کور / تازه خبرونه / د نوبل د سولي جایزه د کولمبیا ولسمشر سانتوس وګټل

د نوبل د سولي جایزه د کولمبیا ولسمشر سانتوس وګټل

د نوبل د سولي ستره جایزه سږ کال (۲۰۱۶) د کولمبیا ولسمشر سانتوس وګټل. د نوبل د ناروېژي کمېټې دلیل دا دئ چي ولسمشر سانتوس وتوانېدئ چي د هیواد نیمي پېړۍ جنګ ته د پای ټکی کښېږدي او د فارک د ‌‌‌‌‌‌ډلي سره د سولي تړون لاسلیک کړي.

د کولمبیا حکومتي چارواکو او د فارک د ډلي مشرنو شاوخوا څلور کاله خبري اتري وکړې. بالاخره سږ کال په سپټمبر کي موافقې ته ورسېدل. 

د نوبل د سولي جایزه د کولمبیا ولسمشر وګټل

د يادوني وړ ده چي د نوبل د سولي جایزه یوازینۍ د نوبل جایزه ده چي په ناروې کي يې د نوبل د ناروېژي کمېټه اعلانوي. نوري د نوبل جایزې له سويډن څخه اعلانيږي.

مختار احمد احسان