کور / هراړخیز / باچاخان – خان عبدالغفار خان

باچاخان – خان عبدالغفار خان


          باچاخاندا په خوی کجیر په جامه او کالو فقیر ستر مشر او قومي بومیا په ټوله دنیا کې پوره نوم او شهرت لري او هر څوک یې په ښه شان پیژني .دی په ((باچا خان )) باندې زیات مشهور دی او د (( فخر افغان )) لقب هم ورکړ شوی دی د باچا خان پلار بهرام خان نومیده د هشتغر د اتمانزیو یو سپيڅلی پښتون په قام مامنزی ځمند و.
           باچا خان لومړنۍ او منځنۍ زدکړه د پيښور په ((مشن )) ښوونځي کې وکړه او وروسته د خپل ذاتي وړتوب په زور د ژوندانه په اباسین لاهو شو او د خپل پریوتي قام د بیړۍ را ایستلوکار  ته یې ملا وتړله .په سنه ۱۹۲۱ ع کال په اتمانزو کې  یو آزاد ښوونځی جوړ کړ او په بل کال یې د خدایې خدمتګارو د تحریک بنیاد کیښود .دې اوسپنیز انسان کلونه کلونه د خپلې خاورې ،خپلې ځمکې (پښتونخوا)د خپلواکۍ د پاره له پرنګیانو سره سختې ډغرې ووهلې .د انګریزانو جیلخانې او زولنې دده په نیولو بندي کولو ستړې شوې مګر ده له خپل هوډه لاس وا نه خیست او تر آخره لکه غر کلک ولاړ او لکه د ابا سین په غورزنګ روان وو
       با چا خان په ټول اولس کې د بیدارۍ ساه وپوکله دوی یې له درانه خوب نه را ویښ کړل.د تنظیم او تربیت په لاره یې سم کړل .د سر ښندنې جذبه ی په کې پیداکړه او د یو پښتني هدف په لور یې روان کړل .باچا خان د قام یو سپیڅلی ،پاک زړی او بې ریا مشر وودده په وینا او خبرو کې یو خدایی اثر پروت وو دی یو زور اور او بې جوړې خطیب او خوږ ژبی مشر وو په  زرګونو جرګو او ټولنو کې یې بې شمیره سیاسي ا واخلاقي ویناوې کړي دي او د خلکو زړونه او دماغونه یې روښانه کړي دي دده یو اثر (ځما ژوند) په کابل کې چاپ شوی دی دده ځینې مقالې اد ویناوې د (( پښتون ) په مجله کې چاپ شوي دي دا د پښتو لومړۍ سیاسي مجله ده چې له ۱۹۲۸ع  څخه وروسته میدان ته راوتلې ده او مشر چلوونکی یې خپله باچا خان وو
       دده یوه رساله (( خدايی خدمتګار )) هم په کابل کې چاپ شوې ده دده د ثر په نمونه کې دغه لاندې وینا راوړل کیږي
        (( کوم قوم چې د انقلاب د سیلاب او حالاتو سره ځي هغه قوم ګټه کولی شي او کوم قوم چې پاتې شي هغه ورک شي تباه شي ځکه زه پښتانه خبروم چې غافله پاتې نشي ستاسو څه خیال دی ؟په دې خپل ملک کې خپل حکومت د پښتون حکومت غواړئ که د بل ؟زما خو دا خیال دی چې هر قوم ته خدای پاک د ګوزارې د پاره ځمکه او ملک ورکړی  دی دا د پښتون ملک دی ددې اختیار به د پښتون په لاس   کې وي  وي ها!د نورې دنیا سره ښه تعلقات جوړول غواړو زموږ ددوستۍ لاس هر چا ته مخکې دی خو یره که په زور مو څوک له چا سره تړي نو دا نشو برداشت کولی
        زموږ ځینې وروڼه د پاکستان چیغې وهي زه حیران یم چې ولې هوښیار ځان ساده کړی دی که د یو چواړي نه هم څوک تپوس وکړي چې ستاسو خپل حکومت خوښ دی که پردی؟نو ضرورو به هغه جواب ورکړي چې زموږ خپل حکومت خوښ دی
 
                                                                       د پښتون مجله سنه ۱۳۶۶ هجري ۱۹۴۷ میلادی
سید الرحمان بهیر