کور / هراړخیز / مثبت کړه وړه او مفکوره جوړول

مثبت کړه وړه او مفکوره جوړول

جان محمد مهربانJan mohammad mihraban جان محمد مهربان

 

Developing a Positive Attitude and Self-Concept

 

سلوک ‌Behavior: سلوک هغه څه ته ویل کیږي چي تاسو ئې دکار پر مهالاجInterne linkرا کوئ. مکتب ته تلل یو سلوک دئ. دمکتب په اړه مثبت یا منفي نظر لرل روش دئ. مور او پلار ته سلام اچول یو سلوک دئ. جنت دمور و پلار تر پښو لاندي دئ، دغه بیا روش دئ. سلوک د عمل او روش د فکر څرکندويي کوي.سلوک دلیدلو وړ او ډېر ژر تغیر پکښي راځي مګر روش دلیدلو او تغیر وړ نه دئ. سلوک له روش څخه جوړیږي یعني څه چي ستاسو په فکر کي وي، هغه څرګندوئ. د روش دبدلون په اړه ارواپوهان پر دوو برخو وېشل کیږي. لومړۍ ډله ارواپوهان وايي چي روش دتغیر وړ نه دئ. دوهمه برخه بیا وايي چي په روش کي تغیر راتلای سي خو ډېر وخت نیسي. دغه لیکنه هم په دې اړه ده چي څنګه په خپل روش کي تغیر راوستلای سو.

روش Attitude: دخلګو، شیانو او موضوعاتو په اړه مثبتو یا منفي احساساتو ته روش ویل کیږي. انسانان دژوند، کار، مکتب، مدرسې، هنر، مسلک او داسي نورو په اړه مثبت او منفي روشونه لري. هغه کارمندان چي دوظایفو په اړه مثبت روش لري، هغوی په خپلو کارونو کي کامیاب دي. هغه خلګ چي د ژوند په اړه مثبت روش لري، هغوی له ژوند څخه خوند اخلي، برعکس ئې ناکام او له ژوند څخه کړیږي.

 

ځاني مفکوره Self-Concept: ځاني مفکوره مثبتو یا منفي روشونو ته ویل کیږي چي خلګ ئې د خپلو ځانونه په اړه لري. کله چي څوک دځان په اړه مثبته مفکوره ولري، نو هغوی پر خپل نفس اعتماد هم لري. ددنیا دکامیابو رهبرانو دبریاو یو راز دا وو چي هغوی مثبت روش او مثبته ځاني مفکوره لرله.سوال دادئ چي څنګه کولای سو چي مثبت روش او مفکوره جوړه کړو؟ لانديدولس لارښووني ددغي پوښتني جواب درکوي:

۱- په شعوري توګه کوښښ وکړئ چي مثبت او خوش باوره روش خپل کړئ. که تاسو مثبت روش نه لرئ، شاید دا ستاسو دتحت الشعوري/ بې شعوري په نتیجه کي رامنځ ته سوی وي. یوازي دشعوري هلو ځلو پر اساس تاسو کولای سئ چي مثتبه ځاني مفکوره ولرئ.  

۲- په یاد ولرئ چي یوازي یوڅو منفي او بد بین روشونو کله نا کله کومکدرسره کوي مګر ایا کرکه، بېره، تشویش او اندېښنه به ستاسو سره کوم کومک وکړي بېله دې چي نوري ستونزي هم درته جوړي کړي؟

۳- خوش بینه افکارو ته وده ورکړئ. علمي شواهد وايي چي ستاسو افکار ستاسو دجسم هره حجره متاثره کوي. هر وخت  چي تاسو مثبت فکر کوئ، ستاسو جسم، روح او هوښ ورڅخه اغېزمن کیږي. دمثبت فکر په لرلو یا خپلولو سره، تاسو دتشویق او انرژۍ احساس کوئ. مثبتي خبری وکړئ، لکه: زه به ښه کار وکړم، زه به خپل کار پر وخت وکړم، زه دخپل کور، ادارې او هیواد اوسني حالت ته تغیر ورکولای سم. همداسي له فکري/ذهني تصویرونو څخه کار واخلئ، ځانونونه ته داسي تصویرونه جوړ کړئ لکه خپلو اهدافو تهچي رسېدلي یاست. مثلاً: دا دئ دوکتورا مي هم پای ته ورسوله، اوسدافغانستان دباندي پر یو نړۍ وال پوسټ باندي داسي کار کوم چي ټول خلګ مي خبرو، فکر، تحلیل او مسلکي سلوک ته حیران دي، ښه معاش او امتیازات لرم او دغریبو خلګو لاس هم راباندي خلاص دئ! 

۴- که چیري خپل ځان په داسي حالاتو کي ووینئ چي شکایت یا منفي فکر کوئ، پر هغه ځای ئې مثبت روش ته واړوئ. که دا کار تکرار کړئ، دوخت په تېرېدو سره به درته اسانه سي. مثال: په طیاره کي یو خارجي سفر لرئ، له ځان سره فکر کوئ چي داسي نه چي طیاره را ولویږې، دغه فکر ځای پرځای داسي وکړئ چي خدای پيدا کړی یم، خدای به مي بیرته ژوند راڅخه اخلي، دې دنیا ته د راتلو او هغې دنیا ته د ورتلو اختیار یوازي  دخدای پاک سره دئ. 

۵- له منفي فکر لرونکو خلګو سره مه کښېنئ، په خاصه بیا له هغه چا سره چي تاسو ته ستاسو په اړه منفي فکر در کوي. مثلاً: تاسو ته مو یو ملګری وايي چي تاسو لیکوالي نه سئ زده کولای ځکه چي لیکوالي یوازي د نوابغو کار دئ. دغه ډول کسان مثبت فکر نه لري نو تاسو هم مایوسه کوي. له هغو خلکو سره ملګرتیا وکړئ چي دځان په اړه مثبته مفکوره لري ځکه چي تاسو ئې له مثبتو سلکونو څخه متاثر کیږئ، احساس درکوي او کار ته مو هڅوي.

۶- اهداف وټاکئ. لنډ مهاله (ورځني، هفته وار، او میاشتني) اهداف وټاکئ چي ورته ورسیږئ. خاصو اهدافو ته رسېدل، ستاسو سره دځاني مفکورې په اصلاح کي کومک کوي. ستاسو اهداف باید ځانګړي، داندازې وړ،د ترلاسه کېدو وړ، حقیقي او وخت ورته په نظر کي نیول سوی وي. مثال: په راتلوونکو څلورو کلنو کي زه باید له پوهنتون څخه فارغ او له عربي څخه لیکني را وژباړم، داستاسو یو هدف دئ چي پورته پنځه ځانکړتیاوي لري.

۷- دناکامۍ پر ځای مو دکامیابۍ په اړه فکر وکړئ. که تاسو شپږ اهداف ځان ته ټاکلي وي، پنځه ئې تر لاسه او یو درڅخه پاته سي، دهغه په اړه فکر مه کوئ. انسانان غلطۍ کوي خو له ناکامیو څخه تجربه زده کوي او باید زده ئې کړي. ویلسټن چرچیل کامیابي داسي تعریفوي: « کامیابي هغه وړتیا دهچي یوڅوک له ناکامي او ناکامي څخه -بېله دې چي علاقه له لاسه ورکړي-مخ ته بیايي ». دکامیابو او ناکامو رهبرانو تر منځ توپیر دادئ چي کامیاب رهبران له خپلو غلطیو څخه زده کړه کوي. کامیاب رهبران چي پر خوله ولوېږي، بیرته راپورته کیږي، حرکت کوي، مایوسي ته اجازه نه ورکوي چي ددوی راتلوونکې متاثره کړي. لوهوټلز وايي چي خوشحالي یوازي هغه صحنهده چي په هغه کي ستاسو بد شیان د یوې لنډي مودې لپاره هیر سي. داخبره دا معنی نه لري چي تاسو خوشحالي مه کوئ بلکي په دې معنی چي غم باید درته خنډ نه سي.

۸- کور ودانی  ومنئ. کله چي یوڅوک ستاسو کور ودانی ووايي، تاسو هم ورڅخه مننه وکړئ، دغه کار ستاسو سره دځاني مفکورې په جوړولو کي مرسته کوي. داسي مه وایاست چي کوم کار چي تاسو وکړئ، دانو هرڅوک کولای سي، چنداني مهم کار نه وو. که تاسو داسي خبري کوئ، نو دځاني مفکورې دجوړلو فُرصت له لاسه ورکوئ. مثال: ما (مهربان) دغه موضوع ولیکل، که څوک راڅخه مننه وکړي او زه ورته ووایم چي دا خو ډېره ساده لیکنه وه، هر چا کولای سوای، زه دلته خپل ځان کمزوری ښئیم. کور ودانی او مغروري باید سره بېل کړو.

۹- خپلي بریاوي کوچنۍ مه ګڼئ او یا هم دبل چا سره ځان مه مقایسه کوئ. که چیري تاسو خپل هدف ته ورسېږئ، بیا نو داسي مه وایاست چي دا ډېرساده هدف وو، که داسي خبري کوئ، نو فکر مو منفي دئ. دا سمه ده چي تر تاسو همېشه یو بل تکړه سړی/ښځه هم سته مګر تاسو په خپل حال کي بد نه یاست؛ داسي فکر وکړئ چي تاسو بهترین یاست خو دا خبري باید دخود خواهي سبب هم نه سي.

۱۰ـ دځان په اړه فکر وکړئ. دنورو خلګو دنظریاتو پراساس خپل روشونه جوړ کړئ مګر دبل چا روشونه مه تقلیدوئ.

۱۱- له ځان څخه  دیو مثبت رول نمونه جوړه کړئ. که رهبر مثبت روش ولري، پلویان ئې همداسي جوړیږي. که رهبر مسایل د ذهنیت پر اساس څېړي، پلویان ئې هم شاید داسي جوړ سي مګر په یاد ولرئ چي بد بیني او خوش بیني زموږ په اختیار کي دي. که چیري مثبت فکر ولرئ نو به خوشحال یاست او له ژونده به ښه خوند اخلئ مګر که مو منفي فکر درلودئ نو دژوند ساحه درباندي تنګیږي. که چیري دژوند تر ټولو بده پېښه درته راغله، بیا هم دمثبت او منفي فکر اختیار ستاسو سره دئ. کریسټپر ریوو دفلم یو نوموړی ستوری وو. هغه دفوق العاده انسان په توګه مشهور وو خو وروسته له آس څخه ولوېدئ او فلج سو. ددې پر ځای چي مایوسه سي، پر کور کښېني او له ژوند څخه بده خاطره ولري، هغه دکریسټپر ریوو په نامه بنیاد جوړ کړ چي دملا دتیر علاج وکړي. په میلیونونو ډالر ئې راټول او په تلوېزون کي دیو پروګرام رئیس هموټاکل سو. په یوه مرکه کي ئې وویل چي« زه تر پخوا اوس ډېر مصروف یم ځکه چي اوس مي کارونه ډېر سوي دي.» کله چي پوښتنه ورڅخه وسوه چي دژوند په اړه ئې داسي مثبت روش څنګه پيدا کړی دئ؟ په جواب کي ئې وویل:« زه بارو لرم چي تاسو په ژوند کي دوه اختیاره لرئ، یو شا ته کتل او بل مخ ته کتل دي. که تر شا ګورئ او په ماضي پسي ارمانونه کوئ، نو به هیڅ ځای ته ونه رسېږئ او زه نه غواړم چي دې ځای ته ورسېږم. » موږ ټول دمایوسي سره په ژوند کي مخ کیږو خو دمثبت او منفي فکر اختیار هم لرو. لاندي یوه اخري لارښوونه هم سته چي دمثبت روش په جوړولو کي درسره کومک کوي:

۱۲- کله چي کارونه ناسمي خواته ولاړ سي او تاسو بېزاره سئ، دداسي یو چا سره کومک وکړئ چي تر تاسو په بد حالت کي وي، دلته به تاسو پوه سئ چي تاسو په څونده ښه حالت کي یاست او په دې به هم پوه سئ چي څونده چي له یو چا سره مرسته کوئ په هغه اندازه بیرته مرسته درسره کیږي. په یوهروغتون یا مکتب کي درضا کار په صفت کار کول یا دمشر ورور یا خور په صفت پر کشرانو پام کول، ستاسو سره دمثبت روش په جوړولو کي کومک کوي. دغه کار دیوازیتوب څخه دژغورولو یوه ښه لاره هم ده.

موږ ټول منفني افکار لرو. دغه مفني افکار زموږ له عقایدو څخه سرچینه اخلي. مثلاً: یو څوک فکر کوي چي ژوند د مسلمانانو له پاره عذاب او دنورو له پاره راحت دئ، ددغسي خلګو عقیده د ژوند په اړه همداسي جوړه سوې، نو ژوند هم په سختي ور باندي تیریږي یا که تاسو فکر وکړئ چي په دنیا کي یوازي یو څو بد خلګ سته چي پر ټولو انسانانو ئې ژوند سخت کړی دئ، بیا نو دکوم مذهب، نژاد، ژبي او کلتور سره ستونزه نه لرئ. په ځان پوهېدل وخت نیسي مګر نیتجه ئې بیا ډېره مثبته او پراخه وي. مفني افکار لاندي تاوانونو لري چي باید ځان ورڅخه وژغورئ:

فزیکي تاثیرات: منفي افکار دفاعي سیسټم کمزوري کوي ځکه چي منفیتوبزموږ انرژي کموي، کله چي انرژي کمه سي نو دفاعي سیسټم هم ورسره کمزوری کیږي او انسان ژر نارغه کیږي.

رواني تاثیرات: منفي افکار غوسه، خوابدي، اضطراب، خپګان او داسي نوري رواني ناجوړۍ رامنځ ته کوي. کله چي موږ په منفي حالت کي یو، خپل ځان راته بې خونده ښکاري. کله چي د یو چا فکر منفي سي، بیا نو هرڅوک او هر شی ورته ناسم ښکارییږي .دغو ټولو ستونزو ته په کتلو سره هیڅوک نه سي کولای چي دمنفي فکر یوه ګټه بیان کړي نو ولي په ځانونو کي مثبت روش او مثبته مفکوره ونه لرو؟