کور / کیسه / د فاحشې دعوه

د فاحشې دعوه

گران دوست پښتونزوى صاحب ته ډالۍ!
د فاحشې دعوه
لنډه کيسه

د نثاراحمد اريا ليکنه

Nisar Ahmad Arya نثار احمد اريا
 فريد د خړي کوڅې د کوچني لښتي پر څنډه ودرېد. د غرمې توند لمر د لښتي له څنډي د وچو لوشو بوى پورته کاوه. له جېبه يې گللکسي تري گوشۍ را وکښه. د سکرين روڼا يې زياته کړه او په ليست کي يې د (k) په نامه ثبت نمبر ته زنگ تېر کړ. گوشۍ يې غوږ ته ونيوه. له ها خوا ښځينه ږغ راغى:
 – اورې!
 د هغه پر وجود نرمه توده څپه حس کړه. لاس او ږغ يې ورېږدېد:
 – نجيبه خبري کيې؟
 – وو، ته څوک يې؟
 هغه په کوڅه کي شا وخوا وکتل. نژدې څوک نه ول:
  – زه د اجمل ملگرى يم. هغه دا نمبر را کى.
 – کم اجمل؟
 – ولي، هغه په رنګرېزانو کي چي پېشن پروشي کوي.
 هغې لنډ وويل:
 – ښه، څه وايې؟
 له فريده خبره ورکه سوه، بيا يې زړه نا زړه وويل:
 – يو شى مى سته، درسم؟
 – يوه ښځه سته، زه به خبره ورسره وکم، که راتله. زه زنگ در وهم!
 ټليفون بند سو. هغه د خلکو د شک د ليري کولو له پاره گوشۍ ناحقه غوږ ته ونيوله، له ځان سره گډ سو او ناکراره د هغې زنگ ته منتظر سو. 
په کوڅه کي يو گډ ځوان د هغه پر خوا را روان وو. راسته پايڅه ايله په ځړېده. چي ده را نژدې سو، نو د سترگو تر بغلو يې ورته وکتل. سلام يې وکړ. پر يوه پښه ودرېد. لکړه يې تخرگ ته تکيه کړه. په دواړو لاسو يې غوټه پر اوږه را پورته کړه او بيرته روان سو. 
فريد لا د ارامي ساه نه وه، اخيستې، چي پر کوڅه دوې شنې بوغرې را تاو سوې. هغه څټ ور وگرځاوه. بوغرې ده ته ودرېدې او تر شنو بوغرو را ايستلي خيرن نري لاسونه يې ده ته ونيول:
– يو خير خو وکه. يتيمان را پاته دي.
ږغ نرى وو. ده يې تر سترگو تر کونجو لومړى لاسونو او بيا پښو ته وکتل:
– نو پښو ته مو ولي گورې خو خير راکه.
پر دې دواړو نجونو کټ، کټ وخندل او په اوږه يې سره ووهل. فريد د مخ په جېب لاس چخ کړ او شلى يې ورته ونيو:
– ها، لسى، لسى ئې کئ!
– يو شلى به دي لا راکړى واى، وږې!
دواړو وخندل. هغه لا ولاړي وړې، چي ده ته د (k) په نامه ثبت نمر زنگ راغى. نجونو ته يې د بخښني په دود لاس پورته کړ. مخته تېر سو او ټليفون يې (ok) کړ:
– بلې اورې؟
– آ ښځه راځي ته راځې؟
ده ژر جواب ور کړ:
– نو ولي مي زنگ در واهه؟ خود درځم!
– پنځه زره کيږي!
– کالداري که افغانۍ؟
– کالداري!
– سهيي دئ، درځم.
بيا يې لنډ پسي زياته کړه:
– لږ سم شى ده؟
 – وو، ښه سمه اخلاقي ښځه ده.
– اوس بالا درسم؟
– وو را روان سه. کور در معلوم دئ؟
– وو، اجمل را ښوولى دئ.
– چي را ورسېږې بيا زنگ را ووهه؟
– سمه ده.
فريد گوشۍ جېب ته کړه. د اوږې دسمال يې پر سر تاو کړ او له کوڅې څخه سړک ته د رکشې په نيت ووت.
لږ وروسته هغه د رکشې د شا د سيټ له دروازې څخه د سړک د غاړي دکانونو او کورنو تر نظر تېرول. پر يوه لويه دروازه د شنو بوغرو، زړو پوړنو، خيرنو لنگيو او دانه مانه خوليو گڼه گوڼه وه. هغه رکشه وان وپوښت:
– دا څه کيسه ده؟
رکشه وان د هغه خبره د سړک له شور او رکشې له ټکهاري وا نه ورېده. هغه لږ په زوره پر ږغ کړه:
– استاذه دا څه کيسه ده؟
رکشه وان اکسلېټر کم کړ او تر بغل يې هغه ته وکتل:
– غويى يې حلال کړى دئ. دا بېچاره گان د سهاره ورته ولاړ دي.
رکشه وان رکشې ته مړ اکسيلېټر ور کړ او زياته يې کړه:
– خو دا جنگو مسلمانان در په دره کړل. خوارۍ نسته. خلک د ماښام په گوله اريان دي.
فريد رکشه وان ته په لاس اشاره وکړه:
– د دا کوڅې په خوله کي تا کېږم. 
– په سترگو!    
رکشه وان کرار سو او په هنداره کي يې ده ته وکتل:
– بس، خداى دي مو پرده کوي. د بدبختۍ وخت ته را وتلي يو. ورور په ورور سره اخته دي. يو هم د جهاد دعوه کوي، بل هم د جهاد دعوه کوي. 
فريد د سر په اشاره خبره ور تائيد کړه. تر تا کېدو مخکي يې رکشه وان ته پيسې ورکړې. ټليفون يې را و ايست. (k) نمبر ته يې زنگ تېر کړ او له رکشې سيده په مخامخ کوڅه ننوت.
– بلې اورې؟
– وو، راغلې؟
 هغه شا و خوا وکتل او بيا يې کرار وويل:
– وو، کمه دروازه ده؟
– راسته لاس ته چي پر دا اوله تنگه کوڅه را وگرځې، په چپه لاس کي دوهمه شنه دروازه ده.
– بس سمه ده.
فريد ټليفون بند کړ. د زړه دربى يې تېز سو. په غټو گامونو لومړى په نرۍ کوڅه او بيا په شنه دروازه ننوت. 
کور کوچنى وو. د غولي سمېټ يې ځاى، ځاى مات او چاک سوى وو. هغه له سره دسمال ليري کړ او په کوچنۍ برنډه کي ولاړي پخې ښځي ته موسکى سو.
– په خير راغلې؟
– وو.
هغې د څنگ خوني ته اشاره وکړه:
– درځه دې خوني ته دا به درسي.
په خونه کي خيرن سور اېرانۍ فرش هوار وو او سوړ بوى يې پورته کېدى. پردې مردې يې نه وې، يوازي يو لوى ټوکر يې پر غټ کلکين د پردې له پاره ځړولى وو. پخه ښځه کوټې ته ورننوته. د سرې چيناني پنکې لينونه يې د خوني په کونج کي له پرتې بېټرۍ سره وصل کړل او ده ته يې وکتل:
– څنگه يې د گرمۍ سره؟
– ښه يو. 
بيا يې پنکې او بېټرۍ ته په سترگو اشاره وکړه او زياته يې کړه:
– دا بلاوي ښه سول، هوسايي يې رامنځ ته کړه، که نې د کندهار گرمي د چا نفس ور کاږي.
هغې چي خبري ته ځان جوړاوه، يوه بله ښځه کوټې ته ور ننوته. کوټه د سپرې او کريمو بوى پر سر واخيسته. ښځي لنډ کالي اغوستي ول او د ځيگر ليکه يې يوه گوته قدر ښکارېده. ښځي فريد ته لاس ور اوږد کړ او هغي بلي ته يې وخندل. هغې هم وخندل، له فريده يې پيسې واخيستې او له کوټې ووته.
ښځي د خوني دروازه بنده کړه. د کلکين پر کونجانو يې ځوړند ټوکر سم کړ او له هغه سره کښېناسته. تر لنډي چوپتيا وروسته يې فريد ته وکتل:
– ولي ناست يې؟
هغه يې د سر رنگ کړو سرو، ول، ول ورېښتانو ته وکتل او جېب ته يې لاس کړ:
– زه به يو سگرېټ وڅکوم.
– ته سگرېټ ته راغلى يې، که بانډار ته؟
فريد پين سگرېټ ولگاوه او له دوده په ډکه خوله يې په مصنوعي خندا وويل:
– دواړو ته!
هغې بې باکه ور غبرگه کړه:
– ژر کار خلاص که. زه کار لرم.
هغه لا خجله سو. چارزانو کښېناست. په ټليفون يې ځان اخته کړ او کرار يې بوڼ وهل:
– چي دونده خوشکه يې، نو ولي خلک را غواړې؟
ښځي لنډه ور غبرگه کړه:
– مجبوره يم! چي مجبوره نه واى، په خداى کي مي دا تا وارو ته چپلکه لا ور ښکاره کړې واى.
هغه خړ سو. وې وخندل.  
 – څه مجبوري لرې؟
 ښځه په قهر سوه:
 – ته ژر کوه خپل کار خلاص که. زه ولاکه دونده وخت لرم، چي هر يوه ته د خپلي مجبورۍ يو کتاب خبري وکم. هر يو چي راسي، داغه پوښتني کوي.
 ښځه چوپ سوه. تازه غوړ کړي، زيږه خړ لاسونه يې سره وموږل او بيا يې پسي زياته کړه:
 – هر يو جوړېدلى وي، چي رښتيا ووايه، چي ورته وې وايې بيا نو سترگي مړې واچوي! دونده غيرت نو بيا به يوه کي نسته، چي د چا په درد وخوري.
 فريد مصنوعي خندا وکړه او د هغې ننوتلي ځيگر ته يې وکتل:
 – زه دي په درد خورم.
 هغه نوره هم جدي سوه:
 – ته ډېري خبري مه کوه. ژر کار خلاص که، وام زه کار لرم.
 هغه ورته شله سو:
 – ته و خداى که به رښتيا نه وايې!
 – ته اوس څه د ارموني زوى يې. څه رښتيا درته وايم؟ رښتيا دا دي، چي درې ځواناني کونډياني خوندي، يوه ورېنداره او د هغوى يو درزن چنگوټيان راته ناست دي. نارينه مو گرده په دا سر خوړلو جنگو کي خاوري سول. ما درته وويل، چي د مجبوريه راځم. زه بايد کونډياني د خپل حاله را وساتم او کوچنيان يې ور ماړه کړم.
 – نو دا خو ته ښه کار نه کوې!
 هغې په جلالي انداز پر چيغه کړه:
 – که ښه کوم، که بد مجبوره يم. ما تر نورو خپل ځان قربان کړى دئ. دا زما دپاره جهاد دئ!
 د فريد وجود سړې څپې وواهه. له ښځي يې بخښنه وغوښته او ځوړند سر له کوټې ووت.
پاى