاباتو کې گوتې ورکړ‎ي. او اوس زموږ‎ پشان له قرضدارانو پټ گرځي۰

حفیظ الدین پیرزادہ
د ۲۰۱۶ م کال د سپتمبر ۱۲ ستاکھولم