کور / تازه خبرونه / هلمند: د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي

هلمند: د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي

د هلمند امنیتي مسوولین وايي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۳۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د هلمند د چارواکو په وینا د یادو هوايي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې د وسله والو مخالفینو یو شمېر وسلې هم له منځه تللي او سیمه د وسله والو له ګواښ څخه پاکه شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل  تېره ورځ افغان امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په بولان سیمه کې پر وسله والو مخالفینو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې يې د دوو وسله والو قوماندانانو هجومي او قاري حضرت په ګډون ۱۷ مخالفین وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ځواک همداراز زیاتوي، چې تېره ورځ په نهرسراج او ګرشک ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ په مخامخ نښته کې ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د ځواک په خبره د تېرې ورځې د عملیاتو په لړ کې د سړک غاړې ماین چادونې له امله د ملي اردو دوه سرتېري هم سطحي زخمي شوي دي، چې په خبره یې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

خبریال: صدیق الله پوپل