کور / خبرتیا او پيغامونه / ولسمشر ته د کندهار د ولس پرانستی ليک

ولسمشر ته د کندهار د ولس پرانستی ليک

نيټه: ۱۷ لړم ۱۳۹۵Open letter پرانستی ليک
کندهار، افغانستان
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ښاغلي ولسمشر صاحب و درانه حضور ته په مينه او احترام!
د کندهار ولايت د مدني فعالينو، سياسي گوندونو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، سوداگرو کسبه کارانو او نورو ټولو قشرونو غوښتنليک!
ښاغلو! پس له دوه کاله تیریدو بيا هم په کندهار ولايت کي د بدلون نښي ډيري کمي ليدل کيږي، اداري فساد د تير په څير موجود، د بيان آزادي خفه، د دولتي کدرونو په ټاکلو کي مصلحتونه او پر دولتي ارگانونو د زورواکانو بشپړه واکمني د تير په څير موجــوده ده، په تيره بيا په ټاکنيز بهيرکي لومړی د زور واکانو په کورونو کي افراد په نښه او بيا يي د ټاکنيز بهير څخه بريا اعلانيږي، حتی همدا اوس چي د ولايتي شورا اداري هيئت د لړم د مياشتي په وروستيو کي ټاکل کيږي، متاسفانه چي لا د وړاندي د زور واکانو په کورونو کي ددي شورا اداري هيئت ټاکل سوی دی، چي د هر دموکراتيک نورم څخه يي خلاف عمل گڼو، نو ځکه ستاسو درانه مقام ته د انحصار څخه د ولايتي شورا د خلاصون او بشپړ شفافيت لپاره خپل دوه وړانديزونه په لاندي توگه ارايه کوو:
١. ددي لپاره چي د کندهار د ولايتي شورا د اداري هيئت ټاکني دموکراتيکي، شفافي او د خلگو د قناعت وړ پايلي ولري بايد دغه ټاکني په کابل کي تر سره سي څو د محلي زور واکو د نفوذ څخه ووځي.
٢. ټول کمره لرونکي ټليفونونه، چي محترم وکيلان يي لري بايد د ټاکنو په جريان کي بندکړل سي، څو هيڅوک ونه سي کولای چي د خپلي رايي عکس واخلي او بيا يي زور واکانو ته د خپل امتياز لپاره ورښکاره کړي، ځکه په دي عمل سره د ټاکنو سريت له منځه ځي او بشپړ غير قانوني عمل گڼل کيږي.
ستاسو د بشپړي بريا او روغتيا په هيله،
په درنښت!
د کندهار ولايت مدني ټولني، سياسي ګوندونه، قومي مشران، ديني عالمان، سوداگر، کسبه کاران او نور ټول قشرونه

که درانه لوستونکي نظر يا تبصره لري دلته يې هم شريکولای سئ

https://www.facebook.com/larawbar.net/posts/1278460585518653:0