کور / ترخې خبري / بسم الله افغانمل زما کور قبضه کړئ دی

بسم الله افغانمل زما کور قبضه کړئ دی

 

شفيقه ريحا shafiqa reha

دافغانستان جلالتمات رئیس صاحب جمهور 

زما نوم شفیقه ریحا ده چی اصلا دکندهار ولایت اوسیدونکی یم اوس فعلا په جرمنی کی اوسم.

دزابل والی بسم الله افغانمل په کندهار ښار کی زما کور په زور قبضه کړی اوس فعلا یی زما په کور کی خپل عسکر اچولی دی او ماته دمرګ اخطارونه راکوی که اافغانستان ته راغلی وژنم دی او دا کور زما دی چی هرڅه په کوم.

که چیرته دافغانستان حکومت رښتیا دبی ګناه خلګو سره کومک کوی او دغاضبینو سره مبارزه کوی باید زما قبضه شوی کور دزابل دوالی بسم الله افغانمل څخه را ایله کړی ځکه زه یوه کونډه ښځه یم او میړه مې دکمونیستانو په وخت کې په شهادت رسیدلی دی .

جلالتماب ریس صاحب جمهور 

دخدای را لاندی ستاسو مرستی ته ضرورت لرم زما په حق کی بسم الله افغانمل ډیر ظلم کړی دی که چیرته تاسو زما په جق کی عدالت وکړی زه به مو احسامند اوسمه.

تاسو دزابل دوالی مرکه وګوی چی دکلید رادیو سره یی کړی ده هغه منی چی زما کور یی قبضه کړی دی خو اوس یی ددولتی امکاناتو څخه په ګټه يې زما کور قبضه کړی دی او زما ټول فامیل ته اخطارونه دمرګ ورکوی.

دخبریالانو ملګرو

دخدای دپاره زما ږغ تر ریس صاحب جمهور پوری ورسوی زه یوه کونډه یم سخته ځوریدلی یم که زما سره کومک وکړی خدای به درسه خوشاله شی . دالله ج او زما دیتیمانو لپاره زما سره کومک وکړی دسخت مشکلاتو سره مخامخ یم.

که غواړی زما سره خبری وکړی زما دجرمنی شماری ته زنګ ووهی 004915145370978

بااحترام

ستاسو کونډه خور شفیقه ریح 

 

Shafiqa reha

 

img_0737