کور / تازه خبرونه / په پېښور کې د پښتود غزل (شهنشاه) خيال محمد پر درنښت درې ورځنۍ غونډه جوړيږي

په پېښور کې د پښتود غزل (شهنشاه) خيال محمد پر درنښت درې ورځنۍ غونډه جوړيږي

ټاکل شوې ده چې د پاک _ افغان خبريالانو د سولې دټولنې له خوا دپېښور په نشترهال کې د اکتوبرله( ٢٤ ) څخه د پښتوغزل ( شهنشاه) خيال محمد پر ژوند او پښتو موسيقۍ ته يې د خدمت پر پار نوموړي ته درنښت درې ورځنۍ غونډه جوړيږي پرسر به ورته دپښتو دغزل(شهنشاه ) تاج کېښودل شي
په دې غونډه کې به دټنگ ټکور،مشاعره ، دلرغونواثارنندارتون ،دتاريخي ځايونوليدنه شامله ده په دې اړه به په پېښور کې دنامتو خبريال ښاغلي ميا فاروق فراق له خوا يوه خبري غونډه هم ترسره شي او په کې به په دې اړه څرگندونې وکړي له کابل ، کويټې د پښتونخوا د بيلابيلو سيمو څخه به ورته بيلابيل شخصيتونه راوبلل شي