درئیس جمهورمطبوعاتې کارپوه سلاکار ډاکټر نبي مصداق وپېژنئ
د الحاج پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزي ځدراڼ ليکنه
ډاکټرنبي مصداق
ژوندلیک :
نبي مصداق د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو د ولسوالۍ په یوه روحاني کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. مشر ورور یې خدای بښلی درمرجان خان نومېده چې یو مخور شخصیت و او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې په برخه کې یو فعال او مدبر مدیر پاتې شوی و، کله چې نبي مصداق شپږ کلن و او ورور یې د قطغن او بدخشان د پوهنې مدیر و، هغه ورسره تالقانو ته ولاړ، هلته یې په ښوونځی پیل وکړ . ښاغلی مصداق په شپږو میاشتو کې له لومړي ټولګي نه دوهم ټولګي ته بریالی شو او کله چې کابل ته راستون شو، مخکې له دې چې د کابل په شپږم نمبر ښوونځي کې شامل شي د دوهم ټولګي ازموینه یې ورکړه او درېیم ټولګي ته بریالی شو.شپږم نمبر ښوونځی د کابل په زاړه ښار (سه دوکان) کې، باغ قاضي ته نېږدې وه.دلته په ښوونځي کې له درېیم ټولګي نه تر شپږم ټولګي پورې به په کلنۍ ازموینه کې لومړی او کله به هم دویم نمبر و. د دې لومړني ښوونځي په اخر کال کې، وروسته له درې میاشتنۍ او شپږ میاشتنۍ ازموینې، په یوه اکسیډنټ کې، د کور له لوړ پوړ نه را ولوېد چې پښه یې ماته او د لاسو هډونه یې بې ځایه شول.هغه دوه نیمې میاشتې د ژمي موده په علي آباد روغتون کې تېره کړه؛ خو د هغه د درې میاشتنۍ او شپږ میاشتنۍ ازموینو د نمبرو د اوسط له مخې، له کلنۍ ازموینې پرته په شپږم نمبر فارغ شو.د نبي مصداق مرحوم ورور، بې له دې چې وخت ضایع شي، له علي آباد نه په را وتلو سره مصداق د رحمن بابا د ښوونځي په دولتي لیلیه کې شامل کړ؛ څو د پښې د پلاسټر له امله، مجبور نشي چې ډېر تګ راتګ وکړي.د رحمن بابا لېسه په هماغه کال، تازه له لومړني نه په منځنۍ ښوونځي بدله شوې وه او هغه په هماغه د لومړي منځني ښوونځي، په لومړي ټولګي کې داخل شو. رحمن بابا د منځني ښوونځي څخه په لېسه بدله شوه او مصداق په کال ۱۹۶۲ کې له ۲۰ تنو نورو سره، د لومړۍ دورې په حیث فارغ شو.
درحمن بابالیسې دلومړې دورې له اول نومره څخه تر لسم نمبر پورې زده کوونکي، د پوهنې د وزارت په یوه بورس کې د اروپا هېوادونو ته چې جرمني، فرانسه، بلجیم او انګلستان وو، ولېږل شول. مصداق او دویم نمره یې (هاشم تڼیوال) انګلستان ته ولاړل؛ خو د انګلستان د موافقې را رسېدلو، یو کال وخت ونیوه او دوی به؛ هر هاونۍ، یو ځل د پوهنې د تدریسي رئیس خدای بښليډاکټر صمد حامد دفتر ته ورتلل چې د بورس په اړه مالومات راغلي دی اوکه نه؟
دکال په پای کې یې خدای بښلي علی احمد پوپل ته چې د پوهنې وزیر و، یوه عریضه ولیکله چې دوی یو کال په کابل کې انتظار دي او تر دوی وروسته ځینې ټولګیوال چې پوهنځیو او ټولګیو کې دي، لومړی ټولګی خلاص او دوهم ټولګي ته بریالي شوي دي.
ښاغلي مصداق په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي:
((که په دې کال موږ په کوم ښوونځي کې د ښوونکي دنده تر سره کړې وای؛ نو به مو هم معاش درلود او هم به مو له زده کوونکو سره مرسته کړې وای. مرحوم پوپل زموږ په عریضه ولیکل چې د یوه ښوونکي د یو کال معاش دې ورته ور کړل شي.))
که څه هم دوی دواړه د هغه وخت د پوهنې د وزارت بیوروکراسۍ ډېر وځورول چې دا معاش د کومېښوونځی له بست نه ورته ور کړل شي او داسې نورې سیاسي ناندرې؛ خو بالاخره ۴،۵۰۰ افغانۍ معاشونه یې ورته حواله کړل چې په هغو یې د سفر بکسونه، درېشۍ او شپوګانې واخیستې او د مسکو او سوېډن د پایتخت ستاکهم له لارې لندن ته ورسېدل. په لندن کې د بریتیش کونسل نماینده، د هېدرو له میدان نه خپل هوټلونو ته بوتلل او وروسته له درې ورځو نه په لندن کې کیمبرج ښار ته د انګلسي زده کړې لپاره ولاړل.
هلته وروسته له نهو میاشتو، په ۱۹۶۳ کال کې چې غوښتل يې پوهنتون کې داخل شي؛ ځکه دوی په اعلی درجه، د بکلوریا شهادتنامې درلودې؛ خو لندن پوهنتون ورته وویل چې د هغوی د قانون له مخې، هر څوک چې پوهنتون کې شاملېږي؛ باید پینځو یا زیاتو مضمونونو کې (O,level) او لا اقل په درېو مضمونو کې (A- level) شهادتنامې ولري. هغوی ښاغلي مصداق ته وویل، هغه شاګردان چې له هانګ کانګ، مالیزیا، هند او پاکستان نه راځي، دا دوه درجې عادي او پرمختللې زده کړې چې نمرې ورته د کیمبرج پوهنتون لخوا ورکول کېږي، له ځان سره را وړي او دلته د لندن په پوهنتون کې، په هر مسلک کې چېAdvance level ولري، داخلېدای شي؛ نو تاسې هم اړ یاست چې دا دوه درجې شهادتنامې، بر سېره د انګلیسي ژبې په یوه بله ژبه کې هم چې زموږ په لست کې وي، واخلي او بیا راشئ.
مصداق د دوهمې ژبې لپاره د ایران فارسي ژبه خوښه کړه او درې کاله یې ونیول چې په ordinery او Advanced level کې یې شهادتنامې واخیستې او بیا دپوهنې او روزنې په څانګه کې چې د پوهنې وزارت له خوا رالېږل شوي ول، پیل وکړ.
بل دا چې کله په کابل کې، خدای بښلی علي احمد خان پوپل په جرمني کې سفیر مقرر شو او یو بل محمدزی، د محمد انس خان په نوم د ده پر ځای د پوهنې وزیروټاکل شو، نواروپاته د مصداق په ګډون یې د ټولو لیژل شوولسو تنو بورسونه قطعه کړل او ورته یې وویل چې د پوهنې وزارت دومره بودجه نه لري او تاسو بېرته راشئ، فاکولتې دلته په کابل کې ولولئ.
په دې وخت کې د اروپا د محصلینو کلتوري اداره په مونشن کې وه او رییس یې خدای بښلی بهاوالدین مجروح و. مصداق وروسته له څو لیکنو او تلېفونونو، مونشن ته ورغی، ورته و یې ویل چې زموږ پاتې ټولګيوال اوس په څلورم ټولګي کې د کابل پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې دي، دا خو عدالت نه دی چې موږ اوس هلته له اول ټولګي نه پیل وکړو، مجروح صیب وویل چې خپل زور یې آزمویلی؛ خو د پوهنې وزارت ورسره نه ده منلې.
دمصداق د سفرځینې ملګری چې له درس نه وروسته به یې د شپې تر ناوخته ډول، ډول کارونه کول؛ څو یې خپل لګښتونه تر لاسه کړي وای؛ ستړي شوي و او بېرته کابل ته ولاړ، که څه هم یوازې A-level یې لوستلی و؛ خو د ساینس په پوهنځي کې یې د ریاضي او فزیک تدریس کاوه، دا ورته معلومه شوه چې د انګلستان او افغانستان د زده کړو په کچه کې څومره توپیر شته دی چې د هغه ځای د ښوونځیو دشاملیدلو شهادتنامه حتی کابل کې د لیسانس له کچې سره برابره وه. په هر حال مصداق په انګلستان کې پاتې شو او په ډېرو اقتصادي ستونزو کې چې هم به یې کار کاوه اوپه څنګ کې به يې هم درسلوستلو، خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ.
شخصیت، زده کړې، ونډې او فعالیتونه
ډاکټر نبي مصداق د شوروي د تېري په لسو کالونو کې د خپل رادیويي خدمتونو له امله، په افغانستان کې پېژندل شوی کارپوه خپلواک ملي شخصیت دی. هغه د شوروي د اشغال په هغو لسو کالونو کې هر چېرې چې افغانان ول، هغو ته یا په مستقیم ډول د مرکو او سروې ګانو په اړوند ځان وررسولی او یا یې په تلېفون کې له هغوی سره مرکې کړې دي. په مستقیم ډول یې له اسیايي هېوادونو پاکستان، عربي آماراتو، کویټ، ایران، هندوستان، مرکزي آسیا، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او مسکو ته، په اروپا کې جرمني او فرانسې ته او په امریکا کې نیویارک، واشنکټن او کلیفورنیا ته مکرر سفرونه کړي دي. ډېرو افغان لیکوالانو چې په آسټرلیا، اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې ول، د تلېفون له لارې، ورسره مرکې تر سره کړي دي. دا ډول ډېرې مرکې او مصاحبې به، په پېښور کې د اوو جهادي مشرانو او شخصیتونو سره، د وخت د اړتیا په اساس کېدلې. نبي مصداق، د ولسمشر غني د علمي کارپوهو شخصیتونو او ملګرو په ډله کې دی چې له ۴۰ کالو را په دې خوا یې له کورنۍ سره نېږدې پېژني، کله چې ډاکټر اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې ځان د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ، مصداق افغانستان ته راغی او د ټاکنیز کمپاین په بهیر کې یې له غني څخه ملاتړ وکړ او د هغه د بریا لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. ډاکټرنبي مصداق چې د بي بي سي راډیو له څپو یې په افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د غږ مینه وال درلودل، د همدې کمپاین له برکته یې په ټلویزیوني بحثونو کې له څېرې سره اشنا شول، د هغه له روانې ادبې ژبې، ژورنالسټیکي وړتیا، لوړ استعداد او عظیم استدلال نه یې ګټه پورته کړه، دکمپاین په وخت کې نبي مصداقنه یوازي د ولس په مینځ کې پاتې شو، بلکې پردې برسیره د ولسونو په زړونو کې د پخوا په پرتله د لا زیات محبوبیت او ځای ګټلو څښتن شو.
له هراړخیزبحثونو پرته کله چې مصداق د هېواد په هرهسیمه کې د وطن پالنې او د خپل هېوادڅخه چې څه موده ترې په بیلتون کې پاتې شوی و، په خوند او ذوق ننداره کوي، د سیمې ګڼ اوسېدونکي، جهادي ګډونوال ورسره د خاطرو په شریکولو، ځوانان ورسره د عکسونو او انځورونو په اخیستلو، ښځینه او نارینه یې د یو ژورنالسټیکي بهیر په پیاوړتیا او د لارښود په نامه ستاینه کوي، هغه د هېواد دیوه رښتینې بچي په توګه د روان ناوړه سیاسیي کړکیچ او د هرې ساه په اخیستلو ډیرځوریږي، ولس دهغه په نوموړي دردپوهیږي او درناوی یې کوي.
نبي مصداق چې نېږدې نیمه پېړۍ يې خپلې ناستړیدونکې هلې ځلې دخپل وطن او خلکو ته دخدمت په موخه پرته له کوم امتیاز او تمې تر سره کړې دي، خپل ویاړ ګڼي او که نه؛ لکه چې وروسته به ولیدل شي، حتی د ګډ حکومت په موجوده کابینه کې، دهغوی څخه دخدمتترټولو مخینه او سابقه لري، د لوړو زده کړو لوړاسناد لري ،په سیاست اومطبوعاتو کې ترټولوکارپوه با تجربهشخصیت دی، بلخواد هېواد په درد له دردمنو، مشرانو او ځوانانو سره بې سارې پېژندګلوي لري .
نبي مصداق پرته له کوم امتیاز دخدمت په موخه د خپل ځان په تقاعدي پیسوهیوادته راغلی اوپه کابل کې ژوندکوي ، پرته له دې چې له ولسمشر نه دچوکۍغوښتنه وکړي، خوکله چې د فامیل د لیدلو لپاره بهر کې وو، ولسمشر وروسته له یونیم کال نه، د خپل مطبوعاتو سلاکار په توګه په دنده وګماره او یوازي یوولس سوه ډالره میاشتنی معاش یې ورته وټاکه.
زده کړې، دندې او فعالیتونه:
نبي مصداق وروسته د برطانیې د لېسې دورې له پوره کولو څخه وروسته (چې مخکې مو ترې یادونه وکړه) د ښوونکي مسلک په موخه د لندن پوهنتون د ښوونې او روزنې په څانګه کې شامل شو او د ښوونکي د فراغت سند یې د (MERIT) په کچه تر لاسه کړ او بیا یې د پینځو کالو لپاره د لندن په ښوونځیو کې درس ور کړ.
انګلیسي ټولنه په دریو طبقو وېشل شوې ده چې د زرو کالو نوڅخه هم ډېره سابقه لري. دا طبقې عبارت دي له : لومړی کارګره طبقه، (لکه هغه کروندګرچې مخکې له صنعتي انقلاب څخه د لوړې طبقې په بېلابېلو برخو کې خدمت کاران او مزدوران وو)؛ دویم منځنۍ طبقه اودرېیم لوړه یا د اشرافو طبقه ده.
مصداق چې د کار ګر او منځنۍ طبقې په ښوونځیو کې ښوونکی و، د کارګرې طبقې اکثره زده کوونکو اود میندې او پلرونوماغزه داسي مینځل شوي دي چې د خپل مور او پلار له موقف نه، پورته تللی نه شي. له دې امله، د درس ویل یا نصیحت اورېدو لپاره اماده نه دي. د مثال په ډول د کاریګرو د کورنیو شاګردانو به ویل چې پلار مې دا یا هغه کسب یا کار لري. دوی هم غواړي چې د خپل پلار په شان وي او پیسې وګټي.
حال دا چې د منځنۍ طبقې اکثریت والدین او شاګردان په دې عقیده وو چې ښوونځي له ۱۴ کنلۍ اجباري دورې وروسته هم باید، خپل درس ته دوام ورکړي؛ ځکه د جګو شهادتنامو په لاسته راوړلو سره به بیا دوی هغه پیسې چې د کارګر شاګردانو، له دوی مخکې په شپږو یا اوو کالو کې ګټلې په یوه یا دوه کالو کې تلافي وکړي؛ ځکه چې معاشونه یې، تر هغو لوړ وي.
په هر حال: د نبي مصداق لپاره، په برطانوي ټولنه کې د کوم بدلون راوستل په تدریس او توصیې سره ممکن نه ښکاره کېدو او نه یې هم غوښتل چې له کاڼو سره سر وجنګوي؛ نو پرېکړه یې وکړه چې د خپل عزم په اساس، خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
هغه د برطانیې په ډېر مشهور، د لندن پوهنتون په یوه پوهنځۍ کې چې د (لندن د اقتصاد او سیاسي علومو پوهنځۍ) نومېږي اولنډیزيې په LSE لیکل کېږي، ځان یې د رقابت له لارې شامل کړ. په درې کالو کې له هغه لوړ علمي مرکز نه په اقتصاد او بشر پېژندنه کې د (HONOUR) په کچه لیسانس تر لاسه کړ.
نبي مصداق به د خپلې معلمۍ له تجربې نه په استفادې سره، د لیسانس او له هغه نه وروسته د تحصیل په دوره کې، د خپلو مصارفو د پوره کولو لپاره حتماً په هغه کې یوه یا دوه ورځې په ښوونځیو او کالجونو کې درس ورکاوه. له لیسانس نه وروسته یې په یوه کال کې د ماسټرۍ سند، د ساسکس له پوهنتون نه (۱۹۷۵–۷۶۱۹) کال کې تر لاسه کړ.
نوموړی پوهنتون، یوازې (Mphile) یعنې فلسفي د ماسټرۍ او د دوکتورا، مونګرافونه او تیسزونه، د نورو شاګردانو، د استفادې یا رفرنس لپاره، د پوهنتون په کتابتون کې ږدي؛ خو د مصداق ماسټري چې په ټولنپوهنه کې وه، د استسنا په ډول، د هغه سویه چې لرله یې، د نورو لوړو زده کړو له تسیزونو سره یو ځای ایښودل شوی دی. د هغې ماسټرۍ د قدر ځای د ګټلو یو دلیل د مصداق هغه تحقیق وو چې د لومړي لاس لیکنې یې د بریتش موزیم په کتابتون کې لوستلې وې او د هغو د مراجعو ځای، کال او صفحو معلومات پکې ورکړل شوي ول.
د ماسترۍ له لاسته راوړلو نه وروسته يې بورس د برطانیې دsocial science research council، د ټولنپوهنې ساینسي تحقیقاتو له ادارې نه ترلاسه کړ چې د خپلې دکتورا لپاره یې په څېړنه پیل وکړ.
نوموړي په ۱۹۷۸ کال، د پوهنتون له قوانینو سره سم د یوه استاد تر نظارت لاندې د تحقیق میتدودولوژي او پر یو لړ اړوندو موضوعګانو، لنډ کورسونه ولوستل او بیا یې په دې اړه خپل استاد ته مقالې لیکلې چې دا ټول د دوکتورا د درجې له اصولو څخه دي.
په ۱۹۷۹ کال کې د شپږو میاشتو لپاره کابل ته راغی، د هغه د دکتورا د موضوع لپاره چې (کلیوال څنګه ښاریان کېږي) تر عنوان لاندې مالومات را ټول کړي. دا وخت په افغانستان کې خلقیان په واک کې ول، د پرچم مشران سفیران مقرر شوي وو؛ خو کارمل چې په چکوسلواکیا کې سفیر و، مسکو ته وتښتېده او نور پرچم غړو هم د خپلو سفارتونو بودجې له ځانه سره غلا کړې او له کارمل سره په مسکو کې یو ځای شول. افغانستان کې، د هېرې یوه فضا یې احساسوله او له کابل نه د باندې یا کابل ته راتګ له تالاشیونه تېرېدل و. ښاغلي مصداق د ځاځیو ولسوالۍ د دې تحقیق لپاره په دې خوښه کړه چې ډېر ځاځي په کابل کې اوسېدل او ځاځیو ته هم تګ راتګ په اطمناني ډول سره تر سره کېدای شوو. کله چې یې غوښتل له شپږو میاشتونه وروسته بېرته لندن ته ولاړ شي او باید د هغه افغاني پاسپورټ د بهرنیو چارو وزارت ورکړي؛ خو په دې وخت حفیظ الله امین د بهرنیو چارو ډېر فعال وزیر و او د بهرنیو چارو د وزارت په دروازه به یې د ده د ورځې او هفتې د کار موده او وخت لیکلی و.
د اشرف غني په شان یې تر ۱۴ ساعتونه زیات کار کاوه؛ څرنګه چې هغه یې استاد او هم په لندن کې لس ورځې ورسره یو ځای وو؛ نو حفیظ الله امین نه غوښتل چې نبې مصداق بېرته لندن ته ولاړ شي. هغه ورته وویل چې اوس د خدمت وخت دی، هر چېرې چې کار غواړې در کولای یې شم. حفیظ الله امین پوهېده چې مصداق په یوه انګلیسي بورس دتحقیق په موخه هیوادته راغلی دی او هم په لندن کې خپل کور لري. نو د همدې معاذیرو په پلمه مصداق هم ځانته او هم یې مېرمنې ته له کورنیو چارو نه پاسپورټ واخیست.
مصداق ته څرګنده وه چې روسانو د هند او ځینو نورو هېوادونو په شان، دوه کمونیسټي یا روس طرفداره ګوندونه په افغانستان کې هم جوړ کړی وو، د هغوی بې اتفاقي به نیول کېدل، بندي او حتی وژل کېدل او هم هغو شپږو فرمانونو چې د وطن تاریخ او کلتور ته پکې بې اعتنايي وه، دا حکومت له ډېرو ناخوالو سره مخامخ کړی.
نو د مصداق باور دا وو، کله چې یو رژیم د خلکو له اعتماد نه برخمن نه وي، هغه ډېر دوام نشي کولای. د خلکو بې اعتمادي د فرمانونو تر څنګ په دې هم زیاته شوه چې د افغانستان بهرنی سیاست د شوروي د بهرني سیاست پیرو و.
هغه چا سره چې شوروي اتحاد ډیپلوماټیکې اړیکې درلودې، باید افغان دولت یې هم ولري، که څه هم سیاسي او اقتصادي ګټې یې نه درلودې.
لکه: شمالي کوریا، کیوبا، شرقي آلمان سره د سفارتونو پرانیستل، د افغانستان تاریخ د شوروي د ۱۹۱۷کال کمونیسټي انقلاب نه پیل کول او هر هغه څه چې لینن ویلي او لیکلي و، په افغانستان کې هغه تدبیقول او داسې نور.
د مصداق لپاره دا دلایل ول چې له خپل استاد حفیظ الله امین چې ډېر با نفوذه شخصیت و او د مصداق ځینې ټولګیوال او د ښوونځي ملګري ورسره یو ځای شوي ول، خپله ځانګړې لاره پرمخه کړی او خپل علمي کار ته په ساسکس پوهنتون کې دوام ورکړي.
ژورنالیسټکي فعالیتونه:
ډاکټر نبي مصداق لا په ښوونځي کې زده کوونکی و چې د ژورنالزم له مسلک سره یې د زړه له کومې مینه درلوده. د ښوونځي په کنفرانسونو کې به یې خپلې لیکلې مقالې لوستلې. کله چې لندن ته ولاړ او په هغه وخت یعنې ۱۹۶۴–۱۹۶۸ کلونو پورې په کابل کې یوازې یو آزاد اخبار و چې (کاروان) نومېده، د نشر مسوول یې خدای بخښلی صباح الدین کشککي او مسوول مدیر یې عبدالحق واله و.
کله چې مصداق په ۱۹۶۳ کال کې لندن ته ولاړ، عبدالحق واله د افغانستان په سفارت کې مطبوعاتي اتاشه و او د (افغانستان) په نوم یې یوه مجله نشروله. مصداق له هغه وخته ورسره پېژندګلوي درلوده او په اغلب ګمان کشککي ته به هم هغه ور پېژندلی و.
کله چې کشککي د اطلاعات او کلتور وزیر شو، دوه ځله لندن ته تللی و او هلته به ورسره په بي بي سي کې د مصداق لیده کاته هم کېدل. هغه وخت به چې دارواښادداود خان صدراعظم له کودتا نه وړاندې مصداق له بي بي سي سره خپرونې درلودې، د ساینس او کرهڼې په اړوند به یې په اوونۍ کې نیم ساعته خپرونه په کېسټونو کې ثبتوله چې د لندن د بهرنیو چارو د وزارت له لارې به د برطانیې سفارت ته په کابل کې استول کېده او هغو به رادیو افغانستان ته ورکوله. رادیو افغانستان به یې مضمونونه سره بېلول او په خپلو پروګرامونو کې به یې نشرول. (یوه ورځ په ارګ کې له کشاف صاحب سره یو ځای شو، هغه ورته وویل چې زه او ته خو د رادیو افغانستان د وخت نطاقان یو، مصداق ورته وویل چې ما په رادیو افغانستان کې هېڅ کار نه دی کړی او د خبرو په جریان کې ورته څرګنده شوه چې هغه یې هماغه را لېږل شوي پروګرامونه اورېدلي او فکر کوي چې ده به هم د کابل په رادیو کې کار کړی وي.)
کشککي صیب چې د کاروان اخبار یې خپل و، له ډاکټر صیب مصداق نه غوښتنه وکړه چې کاروان اخبار ته له لندنه د خبریال په توګه کار وکړي، مصداق د دې پر ځای چې حق الزحمه ترې واخلي، دوه شرطونه پرې کېښودل، لومړی دا چې د مصداق ټول مضمونونه به په پښتو ژبه وي او بله دا چې کشککي به د کابل اخبارونه او مجلې لندن ته ور استوي. کشککي به ټینګار کاوه چې د ځینو اخبارونو او مجلو لېږل خو اسانه دي؛ خو د اخبار لوستونکي ټول دري ژبي دي؛ نو پکار ده چې مضامین ترې په دري ژبه خپاره شي. مصداق صیب ورته ځینې دلایل وړاندې کړل. د مثال په ډول:
تر کله به یوازې په دري ژبه خپرونې کوي او په پښتو ژبه به کله پیلېږي، بله دا چې ډېرۍ پښتانه همدا اوس د پښتو ژبې مضامینو ته ډېره اړتیا لري، که په پښتو ژبه خپرونې ولری، اخبار به مو ډېر مینه وال ولري او هره ورځ به ستاسې اخبار واخلي. کشککي صیب دا شرایط ومنل او نبي مصداق مخکې دارواښاد داوود خانصدراعظم د واک ته له رسېدو له یاد اخبار سره همکاري پیل او تقریباً تر څلورو کالو یې ورسره دوام وکړ، هره اوونۍ به یې دوه درې مضامین یا په سرمقاله او یا هم د اخبار په لومړي مخ کې چاپېدل.
د بي بي سي د مانټرنګ مرکز پرانیستل:
له بي بي سي سره یې همکاري د رادیوګانو او مونټرنګ په برخه کې، کله چې د روسانو سور پوځ، د کرسمس په ورځ افغانستان ته را داخل شول، افغانستان ناڅاپه په یوه حاد، د تود جنګ په مرکز باندې تبدیل شو. د روسانو تر راتګ یې خپل د دوکتورا علمي کار تر یوه بریده پورې رسولی و او هم یې د بشر پېژندنې د استاد په صفت د سوډان خرطوم پوهنتون کې له یو بل انګلیسي استاد سره اړیکه درلوده چې هلته د تدریس ترڅنګ به هغه خپله دوکتورا هم د هغه تر نظارت لاندې تکمیله کړي.خو له بي بي سي سره یې د کور د تلېفون نمره نه وه؛ نو پر له پسې درې تلګرام یې ورته را ولېږل چې حتمي باید له دوی سره د افغانستان د روسانو د تجاوز په اړوند وویني. کله چې مصداق ورته وویل چې زه خرطوم ته روان یم، ټول ترتیبات مې نیولي دي، هغوی هر څه په غاړه واخیستل چې خرطوم پوهنتون او سوډان حکومت ته به څه ووايي چې ښاغلي مصداق ته به بېرته د راتګ په وخت کې برطانیې ته ستونزې پیدا شي. یو بل افغان له ایراني برخې سره، رادیوګانې مانیټور کولې؛ خو د افغانستان مونیټورینګ برخه چې ۱۸ ساعته رادیو افغانستان اورېدله، څلور ساعته په پښتو او درې رادیو مسکو او دوه ساعته په تاجکي، د تاجکستان رادیو اورېدله او مانیټورنګ یې د مصداق په غاړه و. هغه به هره ورځ ۱۴ ساعته کار کاوه او د رییس تر رتبې پورې هر چا چې به خبرې کولې، هغه به یې په انګلیسي ژباړه کوله او بي بي سي به له هغه نه خبر جوړاوه او هم به یې د نقل قول په صفت په تبصرو او نورو لیکنو کې ور څخه کار اخیست. رادیو د افغانستان د پېښو د خبرېدو یوازینۍ مرجع وه. ځکه د روسانو په راتګ سره ټولې دنیا، خپل سفارتونه په کابل کې وتړل او کمونسټانو ټول بهرني خبریالان له افغانستان څخه وشړل. مصداق نېږدې دوه کاله ژورنالېسیتکي دنده د هر ورځني فشار لاندې په دې مانټرنګ مرکز کې ترسره کړه او ځان د افغانستان لپاره د بي بي سي د مانیټورینګ یونټ موسس بولي. د روسانو له راتګ نه وروسته یواځینۍ لار د شب نامو خپرول و او که څوک ګیر شوی وای، ځای یې په لومړي قدم کې د څرخي پله زندان او بیا… وو . د مثال په ډول په هغه ماښام چې کابلیان د بامونو په سر ودرېدل او د الله اکبر نارې یې پورته کړې، کارمل او کارملیان و وېرېدل او ځکه هم هر یو خبرې یې له رادیو نه نشر شوې. ښکاره وه چې څومره وېرېدلي وو او بي بي سي له دې او سلګونه نورو پېښو نه چې مصداق به مانیټور کولې او تبصرې به یې پرې لیکلې، نړیوال ترې خبرول.
د دې ټولو رادیوګانو، اورېدل او د هغه ژباړه کول ډېر پرمشقته کار و؛ ځکه به هم په اوونۍ کې څلور شپې په بي بي سي کې ویده کېده او نورې درې شپې به یې کورته چې لومړی زوی یې پیدا شوی و، ځان رساوه. بي بي سي بالاخره پرېکړه وکړه چې په پښتو ژبه، افغانستان ته خپرونه پیل کړې او په اوونۍ کې به دوه مصداق ځلي بي بي سي مرکز ته په بوش هوس کې ورتلو او د خپرونې په باب به یې معالومات ور کول چې باید په کوم وخت او د څو دقیقو لپاره خپرونه وي او څه ډول پروګرامونه باید پکې شامل شي او داسې نور.
هغه د پښتو خپرونې د پیلېدو لپاره دوه تنه نور د مانیټورنګ لپاره تربیه کړل، کار یې هغو ته د بي بي سی په کوشم کې چې د لندن په لویدیځ کې، رډنګ ښار ته نېږدې پرېښود او هغه نه لندن ته ولاړ چې پښتو خپرونه پیل کړي.
په هر حال کله چې ارواښاد داوودخان صدراعظم په کودتا کې بریالی شو، ټول آزاد اخبارونه یې د کسټو په شومول منع کړل او په مطبوعاتو کې یې کلک سانسور ولګاوه.
کشککي صیب دوه ځلي له بي بي سي نه غوښتنه وکړه چې په پښتو هم نشرات د پښتنو لپاره پیل کړي؛ خو ورته جوته شوه چې اصلاً پاکستان نه غوښتل چې پښتانه، د یوې نړیوالې رادیويي مرکز له لارې باخبره وساتل شي؛ خو دا وضعه وروسته له دې چې شوروي سره یو څو افغانستان ونیاوه، دومره لویه خبره شوه چې د پاکستان ممانعت بې ارزښته شو او مصداق له لندن نه د پښتو خپرونه په آکسټ ۱۹۸۲م کال کې پیل کړه. بي بي سي سره یې د هغه وخت نه پېژندګلوي پیل شوې وه چې د اعلیحضرت ظاهر شاه په وخت کې به یې د ساینس تکنالوژي او کرهڼې په باب، مضمونونه، هره اونۍ په یو، نیم ساعت کېسټ کې د برطانیې د سفارت له لارې رادیو افغانستان ته ورلېږل. نو د بي بي سي د پښتو خپرونې نه مخکې، هغوی د مصداق صیب له نامه سره بلدتیا درلوده. کله چې روسانو په د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې په افغانستان حمله وکړه، لکه چې و مو ویل چې د بي بي سي لپاره د افغانستان د خبرونو په اړوند رادیوګاڼې مونټور کولې؛ خو بالاخره بي بي سی پرېکړه وکړه چې د ۱۹۸۲ کال د اګسټ په میاشت کې پښتو خبرونه پیل کړي.
هغه له لومړۍ ورځې په دې غږ چې :
(دا لندن دی. دا د بي بي سي پښتو خپرونه ده چې په لنډو څپو… او منځنۍ څپه … خپرېږي).
خپرونه یې وروسته له دې چې په ځینو پروګرامونو باندې لکه (جوړ تازه) (نړۍ داوخت) (روانې چارې) او داسې نور نومونو باندې پرېکړه وکړه او د ۱۵ دقیقو لپاره پیل کړه. دا خپرونه به په لندن کې د شپې لخوا؛ خو چې په افغانستان کې به د سهار ۶:۳۰ بجو او پاکستان کې به د سهار شپږ بجې وې خپروله.
له مصداق سره یو بل تن چې د صوبه سرحد د اشنغر وو؛ خو له بده مرغه چې د رادیو په خپرونو کې، څرنګه چې د بي بي سي سویه وه، برابر نه و او مصداق به هره ورځ ډېر وخت په هغه باندې تیراوه چې هر څه سم ولولي او سمون پکې راولي.
خپرونه بیا نیم ساعت شوه او بیا ۴۵ دقیقې او یو ساعت ته په اوو کالو کې ورسېده او د جمعې په ورځ به یې یو ساعت نور هم د تفریحي پروګرام لپاره ورباندې علاوه کاوه.
هر کال به یې د مهاجرو په منځ کې سروې اخیستله چې څومره نارینه او ښځینه زموږ رادیو ته غوږ نیسي. د بي بي سي پښتو اورېدونکي د بي بي سي له ۴۴ نورو هرې ژبې زیات ول. د نارینه وو شمېر له اتیا سلنه څخه زیات و او تر ۶۰ سلنې پورې ښځینه به هم زموږ رادیو هره ورځ اورېدله. نبي مصداق به هرې ورځې د خپرونې لپاره دومره زحمت ایسته لکه چې مصداق به په مکتب او بیا پوهنتون کې د ازمونیې لپاره ایسته. همدا دلیل وو چې په خبرونو کې به زموږ کومه غلطي نه کېدله او د بي بي سي پښتو خپرونې ځای، د هر اورېدونکي لپاره تر هرې بلې رادیو، لوړ و. که کومې بلې رادیو به یو څه وویل؛ نو خلک به منتظر ول چې بي بي سي به هم هغه تصدیقوي او کنه نه؟ یعنې د واقیعي او رښتینو خبرونو لپاره، محک بي بي سي پښتو خبرونه وه. مصداق د بي بي سي له پښتو خپرونې سره ۱۶ کاله پاتی شوی او په دې موده کې یې د خپرونې لپاره ډېر سفرونه، پاکستان، عربي اماراتو، چې افغان کارګر او مهاجرين هلته وو او ډېر لیکونه به یې ور لېږل، مرکزي آسیا او هند وکړل. څرنګه چې هغه له پوهنتون نه رادیو ته ورغی او هم پوهېده چې د افغانانو پر مخ زده کړې محدودې شوې وې؛ نو غوښتل یې چې د بي بي سي د پروګرامونو له لارې، لر او بر پښتانه علمي ګټه ترې پورته کړي.
بیا یې چې کله د (نوی کور نوی ژوند) پروګرام پیل کړ، ډېر تکړه لیکولان چې له افغانستانه مهاجر شوي ول، په پېښور کې سره را ټول کړل او په ډېره ارزانه بیه به یې د ماینونو د خبرداري او نوي کور نوي ژوند پروګرامونه هلته ثبتول او بیا به یې د تلېفون په لین کې بوش هوس ته ورلېږل او په خپل وخت به خپرېدل.
مصداق د ۱۹۷۶ کال په جون میاشت کې کله چې په فرانسه کې له کورنۍ سره یې په رخصتي کې و، یوه انجلۍ په خپل موټر باندې د مصداق د موټر دروازې له خوا ووهله او د هغه چپ دوم په ګیرلیور باندې ولګېد او د ورون هډوکی یې مات شو. دوه اوونۍ په فرانسه کې د توغ د ښار په روغتون جراحي شو او هلته پاتې شو. په دې وخت کې د بي بي سي ختیځې څانګې مشر، یو ناپوه آسټرلیایي اصله څوک و چې د ایراني خپرونې د ځینو مغرضو کسانو له لوري غولېده چې باید پښتو خپرونه، د بي بي سي له فارسي خپروې سره یوځای شي. کله چې زه د فرانسې نه کورته راغلم، دا کس یې د پوښتنې په پلمه د مصداق کور ته راغی او د پروګرامونو د یو ځای کېدو خبر یې ورکړ. ښاغلي مصداق ورته ویلي ول چې دا کار باید په هیڅ صورت ونشي. دا دوې ژبې د دو رقیبو ملکو ژبې دي او ایرانیان د افغانانو په تاریخ او کلتور نه پوهېږي، بي بي سي به ډېر اورېدونکي له لاسه ورکړل. هغه وویل چې اوس پرېکړه شوې؛ خو مصداق ته یې د ویتنام د سرویز د مشرۍ وړاندیز وکړ؛ او زیاته یې کړه چې که غواړې د خبرونو برخې ته به ولاړشې او یا هم میټورینګ یونټ مشر به شې. ښاغلي مصداق ورته وویل چې هېواد یې روسانو نیولی او دلته د خدمت کولو لپاره راغلی دی. پرته له دې چې د پښتو خپرونې په چلولو کې کار وکړم، بل هیچرې کار کول نه غواړم.
هماغه وو چې ښاغلي مصداق له بي بي سي نه په ۵۰کلنۍ کې تقاعد واخیست او بېرته پوهنتون ته ولاړ چې خپله دکتورا تکمیل کړي. څلور کاله یې ونیول چې په یوه نوې موضوع د دکتورا لپاره کار وکړي؛ ځکه چې د پخوانۍ دوکتورا، کلی وران شوی و او د هغو کلیوال پاکستان، امریکا، آسټرلیا او نورو ځایونو ته مهاجر شوي ول. که څه هم ساسکس پوهنتون ورته ویلي و چې د هغه وخت هغه عکس چې د ده په فکر کې دی، له هغه مالوماتو سره چې ده راټول کړي، کېدای شي دوام وکړي. خو هغه ورسره ونه منله او غوښتل یې چې د هغه مالوماتو په اساس چې ده په بي بي سي کې راټول کړي وو، هغه علم چې د دخپل وطن په باب درلود که سره یوځای یې کړي؛ نو د داسې یو تیسز د لیکلو په فکر کې شو چې له تاریخ، بشر پېژندنې، ټولن پېژندنې او سیاست نه به له ټولونه داسې دوکتورا ولیکي چې هم د افغانستان او افغاني ټولنې ټول، د تېرو کلونو پېښې په کې منعکسې شي.
په ۲۰۰۱ کال کې چې کله هغه د برطانیې نه امریکا ته کډه وکړه، د ساسکس پوهنتون ورسره دومره مېړانه وکړه چې یو استاد به یې د پوهنتون په مصرف امریکا ته در ولېږو او هلته، د هغه بل استاد ترڅنګ چې ده خوښ کړی وو، ترې د دوکتورا تقریري ازموینه واخلي. دا کار دواشنکټن په یوه هوټل کې د درې ساعتونو په موده کې به په بریالیتوب سره شو او دوی میاشتې وروسته پوهنتون ته په ساسکس کې ولاړ او د نورو محصلینو په شان یې ورته خپله دوکتورا شهادتنامه تر لاسه کړه.
هغه په پوهنتون کې په خپل کار کې بوخت و او لومړی سیمینار یې د دعوو او دنګلو په اړه و چې خلک یې په ځاځیو کې څنګه فیصله کوي او هر چاته دوې لارې پرانیستې دي: یوه د حکومت او شرعي له لارې او دویم د ولسي مرکو او جرګو له لارې. بل سیمنار یې د کلو د جوړېدو په باب و چې څنګه له یوه اصلي کلی نه نور کلي زګېږي او نمو کوي. دا د ډسمبر ۱۹۷۹ وروستی ورځې وې چې ناڅاپه د کرسمس په ورځ چې ټوله لویديځه نړۍ په عیش او نوش کې وي. روسانو سرې لښکرې افغانستان ته راننوتلې، حفیظ الله امین چې وروسته د ترکي په خوله بالښت د کېښودو نه د ۱۰۴ورځو لپاره جمهو رییس شوی و په خپل کور کې چې د تاجبیک ماڼۍ وه ووژل شو او کارمل د روسانو په ټاکنو کابل ته راننوت.
فرهنګي اوسیاسي لیکنې:
ښاغلي لیکوال او ژورنالست نبي مصداق به د ژوند په اوږدو او ژورنالستیکي فعالیتونو په لړ کې ډېرۍ وخت مقالې لیکلي دي. په بي بي سي کې د کار کولو په موده کې یې ګڼې په خپل او مستعارو نومونو هر اړخیزې او ګټورې لیکنې کړي دي. نه یوازې لیکنې دي چې د ښاغلي مصداق ډېرۍ وخت به پرې تېرېده، له خبري او ګڼو نورو پروګرامونو سره یې اړینې او په درد خوړلې ژباړې هم کړي دي، په دې لړ کې یې د افغانستان په اړه د بهرنیانو هغه مقالې او لیکنې چې خورا ګټورې وې د خپل هېوادني ایډیال په هڅه ژباړلي او خپرې کړي دي. د افغانستان په اړوند به یې په نړیوالو کنفرانسونو کې خپلې لیکنې لوستلې او نړیوالو ته به یې د افغانستان په اړه یو مثبت فکر ور کاوه چې له کبله یې په نړیوالو کې د هېواد پال او ملت پال شخصیت په توګه ځای خپل کړ.
ډېرۍ لیکنې یې په پېښور کې د مجاهد ولس په ورځپاڼه، په کاناډا کې په افغان رساله، په ناروې کې دعوت، په هالنډ کې لر او بر، په جرمن کې افغان-جرمن انلاین او ټول افغانستان کې خپرېدې. اوس چې په کابل کې مېشت دی، د دغو یادو شوو ویبپاڼو او ورځپاڼو ترڅنګ یې مقالې، په ویسا، کابل پوسټ، سرخط او نورو ورځپاڼو او تاند، روهي، افغان ځواک، ټول افغان، ملت، لومړیتوب، لر او بر، ټاټوبي او ګڼو نورو ویبپاڼو او همدا راز یې په خپله فسبوک پاڼه (ډاکټر محمد نبي مصداق) کې هم خپرېږي چې په دې پاڼه کې یې د لیکنو شمېر تر ۴۰ ور اوړي.
له لیک او لیکلو سره یې له ډېرې پخوا علاقه درلوده؛ نو کله چې د لوړو زده کړو لپاره برطانیې ته ولاړ، په انګلیسي ژبه یې علمي او مسلکي لیکنې د افغانستان د پېښو په اړوند لیکلې او خپرولې یې. که د ښاغليمصداق د لیکنو او مقالو راټلونه وشي، ممکن دوه درې پنډې کتابونه ترې جوړ شي.
مرکې:
د افغانستان د پېښو په اړه ډاکټر نبي مصداق په بي بي سي پښتو کې په سلګونه پروګرامونه کړي دي. له ټولونه د مجاهدینو له مشرانو سره مرکې ډېرې په زړه پورې دي؛ ځکه افغانان له دوی نه ډېر ناهیلي و چې هغو د مهاجرت په دومره اوږدو کلونو کې ونشول کولای چې په خپل منځ کې یووالی او اتفاق پیدا کړي او د افغانستان لپاره داسې طرحه وړاندې کړي چې د ټول هېواد په خیر وي. دوی د پېښور بې اتفاقي کابل ته له ځانه سره راوړې او د ډاکټر نجیب د ګوښه کېدو نه وروسته څلور کاله او اوه میاشتې، کابل کې د هغو په جنګونو کې ۶۰زره افغانان مړه، پینځه لکه چې اکثره یې بیا مهاجرت ته مجبور شول او په خپله د کابل تاریخي ښار په کنډواله بدل شو.
نو څرنګه چې ټول افغانان دې مشرانو ته په زړه پاخه وو، مصداق به له هر یوه نه په رادیويي مرکو کې مستقیمې پوښتنې کولې چې د اورېدونکو لپاره به ډېرې په زړه پورې وې او خوښېدې به یې؛ ځکه چې هغوی داسې امکانات نه درلودل چې له دې مشرانو سره وګوري او یا هم د زړه بړاس ورسره وکړي. ځینې دا مرکې د بي بي سي په آرشيف کې دي چې کله نا کله د دې مشرانو په مهمو وختونو کې ورڅخه استفاده کېږي.د دې مرکو په لړ کې یې د افغانستان له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره، څلور ځانګړې او بشپړې مرکې وکړې، چې د مصداق په وینا ډېرې ستونزې او ګواښونه یې ورته پیدا کړل؛ ځکه چې تندو او جهادي تنظیمونو نه غوښتل چې پاچا مطرح بحث شي؛ خو د یوې سروې په اساس چې شهید بهاوالدین مجروح د مهاجرینو په کمیسیونو کې وکړه، معلوم شول چې ۸۰ سلنه خلکو پخوانی پاچا غوښت چې بیا په قدرت راشي، ۱۵ سلنه نورو بیا د یو یا بل قوماندان نوم اخیسته او ۵ سلنه د یو یابل جهادي مشر نوم په هغه سروې کې اخیستی وو. پاچا په روم، ایټالیه کې اوسېده او مصداق به له لندن نه د یوې یا دوو ورځو لپاره د مرکو په موخه ورتللو.
بر سېره د مخامخ له مرکونه یې د تلېفون له لارې مهم کسان د نړۍ په هر ګوټ کې پیدا کول او د افغانستان د چارو په باب به یې نظر افغانانو ته وړاندې کړ.یوه بله مرکه چې د یادولو وړ ده، له ډاکټر نجیب سره تلېفوني مرکه وه.
نجیب نه حاضرېده چې ورسره مرکه وشي؛ خو مصداق ورته درې ورځې همداسې یادونه وکړه، کله چې مرکه پیل شوه، ډاکټر نجیب یې له سوالونو نه خبر نه و؛ خو د پوښتنو لپاره دی ډېر حاضر ځواب و. کله چې مصداق وروسته دا مرکه واورېدله، داسې ده لکه چې مخکې له مخکې یې پرې تمرین او کوښښ کړی وي.
د مصداق له نظره بل کس چې ډېر حاضر جوابه دی، هغه حکمتیار دی، ده ته یې حتی په یوه مرکه کې په کابل د راکېټونو د ګوزارونو او تر ۶۰ زرو پورې د کابلیانو د وژلو په باب چې یوه ورځ به یې څنګه ځواب ووايي، حکمتیار وویل چې که نور مجاهدینو مشران محاکمې ته خپل ځوابونو لپاره راوستل شي، زه هم حاضر یم چېپداسې محکمه کې خپل ځواب ووایم. دا په داسې حال کې چې۳۰ کاله وروسته، په افغانستان کې دومره ناندرۍ وشوې، چې د مجاهدینو د مشرانو تېري، په هېرېدو کې دي
چاپي اثار:
۱- احمدشاه دراني، د افغانستان لومړی پاچا، دا کتاب په ډهلي کې په انګلیسي ژبه چاپ شوی.
۲- افغانستان- سیاسي ضعف او بهرنۍ مداخلې، دا کتاب په انګلیسي ژبه همدا اوس هم په لندن او نیویارک کې خپرېږي او ډېر ژر به په پښتو ژبه کابل کې هم چاپ شي.
۳- د افغانانو ټوکې- په انګلیسي ژبه چې همدا اوس په لندن کې تر چاپ لاندې دی.
۴- پښتونه په انګلیسي لویه ډکشنري چې په پېښور کې چاپ شوی او په کابل، جلال اباد او پېښور کې په مومند کتاب پلورنځایونو کې پیدا کېږي.
۵- د شوروي د تجاوز هر ورځیني وقایع په افغانستان کې چې کار پرې روان دی.
پایله :
په هره توگه، د پښتو ادب اوفرهنگ په وده وشاوسمسورتياکې د منلي او هڅاند ژورنالیست ، انسانپېژندونکی anthropologist ،ليکو ا ل ، څېړنوا ل،خبریال ډاکټرمحمدنبي مصداق ونډه تر ډېرو پوهنتونياستادانو زياته ده او زه يې له دومره گڼو اثارو سره درسمي پوهاند انډول((استاد)) ستاينوم (لقب) له هره پلوهجوگه گڼم او ورته مبارکي وايم.
په پای کی زه دښاغلی ډاکټرصاحب نبي مصداق دپارهدرئيس جمهوردمطبوعاتې سلاکارپه دنده کې پراخهحوصله او طاقت اوولس ته دعلمی- ادبی خدمتونو پهډگرکی دلا ډېرو برياووډک ، صحتمنده اوږد ژوند هيلهکوم!
پای
لیکوال : الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ