کور / تازه خبرونه / كندهار:دسپين بولدك دګمرك مشر برمته كړل شو

كندهار:دسپين بولدك دګمرك مشر برمته كړل شو

د سپين بولدک د ګمرک مشر مدير اصف اغا له بولدک څخه د کندهار پر لوري روان و چي د وسله والو کسانو له خوا تر بريد لاندي راغئ ، د بېښي په پايله کي دده يو مامور وژل سوی او دوه ساتونکي يې ټپيان سوي دي .


په سپين بولدك كې دسرحدي پوليسو قوماندان رازق اڅګزي لراوبرو يبپاڼې ته وويل چې پېښه دوسله والو طالبانو له لوري رامنځ ته شوې ده .


دده په خبره چې دسپين بولدك دګمرك مشر اصف اغا تښتول شوى دى او دښاغلي رازق په وينا چې پلتنې ګروېږنې دوام لري . په كندهار كې يوازي دكندهار سپين بولدك لويه لاره خوندي بلل كېدله خو اوس دادى پرهمدغه لاره هم تښتونه وشوه. چارواكي وايي چې دغه مامور نن ماذديګر تښتول شوى دى