کور / اقتصادي / د ۲۰۱۶ز د نوبل د اقتصاد جایزه پروفیسر اولیور او دوکتور بینت وګټل

د ۲۰۱۶ز د نوبل د اقتصاد جایزه پروفیسر اولیور او دوکتور بینت وګټل

د سويډن مرکزي بانک  Sveriges Riksbank سږ کال (۲۰۱۶ز) د نوبل د اقتصاد د ساینس جایزه فنلنډي اقتصاد پوه "بینت هولمستروم" او دوکتور "اولیور هارت" ته ورکوي. دا ځکه چي دوی دوو د قرار داد يا تړون په باب مهمي او اغېزناکي څېړني کړي دي. د نوبل کمېټه د قرار داد په تیوري (Contract Theory) کي د دوی دوو ونډه مهمه بولي. 

د ۲۰۱۶ز د نوبل د اقتصاد جایزه اولیور او بینت وګټل

اولیور هارت انګرېز الاصله امريکايي اقتصاد پوه دئ چي اوس مهال د امریکا د هارورډ په پوهنتون کي درس ورکوي. هارت په ۱۹۴۸ میلادي کال کي په لندن کي زېږېدلئ دئ. بینت هولمستروم په ۱۹۴۹ زېږدیز کال کي د فنلنډ په مرکز هلسنکي کي زېږېدلئ دئ او اوس مهال د امريکا متحده ایالاتو په Massachusetts Institute of Technology کي درس ورکوي او څېړني کوي. 
د نوبل جایزه ۸ میلیونه سويډني کرونه ده چي دواړه يې باید په مساوي ډول سره تقسیم کړي. 

مختار احمد احسان