کور / تازه خبرونه / د کندهار څارنوالۍ ريس د فساد په مخنيوي او دقانون دپلي کېدو په موخه جدي هلي ځلي کوي

د کندهار څارنوالۍ ريس د فساد په مخنيوي او دقانون دپلي کېدو په موخه جدي هلي ځلي کوي

 

د کندهار د استيناف څارنوال شبير احمد قيومي وايي په کندهار کي د اداري فساد کچه اخیري اوج ته رسېدلی،چي دی به يې د ولایت مقام په همکاري د مخنیوي له پاره جدي هڅي وکړي.

بلخوا د کندهار ښار یو شمېر مدني فعالان له ولایتي ادارې غواړی،چي د فساد د مخنیوي او ښې حکومتولۍ د پیاوړتيا له پاره نوري هم خپلي هڅي چټکي کړي.

په دې وروستيو کي په کندهار کي د ښې حکومتولۍ د پياوړتيا او اداري فساد د مخنيوي په موخه ولایتي ادارې چټکي هڅي پیل کړي دي.

13

د کندهار د استناف څارنوالۍ رئیس شبیر احمد قيومي وايي که هم په کندهار کي اداري فساد زيات دئ،خو هڅه کوي،چي د ولایت مقام په مرسته يې د مخنیوي له پاره جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي د قانون تر پښو لاندي کوونکو او په فساد کي ښکيلو کسانو ته ګواښ وکړ،چي د قانوني سزا سره به مخ سي.

په ورته وخت کي نوموړي د کندهار له اوسيدونکو د مرستي غوښتنه وکړه،چي د قانون په پلي کولو او د فساد په مخنيوي يې مرسته وکړي.

12

د ده په خبره،چي د دې لاري به حکومتولي پياوړې او د خلګو سته ستونزي به لمنځه وړل سوي.

د کندهار ښار يو شمېر اوسيدونکي او مدني فعالان د ولایتي ادارې هڅي د ښې حکومتولۍ د پیاوړتيا او د قانون په پلي کولو کي بريالۍ وبللې او غوښتنه کوي،چي دا هڅي دي همداسي رواني او چټکي کړي.

بايد وويل سي،چي په دې وروستيو کي د ولایتي ادارې د هڅو له امله په عدليي او قضايي ادارو کي ستونزي  لمنځه وړل سوي.

امنیت تامين سوی او د ښې حکومتولۍ د پاره ښه زمینه برابره سوې ده.

خبریال:اسدالله زړه سواند