کور / خبرتیا او پيغامونه / نعيم فراهي دخپل ولس تاريخ هير کړئ دی !

نعيم فراهي دخپل ولس تاريخ هير کړئ دی !


پرون مي د اريانا د نړيوالي شبکې څخه د ولسي جرګې دغړي نعيم فراهي بې مسوليته خبري واورېدې ، هغه وويل :
زموږ ټول پرابلم د قبايلو څخه دی ، هغوی ټول طالبان دي او د القاعده سره مرسته کوي ، …


زه په مسوليت سره دا تور  ردوم د طالبانو او القاعده جوړول او سمبالول د حکمتونو کار دی ، نه د کومي سيمي او قوم . په کوم اور کي چي افغانان سوځي ، په هغه کي قبايل هم سوځي .



فراهي صاحب د خپل ولس تاريخ هير کړئ دی ، چي قبايل خو هم افغانان دي ، محترم وکيل صاحب فراهي ته وايم که چيري په قبايلي سيمه کي ژوند کولای ، نو تاسي به څوک وای ؟
محترم وکيل صاحب په ټوله هغه درنښت چي زه يې فراهيانو ته لرم ستاسو څخه هيله کوم چي ، ښه به وي که د خپلو قبايلو وروڼو څخه بخښنه وغواړې ، بخښنه غوښتل ګنا نه ده ، بلکي د سترو شخصيتونو او سياستمدارانو کار دی .



په درناوي
حسن شور