کور / تازه خبرونه / فارياب: طالبان په تازه نښتو کي د ۷ پوستو د نيولو ادعا کوي

فارياب: طالبان په تازه نښتو کي د ۷ پوستو د نيولو ادعا کوي

د فارياب له ولايت څخه د تازه جګړې د پيل خبر ورکول سوی دی، د طالبانو وياند قاري يوسف لراوبر ته وويل چي ‏دفاریاب پښتونکوټ په سرحوض، ګلمباف،اوشرشر سیموکي يې ۷پوستې نيولي دي او دامهال دسرحوض په سیمه کی له اربکي عبدالقادر قومندان سره جګړه روانه ده.

طالبان په پرله پسې توګه د کندوز، فارياب، زابل، هلمند، فرا او بادغيس له ولايتونو د پر مختګونو راپورونه ورکوي، دوی د يو شمېر جګړيزو عملياتو د صحنو ويډيوي ټوټې هم رسنيو ته ليږي خو دولتي چارواکي ددوی ټولي ادعاوي نه تائيدوي او وايي چي ملي امنيتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندي په قوي مورال ولاړ دي او ژر به نيول سوي سيمي د طالبانو له شتونه پاکي کړي.