کور / تازه خبرونه / هلمند: طالبانو ۸ زخمي اسيران سره صليب ته وسپارل

هلمند: طالبانو ۸ زخمي اسيران سره صليب ته وسپارل

طالبان وايي د هلمند ولایت دوالي ملا عبدالمنان اخند له حکم سره سم د هلمند مرکز لښکرګاه بشران سیمې په جګړه کی له نیول شویو  اسیرانو څخه ۸ چی ژورټپونه یـې درلودل د درملني دپاره د نړیوال سره صلیب ادارې ولایتي مسئولینوته وسپارل.
دا خبري طالب وياند قاري يوسف نن ماخستن ناوخته رسنيو ته وکړې خو نوموړي دا ونه ويل چي له دوی سره د ټولټال اسيرانو شمېر څو دی او له پاتو اسيرانو سره څه کوي.