اجرائيه ريس د سعودي د ماليې وزير سره دبانکي او سوداګريزو چارو پر پراختيا وږغيدئ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیهرئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سعودي عربستان د خپل رسمي پهترڅ کي نن د خلیج د همکاریو شورا له سکرتر جنرال عبدالطیفزیاني سره د وسلوالو ترورستانو د مالي سرچینو پر وچېدوباندي خبری وکړې.
هغه وویل، چي افغانستان د لسیزو په اوږدو کي د جنګونو اوتروریزم قرباني دی، ولي کار کوي، چي د نظامي هڅو ترڅنګ دتعلیم کچي په لوړېدو سره دغه پدېده له منځه یوسي.
نوموړي زیاته کړه، چي له تروریزم په مبارزه کي تر ټولو مهمټکی د پاکستان هیواد صادقانه همکاري ده، څو هلته له تروریزمسره د ملاتړ پر ځای مبارزه وسي.
اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي د پاکستان د ملاتړد جذبترڅنګ د ترورستانو د مالي منابعو وچېدنه هم د اساسي حللاري په توګه مطرح ده او ددې لپاره باید د خلیج د همکاریوشورا او خلیج پولیسو له ادرسه کار وسي.
د خلیج د همکاریو شورا سکرتر جنرال عبدالطیف زیاني د هیوادله اجرائیه رئیس سره په لیدنه کي د تروریزم ضد د افغانستانقربانۍ، فعالیت او مبارزه وستایل.
هغه وویل، چي تروریزم یوازي تر داعش او یا هم تر افغانستانپوري محدود نه دی، بلکه ټولي انسان وژونکي ډلي ترورستاندي او ددې ترورستانو زیان د افغانستان ترڅنګ سیمي او نړۍته رسيږي.
نوموړي وویل، چي د خلیج د همکاریو شورا غړي هیوادونه دتروریزم سره په مبارزه او د یادو ډلو د مالي منابعو په وچېدنهکي همکار دي او له افغانستانه ملاتړ کوي.
ښاغلي زیاني زیاته کړه، چي د خلیج د همکاریو شورا به لهافغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د تروریزم پر ضدپه مبارزه کي به یې همکار پاته سي.