کور / د ماشومانو نړۍ / د ماشومانو د “جنسي ځوروني” اړوند ۱۳ ټکي چي باید مخنیوی وسي

د ماشومانو د “جنسي ځوروني” اړوند ۱۳ ټکي چي باید مخنیوی وسي

د ماشومانو د "جنسي ځوروني" اړوند ۱۳ ټکي چي باید مخنیوی وسي

۱ ) خپلو لوڼو ته باید لارښوونه او پرې ټینګار وکړئ چې د هیچا پر زنګون کیښنني حتی د (کاکا، ماما او آن نږدې خپلوانو).

۲ ) د ۲ کالو لوې ماشوم په مخکې هیڅ وخت خپل کالي مه بدلوئ یا هغوی بل ځای ته واستوئ یا هم خپله جلا ځای ته لاړ شئ. 

۳ ) هیچا ته هم اجازه مه ورکوئ چې ستاسې ماشوم ته په ټوکه کې د "ښځه مې" یا هم "میړه مې" کلمات خطاب کړي.

۴ ) کله چې ستاسې ماشوم د نورو ماشومانو سره بهر ځي باید له وړاندې تر څار لاندې ونیول شي، چې هغوې په کوم ډول لوبو بوخت دي!؟ ولې چې اوس ماشومان یو د بل د جنسي ځورونې سبب کیږي.

۵ ) که چیرې ستاسې ماشوم د چا د لیدنې لیوالتیا نه لرئ هیڅکله پرې ټینګار مه کوئ او که چیرې ستاسې ماشوم د کوم ځانګړي وګړي سره د لیدنې لیوالتیا لري نو هغه وګړي د رفتار څارنه ستاسې ماشوم سره باید وشي.

۶ ) که چیرې ستاسې ماشوم ګوښه ګیر او منزوي شوه، د ډیرو هلوځلو سره باید کوښښ وکړئ چې سببونه او حل لاره یې پیدا کړئ

۷ ) خپل ماشومان د جنسي اړیکو د رښتینې ارزښت څخه په ډیرې پاملرنې سره خبر کړئ او باور وکړئ که چیرې تاسې یې خبر او اګاه نه کړئ ټولنې یې په ناسم او غیر شعورې ډول ورته دا ټول مسائل ښایې. 

۸ ) فلم، کارتون، مجله اویا هر هغه څیز چې تاسې یا بل څوک ماشوم ته رانیسئ خپله یې وګورئ او محتوا څخه یې ځان ډاډمن کړئ مخکې لدې چې ستاسې ماشوم لاس ته ورسیږي.

۹ ) د تلویزیوني کیبل خپرونو څخه ځان ډاډمن کړئ چې آیا د کورنیو خپرونو برخه فعاله ده یا خیر !. ستاسې ماشومان چې خپلو ملګرو او خپلوانو خواته تګ راتګ لري باید هغوې غوږ ته ورسول شي چې غیز کورنیزو خپرونې لیدلو څخه ددوې د ماشوم په مخکې مخنیويې وشي. 

۱۰ ) د ۳ کالو څخه پورته ماشومانو ته د ( د بدن ځانګړو غړو) کښناتلو طریقه زده کړئ او ځان ډاډمن کړئ چې آیا کښناتل یې زده کړي که څنګه!. هغوې ته دا هم وویاست چې هیڅوک حق نه لري ددوې " بدن ځانګړي غړي" لمس کړي.  

۱۱ ) د هغه څیزونو او وګړو تور لیست جوړ کړئ چې ستاسې ماشوم ته زیان رسوي. کیداې شي ( فلم، مجله، ځانګړي سیمې، وګړي او آن خپلوان).

۱۲ ) خپلو ماشومانو ته زده کړې چې څومره ارزښتمنده ده " غلطو او ولګردو ډلې او ناسته" ځینې وړاندې وي. 

۱۳ ) که چیرې ماشوم مو د چا څخه شکایت وکړ نو کلکه ورته پاملرنه او تعقیب یې کړئ او خپلو ماشومانو ته ډاډ ورکړئ چې تاسې یې په هر حالت کې دفاع ځینې کوې. 

په یاد ولرئ که چیرې تاسې نن ماشوم نه لرې کیدای شي چې سبا یې خاوند شې نو د پورته ټکو او مواردو نه پاملرنه او نه نظر کې نیول به بدې دردونکې پایلې ولري او ټول عمر به ستاسې ماشوم ترې رنځ وړي.