کور / تازه خبرونه / دامنيې قوماندان اويوزوى يې ووژل شول

دامنيې قوماندان اويوزوى يې ووژل شول

!
دډيورنډ كرښي ته څېرمه دزابل ولايت داته غر ولسوالي دامنيې قوماندان محمد ابراهيم او يوزوى نن تر غرمه وړاندي په يوه چاودنه كې ووژل شول او درې امنيتي ساتونكي يې ټپيان شول . 



داته غر ولسوالي ځينو اوسيدونكو لر اوبر ويپاڼې ته وويل چې بريد وسله والو طالبانو دريموټ كنټرول په وسيله سره ترسره كړ . خو دزابل چارواكي وايي چې پر امنيه قوماندان باندي دقوماندانۍ په دروازه كې ايښودل شوې دتوغندي كچګولۍ چاودلې ده . 



دچارواكو په وينا چې داتغر ولسوالي درې امنيتي ساتونكي يې په ژوبل شوي حالت كې دزابل مركز قلات ښارته رسولي دي . 



اته غر ولسوالي دډيورنډ كرښي ته نيژدې پرته ده او وخت ناوخته تردجنګ جګړو اوچاودنو راپورونه ترلاسه كيږي