کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کـــــــوچيــــــان دافـغــانـــسـتان اتبـــــــاع دي 1

کـــــــوچيــــــان دافـغــانـــسـتان اتبـــــــاع دي 1


دکوچيانو غوڅ اکثريت  پښتانه اودافغانستان  اصلی اوسېدونکی دي


ليکوال :حبيب الله غمخور


دپيل خبري :
حبيب الله غمخوردشورويانوتر يرغل وروسته يوشمير خلکوويل داشورويان دی چي په موږ کې بې اتفاقيوته لمن وهې،تر ډيره برېده داخبر پرځاي وه .اوس هغوي ولاړل،شوروي نظام ړنگ شو،نن روسان  خپلې موخي په بله بڼه ترسره کوي  . مگر افغانستان ته دآمريکايانوتر راتگ وروسته پدغوشپږوکلوکښي څودگوتوپه شمارکسانواوډلولخوا چي دگوند، تنظيم ،حرکت اوکله دجبهې يامقاومت  نوم پرځان ايږدی دقومي اختلاف دراپيداکېدواودهغه دژوروالي لپاره مټي رانغښتی دي،دغو کسانوپخواويل  ((داټول يوهيواد دی اوټول افغانان يو)) پر قومونو ويشل ددي هيوادپه گټه نه دی ،نن بياهغوي داوطن پر ټوټوويشې خودفد را ليزم  په نوم ،قومونه سره جنگوي دحق دترلاسه کېدوپه نوم ،پښتانه ټکوي دعدالت اوديموکراسی دپلي کېدوپه نوم ، ژبني اوقومي اختلاف ته لمن وهی.اوس ټول پوهېږي چې پرون ئې دوحدت اوانترناسيوناليزم  خبري دپردوپه هدايت کولې نن هم دهغوپردوپه هدايت کله دهيوادنوم بدل غواړي ،کله پښتنوته سپکې سپوري وايي اوقبېله سالار ئي بولي  .


په دريو ورستيوکلو کښي  داسي کسان هم راپيداشوه چې په اروپايي هيوادوکې داقامې دترلاسه کېدوپه خاطرپه خپلو غلطواوبې بنياده ليکنوکې  پښتنوته بد رد وايي وابياخپلې ليکنې دبل چاپر لاس خپل اړوند اسيستانت ته رسوي چي گويا فلانۍ سړۍ دومره لوي ليکوال دی ،ددوي په اصطلاح حقايق ليکی ،کله کيداي شي ((هغه وطن ته ستون شي ))ځکه په وطن کې پښتانه حاکمان دي اوقدرت لري هغوي دده ليکنې لولې ،چې داافغانستان ته ورشي ژوند ئې دخطر سره مخامخ دی ،دابېچاره اسيستانت چي دنړيوالومسايلوپه ځانگړې توگه دافغانستان په هکله دومره معلومات نلري اونه هم ددغومکارانوپه مکر پوهېږي ،هرومرودهغه سره دخواخوږۍ سر ښوروی ،ځکه هغه ته دانده معلومه چې همدا اوس دولتي حاکميت تر ډيره برېده دپښتنوسره د مخالفواوپه لږکيو قومونودسوداگروکسانوپلاس کې دی .


که ددغوکسانوچې دپښتنوسره تعصب لري ليکني دقيقې ولوستل شي داسي ښکاري چې ديوه گروپ لخوا ليکل کېږي ،بيادمعلوم الحالو کسانونومونه دليکوالوپه توگه ورباندي ايښدول کېږي . پدغوتنگ نظروکې دهغه شناخت له مخې چي زه ئي ددوي په هکله لرم داليکنې له حقيقت نه دليرې والي سره ددوي له فهم نه لوړي دي ،اوبلې خواته يوشان ادبيات اويودول اصطلاحات کاروی ،دااونورعلايم داهڅ غښتلی کوي چې ددغوپه نامه يو بل ځاي ليکنې کېږي اوبيانشرته سپارل کېږي .


داکسان دومره تنگ نظره دی که يوچاپه خپله ليکنه کې دپښتنو اوياکوچيانوصفت وکړ دوي ورته خاين،او فاشست وايي ،له هرې خوا ېې ټکوی اومختلف تورونه پري لگوي ،څه موده وړاندي يوې افغاني تاجکي دغښتلي قلم خاوندی پېغلې  نيلاب سلام په خپله يوه ليکنه کښي څوجملې دپښتنو،کوچيانو اواصيل افغان په هکله ليکلې وې،داليکنه لانشر شوې نه وه چې  دغوتنگ نظروداځل دښځوپه نومونودهغې پر خلاف ليکنې پيل کړې ،خوهغي هم پر خپل وخت هرې بې ځايه گوت نيونې  ته خوله ماتونکې ځوابونه وويل تر څودانادان ئي چوپ کړل .


جالبه داده داښاغلي چې پرون چپيان اوانترناسيونالستان وه نن دخپلو پخوانيو ناوړه کړنودپټېدوپه خاطر ځانونه دتاجک،هزار ه،ازبک اوترکمن  دمدافعينوپه لباس کې پټوی ،خو په حقيقت کښي له هغوي سره هيڅ مشترکه وجه نلري .


دوي د ايران اوشمالي گاونډيانوپه مالي مرستواوهڅونه  په يوه اوبل نامه دانترنت په نړيوال جال کې ويب پاڼې پرانستي  اويائې په ځينو اروپايي ښاروکې راډيويي خپروني  پيل کړی ،چې ټول له يوه سره دپښتنواو دافغانستان دتاريخ پر خلاف بې شرمانه نشرات کوي ،دروغ نشرته سپاري اوپه خپلو ليکنوکښي  پښتانه توهينوی ،آن تردې کچي چې په همدا څو ورځوکښي ئي په ((خاوران اوسرويس خبر رساني آرايانانت )) ويب پاڼوکې يوه ډير بې شرمانه ليکنه د((دوصدو شصت سال در جهنم اولادۀ احمد شاه)) دهيواد ديووتلي تاريخ پوه اوليکوال دپروفيسور سید هاشمیان له نامه څخه نشرته سپارلی ده ،دهغه شناخت له مخی  چې زه ئي ددغه ليکوال سره لرم پدغه ليکلنه کې ليکل شوی ادبيات دهغه ندي اونه ئي دليکنې طرزداسي دي ،اوس تاسو هيواد وال قضاوت وکړی چي دوي دڅه لپاره داکارونه کوي ؟ او ولې ئي دومره مټی رانغښتي دي ؟


داسې ښکاري لدې غريبونه لار ورکه شوېده چې څه وکړی .دوي تياردی په افغانستان کې ددغووسايلو له لاري دايران اوبل هر پښتون  اوافغان اودښمنه هيواد دارمانوسرته رسېدولپاره شپه او ورځ پرځان يوه کړي . دوي په خپل ولس کې ددغوټوسپين سترگيو سرۀبيا هم ځاي نلري اوهغوي ورته دنفرت په سترگه گوري ،ځکه دغه قومونه په هيڅ صورت  نه غواړي اونه ئې هم داپه گټه ده چې پخپلوکښي اويادپښتنوسره په قومي اوژبنی مخالفت کې ژوندوکړی .


غواړم دډاکتر صاحب اوهغه دهم نظردوستانوڅخه داپوښتنه وکړم ،کومه ورځ تاسو دپښتنو ليکوالو لخواداسي ليکنه لېدلې ده چې يوه قوم ته دي پکښی سپکې سپوري ويل شوی وي ؟


پښتانه  دهيواد دټولوپوهانو درناوی کوی اويادونه ئي لمانځی ،تاسوښاغلي  اودوسره وطنپرستان راته ويلاي شی چي تاسودکوم پښتون ياد اودرناوی کړئ دی ؟؟؟


متاسفانه ستاسوپه انترنت پاڼو اوليکنو کښې بېله دېنه چې ددې هيواد غوڅ اکثريت ته سپکی سپوري ووایاست بل څه نشته . اويادپښتو ژبوهغه ليکنې خپروۍ کوم چي ستاسولپاره گټوري تمامېږي .له نېکه مرغه پښتانه اونورقومونه پدې پوره پوهېږي چې دا ډول کسان دملي تنگ نظری اوتعصب په ناروغۍ اخته دی .


درنوهيواد والو!


په تکرار وايم چې زه ټولوقومونوته ددرناوی په سترگه گورم ددوي تاريخ او افتخارات  دافغا نستان افتخارات اوتاريخ بولم ،له هغوسره قانع نه يم چې داهيوادپرقومونواوژبو وېشی ،خودهغوکسانورسواکېدل دهر افغان ملي اواسلامی دنده بولم کوم چې  په هيوادکې په يوه اوبل نامه قومی،ژبنی اومذهبی بې اتفاقيو اواختلافاتو رازېږېدوته لمن وهی . پدې باورلرم که دابې وطنه داسي پر خپل حال  پرېښودل شي دهيوادنوۍ نسل به  په دروغجنو اومسخه شویو اسناد واوغلطه روحيه و روزی  . اوس دوي دا دروغ په کتابونوکښي هم چاپوي ،ترکومه ځايه چې زه خبر يم غربی اوشمالي گانډيان  په خپلو هيوادوکې دافغانستان دمسايلو اوتاريخ په اړوندبحثونوکې دغه دروغجن اسناد دموخذ په توگه په گوته کوی  . له همدې امله مي په ځانگړې توگه له پښتنو نه جدي غوښتنه داده چې ددې افغان دښمنوهري ليکنې ته که څوکرښې هم وی جواب وويل شي اودروغ ئي بربنډ شي ،ډير حوصله ددې لامل گرځئ چې دابېگانه پروره زموږپر اوږو سپاره شي  او. . . وکړی .


ددغوليکنوپه لړکښي يوه ليکنه په آريايي ويب پاڼه کې د((کوچیها مجهز با سلاح بودند)) تر نامه لاندي دښاغلي ((دکتور نورالحق نسیمی)) په قلم خپره  شوې ده . پدغو شرايطو کښي چې هرې خوا ناورين دئ که يو انسان ديوچاله نوم سره ددکتور مختاړۍ ووينی ډير خوشحالېږي چې دادۍ يو ډاکتر يادکتور خو شته ،مگر کله چې ديوشمير ډاکتر صاحبانو ليکنې سړۍ لولي حيران پاته کېږ ي . له يوې خوا له نامه سره ددکتورمختاړۍ اوله بلې خوا ددغه پورته عنوان  په لېدوسره مې دليکنې په لوستلوپيل وکړ درې کرښی مي لانه وې لوستی،چې سوال راسره پيداشو،داښاغلی  دڅه شی ډاکتر دي ؟اوچاورته دډاکتری ديپلوم ورکړۍ ؟ ليکنه ئي ډيره جالبه اودخندا وړده ، ترکومه ځايه چې ځان افغان بولې سړۍ پرې  شرمېږي ځکه  که چيري دا ليکنه يو اگاه ايرانۍ اوياپه دري ژبه  پوه بهرنۍ ولولې حق لري ووايي چې دکتورئي داډول نظر اوپوهه لري نالوستي خوئي پرېږده . خونه موږ هغوي وينو چې قناعت ورکړو اونه دهغوي نظر اوروچي ورته ووايو، داډول کسان هغه متعصبين دی چي پخپلودغه ډول دروغوکې خپله پخوانۍ پټوي .


رابه شوچي ښاغلي ډاکتر صاحب نورالحق نسیمی ته چې هغه څه ليکی اوڅومره له حقيقت  اوافغانانوسره مينه لري ؟


هغه ليکی :


شهروندان افغانستانی! دخطاب څخه ئي له ورايه معلومېږي چي دافغانستان او افغان له نامه سره څومره تعصب لري اوهغه دافغانستانيانوله ډلي نه دی . داښاغلی ليکي :((کو چی گری در افغانستان پیشینهء طولانی نداردکوچی گری پدیده ای است که حاکمیت های استبدادی آن را رشد داده است. کوچی ها خا نه های شان را که عبارت از همان غژدی (خیمه) های سیاه میباشد بر دوش می کشند و هزاران کیلومتر راه را با پای پیاده طی می کنند تا از مناطق قبایل پاکستان خود را به چراگاه های  سرسبز افغانستان  برسانند در حالیکه مالداران کوچک در داخل کشور از نبود چراگاه رنج میبرند.))


تاسوخپله قضاوت وکړی ، دا ډاکتر صاحب بېسواده دی اوکه دتعصب له مخی داډول ليکې ؟


په هر حال ،ډاکتر صاحب ته بايد وويل شي چې کوچيان دنړئ په ټولوهيوادوکښي وه اوپه ځينو کښي لاتر اوسه پاته دي په عربوکي كوچيان دبدوانوپه نامه ،په هندوستان  کي کوچيان د(Pampans) په نامه يادېدل،په افغانستان کې دکوچيانو اوپوونده په نامه په داسټراليا ،چين  ،قرغزستان ،قزاقستان ،منگوليا،د افريقا اصلي اوسېدونكي لـه همدغوكوچيانو څخه را ټوكېدلي دي . همدا ډول دباسكانو (Basques) په باب داسي فكر كېږي چي دوى د اسيا لـه كوم كونج څخه راكوچېدلي دي . په جنوبي امريكا كي نننيو څېړنو د دغه نظر ملا ور تړلې ده. دا خلك د اروپا دجنوب لويديځ اوسېدونكي دي چي ځانونه پخپلـه ژبه (باسكي) بولي . په هسپانيا او فرانسه كي يې د استوګني مېني او كلي سته . د شلمي پېړۍ په منځ كي د باسكانون شمېر 750000 تنه اټكل سوى و، چي د دغه شمېر په سلو كي اتيا يې په هسپانيا او نور يې په فرانسه او جنوبي امريكا كي اوسي . دوى خپل عنعنوي كلتور ته پابند خلك دي.


ويل كېږي چي ايرلينډي سوداګر دهغه كوچي اتنيكي ګروپ زوزات دي، چي د 1800 م په حدودو كي د امريكا متحدو ايالاتو ته د پټاټو د كاختۍ په كلونو كي راغلي دي . ۱


په سوېډن ،فنلنداوروسيه کښي هم تر اوسه کوچيان شته داروپاپه ځينو هيوادوکښي په داورستيو سليزوکښي له منځه تللي ،کوچيان په هر هيوادکې په بېلونومونوسره  يادېږي .


په افغانستان کښي دپښتنودقومونولويه برخه کوچيان وه ،چې دزمانې په تېږېدوسره هغوي له کوچيتوب سره مخه ښه وکړه اودهيوادپه مختلفوسيموکښي ميشت اوپه کرهڼه اوسوداگری ئي پيل وکړ .


تر اوسه لا دپښتنودلويوقومونولکه داحمدزي ،تره کی ،ملاخيل ،ناصر،اتمانزی ،سلېمان خېل،خروټي ، اندړ ،هوتک ،توخی  اونوروپوري مربوط په ميليونوکسان په افغانستان کې دكوچيتوب  ژوندته دوام ورکوي . همدا ډول ، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق قومونه هم كوچيان لري پښتانه کوچيان دپښتنوپر دوستروښاخووېشل کېږي  لکه  : دُراني  اوغلجي كوچيان . د غلجيو او دُرانيو کوچيانو ترمنځ دژوند دډول دستورلـه مخي كوم توپير نه سته ،خوهر قوم دهيوادپه مختلفوسيموکښي اوسی اوځانگړی ورشوگاني لري چې له ډيري پخوازمانې راپدي خوادوي دغوسيموته په ژمی او دوبي سفر کوي اودتگ راتگ عنعنوي لاري لري . دکوچيانوغوڅ اکثريت پښتانه دي اوپښتانه دافغانستان اصلي اوسېدو نکي اويوازنی ساتونکي دي . که دبشري تکامل تاريخي سيرته نظر واچوو، دشواهدوله مخې ټول بشريت دادوره په يوه اوبله بڼه تېرکړېده،له همدي امله ويلاي شوچي په لوي افغانستان کې دپښتنوسره دپښتنوکوچيانو تاريخ يودی .زه نه پوهيږم چې ولي ډاکتر صاحب وايي ((کوچی گری درافغانستان پیشینهء طولانی ندارد)) دپښتنوداوسېدودسيموپر تاريخ اوحدودباندي بحث به ليکنه ډيره اوږده کړی ځکه له دې بحث نه ډډه کوم ،سره لدې چې پدې ورستيوکې يوشمير تنگ نظروپه همدې اريايي پاڼه کې يوه لويه ليکنه اودفلمونوتر کرښئ بحث غځولی و،اوتلاښ یې کړئ وداڅرگنده کړی چي پښتانه دافغانستان اصلي اوسېدونکي ندي ، دومره وايم چې دکوچيانوهغه برخه چي په ژمې دډيورندله کرښي نه تيرېږي اوپه دوبې دافغا نستان  مرکزي غرنيوسيمواو ورشوگانوته تگ راتگ کوي  دعبوري کوچيانوپه نوم يادېږي ،دوي پښتانه دي اود افغانستان اتباع دي ، فکرکوم دپښتنوتاريخ اوداچې دا ددوي هيواد دی تشريح اوتفصيل ته به اړتيا نه وی .دافغانستان په تاريخ کې بيله تاسونه ډاکتر صاحب کوچيانو ته چابېگانه نه دی ويلي اونه هم ورته ويالاي شي ،افغانستان لکه دبل هر پښتون دکوچيانوپلارنۍ ټاټوبۍ دی اوپردې خاوره ئي سرونه قربان کړې دي ،دابه هم درپياد کړم چې دډيورنډ په وينو لړلې کرښه افغانانوپه رسميت  نده پېژندلې ،ځکه ئې ځان ته داحق ورکړې چې دخپلې خوښې اواړتياپه وخت کښي له هغې نه تيرشی ،داددوي يومنل سوی حق دی،جالبه داده پاکستانيان څه نه وايي خو ډاکتر صاحب په بهرکې ورسره مخالفت کوی . تر ۱۳۷۵کال پوري کوچيانودډيورندکرښي کوزياجنوبي لوري ته ازاد سفر کاوه چائې مخه نشوه نيولاي . دوي له پاکستان څخه ندی راغلي دوي په ژمي دډيورنډترکرښه تيرېږي اوگرموورشوگانوته ځانونه رسوي .


که دڅلرمی پېړۍ راپدې خوازموږپه هيوادکې دپښتنودژوند شيوې اوبڼې ته پاملرنه وکړو دابه راته څرگنده شي چې داقتصادي او اجتماعى ژوند دڅرنگوالي له مخي تر لسمي هجرى پېړۍ پوري  دپښتنولويه برخه کوچيان اومالدا ر دي ،اوبلي برخی یې بياښاري اوکليوالي ژوندغوره کړئ اوکرهڼي ته ئي پاملرنه کړېده . ۲


    دزمان په تيرېدوسره دکوچيانوپه ژوندکې داقتصادي اوټولنېزوبدلونوپر بنيادهغوي دژوند شيوه يابڼه پر دريوبرخو وويشل شوه (عبوري کوچيان چې له کرښي نه عبورکوي ،غيري عبوري کوچيان چې دهيوادپه دننه کښي تگ راتگ کوي ،نيمه کوچيان ،چې کورنۍ ئي ميشت ده خودڅارویورمې ساتی نيمه کورنۍ ئي له رموسره په دبي په هيوادکې دغرولمنو اودروته پورته کېږي ، داډول کوچيان پر پښتنو سربېره په بلوڅو، ازبكو، تركمنو، قرغزو، فېروزكوهيانو، جمشېديانو او ايماق قومونوپوري هم اړه لري )درې واړه برخې ئي تر اوسه په افغاني ټولنه کې خپل ژوند ته دوام ورکوي ،داطبعې ده کله چې ددې هيواداقتصادي اوټولنېز  پرمختگ هغې کچي ته ورسېږي چې دولت وکولاي شي دمالداری فارمونه جوړ او پدغوفارمونوکې داړتياوړمواشي دروزلو جوگه شي داوسنيوکوچيانودژوندبڼه به هم تغير ومومي .همدا دليل دی ډاکتر صاحب ! چې دسياسي گوندونواودو لتونوپه کړنلاروکې دې ټکی ته اشاره شوې وی چې دوي به دکوچيانودژوندشرايطوته ځانگړې پاملرنه کوي اودکو چيانو دميشت کېدويا اسکان لپاره به دځانگړوپلانوپه پلي کېدولاس پوري کړي ،که څه هم داوعدې دغه اوتردې وړاندي حکومتونوورکړې دي متاسفانه لکه نوري وعدې دا هم پر يخ ليکل شوې دي . تاسوته معلومه ده چي کوچيانوته په پارلمان کې څوچوکی ورکړه شوی دي ،که څه هم دانصاف له مخي دوي ته حق ندی ورکړه شوی خوبيا هم په پارلما ن  کې ئې استازي درلود،دبېلگې په توگه ډير استازي ئي دمرحوم نجيب اله دحاکميت په جو ړشوی پارلمان کې وه ،زه هغه وخت دکوچيانورئېس وم دامې ډير ښه پيادد ی چې همدا او سنيوتنگ نظروهغه وخت چي دحاکميت پرڅوکيوناست وه هم په يوه اوبله بڼۀ زماسره کوچيانوته دحق ورکولو په موخه مخالفت کاوه ،له نيکه مرغه هغه وخت ددوي مخالفت پر مابريالۍ نشو اودولتي چارواکو کوچيانوته په پارلمان کې نږدې شل څوکۍ ورکړې . کوچيانوپه پارلمان کې دکوچيانوسره دکار کميسيون درلود ،په همدې اوسنی پارلمان کښې هم کوچيان استازي اودکوچيانوسره دکارکميسيون لري .څنگه کېداي شي هغوته په پارلمان کې داستازودلرولواجازه ورکړه شي کوم چي دوي دافغانستان تابعيت ونلري ؟ هغه وخت چي مادکوچيانوسره کار کاوه دکوچيانودځينو قومونوکورنۍ مي وهڅولې چې دکابل دښارد کارته نوسيمي ته په نږدې تپوکښې ځانوته کورونه جوړ کړئ ،دوي داکاروکړ،پدي ډول يوشمير کورنيوښاري ژوند غوره کړ.


     ډاکتر صاحب ليکی : ((کوچی ها تابیعت ندارند، عسکری نمیکنند  ـ تذکره ندارند – مانندهر شهرونددیگر   خدمت سربازی راسپری نمی نمایند- مالیه نمی پردازندو درسایرامورات ملی سهیم نمی گردند….. . در دوران سلطنت ظاهر خان و داود خان، پای شان تا به هزاره جات  رسید واینکه چه بدبختی ها و ماجراهای از حضور آنها در آنجا به وقوع می پیوست، دراین مقال اشاره های بدان خواهیم داشت. اما نمیدانم که با کدام استناد و منطق کوچی هارا تبعهء افغانستان بدانیم. ))


بايد څرگنده کړم چي :


۱/ دوي دافغانستان اتباع دي په هغه ځاي کي چې ټولوته دتابعيت تذکره توضع شوې ده دوي هم ترلاسه کړې ده . څرنگه چي ډيروکوچيانوداوسېدومعين ادرس نه درلود هغوي ته تذکره نه ده وېشل شوې ،همدا ډول هغو بېچاره بزگروته چي دوپره په نامه يادېدل اوداوسېدوثابت ځاي ئي څرگندنه ووهم چاتذکره نده ورکړې .


  سوال دادی ډاکتر صاحب ! چې تاسوډير بې خبره ياست ،تاسوته معلومه نه ده چي په  افغانستان کښي څومره خلکوته تذکره وېشل شوي ده ؟ تاسو خبر ياست ؟ څومره ښځوته پدې هيوادکې  تذکره ورکړه شوې ده که ښځي دنفوسو نيمايي حساب کړو اونفوس ۲۶ ميليونه وگڼونوپه ۱۳ ميلينوکې  يوميليون ښځوهم تذکره نه ده اخېستې دغه ښځی څوک بولۍ ؟؟؟ پدي پوره باورلرم چي ستاسوپه محترمه کورنۍ کې داسي کسان حتمأ شته چې دتابعيت تذکره ئي نده ترلاسه کړې ،خوهغوي افغان اوددي هيواد تابعيت لرونکی بلل کېده . دا دولتی نېمگړتياده چي زموږپه هيوادکې ټولوته دتابعيت پاڼه نه ده وېشل شوي ،همد لامل دی چې اوس هر بېگانه پرسته وايي څوک ډير او څوک لږدی اويا دپښتوژبې پر خلاف سرونه له ديواله وهی .



۲/ د امير عبدالرحمن خان د پاچهۍ  په وروستيو كلونوكي دكوچيانو مشران كابل ته راوغوښتل سول او هغوى ته د مالونو پر سر د زكات د اخيستلو فرمان واورول سو. د دغه فرمان د تطبيق لپاره د شاهي پوځ 14 تنه سپاره افسران  وګمارل سول چي لومړى بايد د پوونده وو مالونه وشمېري . د دغه كار لپاره د (شاخ شماري) په نامه يوه دولتي اداره هم جوړه سوه.۳ 


کوچيانودمواشيو ماليه ورکول تاسوپه ولاياتو کې دماليي له يوه مامورنه پوښتنه وکړې ،بلې ! له ۱۳۵۲ راپدې خواداپروسه نيمگړې پاته شول .ايادمځکو،باغونو،ژرندو،دسوداگرو،دوکاندارانو اونورومنقول اوغير منقولو شتمينو ماليه په منظمه توگه چاراټوله کړه ؟چي اوس تاسوکوچيان ملامت گڼۍ ،زه پدې بارولرم چې تر اوسه زموږ دهيواد دماليي دراټولولوسيستم له زياتو نيمگړتيا سره مخامخ دي .


۳ / دهيوادپه ټولوملي ،ټولنيزو اواقتصادي برخو کښې یې داړتياپر اساس لکه بل هر افغان کوچيانوفعاله برخه اخيستې ده،داچې کله کله ددولتونو لخوا ددوي سره دميرېزي ورور برخورد شوی دی داددوي گناه نده .


۴ /  ډاکتر صاحب ددې هيواددپيدايښت له ورځې اوله هغې نه چې پدې سيمه کښي خلکوکوچېتوب ته مخه کړېده دوي له دغوسيمونه چې تاسو ورته هزاره جات واياست اوموږورته مرکزي سيمي دخپلورمودڅرلولپاره استفاده کړېده اوتل ئې په ژمی گرمو اودوبي سړوسيموته کوچ کړئ دی . افغانستان د(( واخان اودهندوکش دغرودسلسلې شمالي اوجنوبي لمنی ،دسپين غر ه ،تروغره،فيروزکوه ،سفيد کوه ،سياه کوه ،دپغمان غر، دسليمان غر اودهيواديوشمير نوري سيمي دکوچيانوعنعنوی مالچرونه دي ))  دغوسيموته دکوچيانو داتگ اوراتگ دظاهر شاه اوداودخا ن دحاکميت په وخت کښي نه دی پيل شوی.دا اوږدتاريخ لري ،هغه يوچل ولولۍ بياقضاوت وکړۍ ،پدي هيله چې هغه وخت مو هم  قضاوت بياهم يوطرفه نه وي . پاته په دوهمه برخه کي