کور / خبرتیا او پيغامونه / د کانکور د آزمويني د سمون له پاره يو بل اړين ګام

د کانکور د آزمويني د سمون له پاره يو بل اړين ګام

څېړندوی شېرشاه رشاد

د کانکور د آزمويني د سمون له پاره يو بل اړين ګام

د اولسمشر اشرف غني!

د پوهنتونونو په چارو کي د مشاور وزير ډاکټر قيومي!

د کانکور د ازمويني د ملي کميټې … د پام وړ!

د هري بشري ټولني په اساسي ستنو کي چي د انسانانو د ژوندانه او انساني ټولني وده او پرمختګ ورسره تړلی دئ، يوه هم پوهنه يا معارف دئ. که د پوهني اهميت ته ځير سو يقيناً پوهنه روڼا ده او په دې روڼا سره د ټولني او انساني ژوندانه ډېر تياره ګوټونه روښانه کېږي او د ټولني تر ټولو لوی قشر کوچنيان او تنکي ځلميان د پوهني په برکت د ښه روښانه راتلونکي برخمن کېدای سي. اولنو ښه ويلي دي هر څونده چي د ښوونځيو دروازې د ځلميانو پر مخ پرانيستلي کېږي هغوندي د محبس او زندانونو دروازې تړلي کېږي او جرمونه لږېږي.

پوهنه په وروستيو څلوېښتو کلنو کي له بده مرغه په ګرده هېوادکي، خصوصاً په جنوب او جنوب لوېديځه برخو کي د ټولني د نورو اقتصادي او فرهنګي برخو غوندي ډېره له پښو لوېدلې ده، ښوونځي مو زیاتره تړلي ول، کوچنيانو او تنکيوځلميانو مو زده کړي او پوهني ته زړه نه ښه کاوه، اوس بياهغه ځلميان چي ښوونځيو ته ځي، کورنۍ ئې له سويي څخه غاو لري، پوهنيز (تعليمي) نظام مو لا پر خپلو پښو درېدلی نه دئ، کله، کله په دې برخه کي له فساد څخه کړېږو، د ښوونکو او زده کوونکو روحيه مو د پخوا غوندي ډېره پياوړې نه ده. ربړي او کړاوونه ئې تر برياو ډېر دي. د هېواد يوه لويه غم ځپلې سيمه له شينډنډ، فراه (لوی کندهار) څخه رانيولې تر لویي پکتيا، لوی ننګرهار او کنړونو پوري ده، چي پوهنه او لوړي زده کړي ئې له کمي او کيفي پلوه د هېواد د نورو ډېرو کوچنيو اولسواليو او اوسني ولايتونو سره د پرتلې وړ نه دي.دا هغه سيمي وې چي د کانکور په زياتره سياليو کي به ئې لومړۍ درجه خپلوله، خو د ۴۰ کلنو جګړو او شخړو هرڅه ځني اخيستي دي.

په ۱۳۹۱ کال کي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د درېيم کال د دوهم سميسټر محصلانو د څېړني د مضمون په عملي کار کي "پوهنيز سيسټم په لوی کندهار کي" تر نامه لاندي يوه څېړنه وکړه. دې څېړني اته برخي درلودې او یوه برخه ئې د لوی کندهار  او نورو تودو سيمو له فراه، لوی کندهار څخه نيولې تر لوی ننګرهار او کنړونو پوري د ځوانانو د ۱۲ ټولګۍ له فراغته نیولې د کانکور تر ازمويني پوري د ژوندانه د ۱۶ مياشتو ضايع کېدل هم څېړل سوي وه، چي د یوې رسالې په توګه د څېړني پايلي خپرې او ووېشل سوې. و کندهار ته د پخواني اولسمشر کرزي او د اوسني اولسمشر غني د سفرونو پر مهال هم دا حق تلفي و دوی ته توضيح او تشريح سوې ده او د نورو حق تلفيو تر څنګ د دې حق تلفۍ د رفع او ايسته کېدو غوښتنه د کندهار د اولس له خوا ورڅخه وسوه.

په دې ورځو کي اورېده کېږي، چي د هېواد د پوهنتونونو تحصيلي کال به پسله دې ياني له ۱۳۹۶ کاله راهيسي لکه د تودو سيمو د پوهنتونونو یا د نړۍ پوهنتونونو د پيل له مهال د وږي ۱۵ يا د سپټمبر پنځمي سره سم پېلېږي او د کانکور اَزموينه به د سږ کال د کب له مياشتي څخه د بل کال تر زمري مياشتي پوري اخيسته کېږي. دا د هېواد د يو مظلوم او محکوم اکثريت د ځوانانو د لسهاولسهاو کلونو د حق تر پښو لاندي کېدو کرږو او بوغارو ته د غوږ نیول کېده دي چي د ځينو لا دا ارمان له خاورو سره خاوري سوی دئ.

اوس چي د لوړو زده کړو وزارت د سږ کال د کانکور له پاره تیاری نيسي او بدلون ئې څه هېښتيا او حيرانتيا په چارواکو کي پيدا کړې ده. يوې بلي لانجې ته مو پام را اړوم، هغه دا چي که د تودو سيمو له ځوانانو سره د کلونو کلونو درغلي او دوکه بيا تکرار نه سي او د کانکور اَزموينه ئې د راتلونکي ۱۳۹۶ کال د چنګاښ يا زمري په مياشت کي واخيسته سي ګټه به مو دا کړې وي چي د سږ ۱۳۹۵ کال د غبرګولي د مياشتي فارغين به د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي د مياشتي له فارغينو سره په ګډه د کانکور اَزموينه ورکړي، نو و پوهنتونونو ته د محصلانو ونډه به مو هم د يوې ولسوالۍ تر کچي په مټي لوړه سوې وي او پسله ۱۳۹۷ کاله څخه به نور د تودو سيمو د ځوانانو د ژوند ۱۶ میاشتي ايله او عبث نه تېريږي او که موږ د دې غم ځپلي، مظلومي او محکومي سيمي اولس او وګړي د فيل په غوږ کي بيده و اوسو، خوب به مو نور هم دروند، ژوند به مو تريخ، په نوم، نښان او تاريخي وياړونو به مو ملنډي وهلي کېږي.

په دې هيله چي مخاطب چارواکي به د لانجې په ګونجلکتيا او اړتيا پوه سوي وي او د هغې په حل کي به جدي کړني تر سره کړای سي.