کور / تازه خبرونه / کندهار فوډ زون په ۳ ولسواليو کي ۱۴ کانالونه جوړوي

کندهار فوډ زون په ۳ ولسواليو کي ۱۴ کانالونه جوړوي

د کندهار فوډ زون عمومي مسئول کينګسلر بېش له کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي سره په کتنه کي وويل چي په روان کال کي به د يونيم ميليون ډالرو په ارزښت د کندهار په پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو کي ۱۴ کانالونه جوړ کړي چي له مخي به يې ۱۰زره هکټاره مځکه خړوبه سي.Kandahar food zone

نن سهار په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه چي د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزی تر څنګ د کندهار فوډ زون پروګرام عمومي مسئول کينګسلر بېش، د کليو پراختيا رئيس انجنېر عبدالقيوم، د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي او څو نورو کسانو ګډون کړی وو.

ښاغلي بېش وويل چي د کندهار فوډ زون پروګرام هدف په دې ولايت کي د ترياکو د کرکيلې کمښت او د هغه د بديل موندل دي. هغه زياته کړه چي د تېرو درو کالو په موده کي يې د انکشافي پروژو په مټ د ترياکو کښت کم کړی او د غنمو غوندي د روا کښت کچه يې لوړه کړې ده. 

نوموړی وايي چي په کندهار کي د پخوا په پرتله زراعت وده کړې ده او په دې برخه کي د غنمو په کښت کي د پام وړ بدلون راغلی دی. هغه زياته کړه: زه د دې لپاره راغلی يم چي تاسو ته د روان کال د راتلونکو پروژو په اړه هر اړخيز معلومات درکړم. موږ له دغو پلان سوو پروژو پرته نوره بودجه هم لرو، خو که تاسو کوم وړانديزونه لرئ، موږ کولای سو چي ستاسو د وړانديزونو پر اساس هماغه بودجه مصرف کړو.

ښاغلي بېش وويل د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د نخودو او لوبيا د کښت په اړه تحقيق کيږي او هڅه کوي چي په ژمي کي هم کرکيلې ته زمينه برابره کړي. نوموړي داراز وويل چي د اوبو د توزيع په موخه د يوې ادارې پر جوړولو کار کوي چي هلته به ميراوانو ته روزنه ورکول کيږي او دا اداره به د اوبو په وېش کي رغنده رول لوبوي.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د فوډ زون د عمومي مشر له راتګ څخه مننه وکړه او ويې ويل چي د دې پروګرام له فعاليت سره د زراعت په برخه کي ښه پرمختګ سوی دی. د دې پروګرام پروژې د نورو مرستندويه ادارو په پرتله اغېزناکي تمامي سوي دي. نوموړي د فوډ زون پروګرام د فعاليت ستاينه وکړه او ويې ويل چي دا پروګرام بايد د پنجوايي، ژړۍ او ميوند ولسواليو تر څنګ په نورو ولسواليو کي هم پروژې پلي کړي تر څو د ترياکو په کرکېله کي کمښت راسي، حلال کښت ته زمينه برابره سي او د کانالونو له جوړولو سره موجوده اوبه نورو ولسواليو ته بسنه وکړي. هغه داراز هيله وښوده چي په نورو ولسواليو کي هم بزګرانو ته د روزني پروګرامونه جوړ کړي.