کور / خبرتیا او پيغامونه / احتجاج ليک:”فراهي بايد له خپله اولسه بخښنه وغواړي “

احتجاج ليک:”فراهي بايد له خپله اولسه بخښنه وغواړي “

ټولو غيرتمنوپښتنو قبايلو ته د  نعيم فراهي  د ستر توهين په اړه
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنود ګډې جرګې احتجاج ليک


22 نوامبر ، 2007
جرمني   ،  د فرانکفورت ښار


په ډېرې خواشينۍ سره مو څو ورځو مخکې د اولسي جرګې د غړي نعيم فراهي هغه خبرې د اريانا تلويزيون له لارې واورېدې چې د ډيورنډ له تپل شوې کرښې ها خوا د ټول پښتون اولس په هکله يې څرګندې کړې . هغه وويل چې :


(( د افغان اولس ټولې بدمرغۍ د پښتنو قبايلو له لاسه دي !!!؟؟ او هغوی ټول د القاعده غړي دي !!!؟؟ ))


افسوس په داسې خبرو ! افسوس پر داسې افغان ! پر داسې پښتون چې  يو لوی اولس ته چې د اوږدو مبارزو او سرښندنو تاريخ لري ، داسې توهين کوي .


موږ نه غواړو چې د نعيم فراهي د خبرو په اړه زياته تبصره وکړو ، د هغه د خبرو ناسمۍ ، ټولو پښتنو ته د هغه توهين ،  او د هغه د سياسي تړاو او اوسني دريځ په اړه ټولې خبرې هېوادوالو ته څرګندې دي، موږ يوازې غواړو همدومره ووايو چې  د دا ډول کسانو څرګندونې يو ستر او باتور اولس  نه شي سپکولی ، خو د باتور اولس په هکله داسې خبرې خپله ويناوال لکه د بڼکو په څېر سپکوي .


په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډې جرګې ته د ټولو هېوادونو د خويندو ټولنو احتجاجونه ، د جرګې تر مرکزه رارسېدلي او موږ يې دا دی له خپلو ټولو هېوادوالو سره شريکوو او د نعيم فراهي دا ډول بې مسؤليته  څرګندونې له خپل اولس سره ستره دښمني ګڼو.


هغه بايد له خپله اولسه بخښنه وغواړي او که يې خپل اولس وبښي،بايد د خدای (ج) شکر پرځای کړي .


اولسونه چې سند وبله وکا
پاچاهان ورته سجود کاندې اختيار


موږ د افغانستان له اولسي جرګې هم په درناوي هيله کوو چې يو لوی اولس ته د توهين له کبله دغه وکيل وپوښتي اوله قانون سره سمه جزا ورکړي .


 


په درناوي


په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه