کور / سياسي / ډاکټر فاروق اعظم: زما له ياداښتونو څخه

ډاکټر فاروق اعظم: زما له ياداښتونو څخه

په جمعه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۶ کابل کی یو ځای میلمه وم چی هلته د جمهور رئیس دری مشاورین صاحبان هم وه. په دولت کی پر پراخ او سازماني فساد خبري وی. په مجلس کی ناست یو لوړپوړي نظامي صاحب منصب وویل: « زه څه وخت دمخه د یو زون د قول اردو نظامی څارنوال وم. تاسی ته معلومه ده چی زموږ وړه وسله ټوله روسی ده لکه کلاشینکوف او نور. دغه قول اردو ډیر مجهز او ډیره سلاح پکی وه. خو ما په زرو میله کلاشینکوفونو کی چی هلته په دفتر کی قید وه، یو روسی کلاشینکوف پیدا نه کړای سو. اصیل روسی یی ټول خرڅ کړی او پر ځای یی کچه تیرایي یا دره اي ایښي وه.»  یوه بل تن وویل: دا د خارجیانو پلان دی چی روسی وسله ورکه کړي. دا کار د داخلي او خارجی مافیایي کړیو په ګډه همکاري سویدی. خارجی کانتینرونه څوک نه تلاښي کوي چي څه وړي او څه راوړي.

درناوي

فاروق اعظم.