کور / خبرتیا او پيغامونه / سويډن: د دوستۍ فرهنګي ټولنه ډونالډ ټرمپ ته مبارکي وايي

سويډن: د دوستۍ فرهنګي ټولنه ډونالډ ټرمپ ته مبارکي وايي

سويډن – مالمو

د۲۰۱۶ ز کال دنو مبر دمياشتي نهمه 

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اعلامه !

 

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنه دخپلې نړيوالي پاليسۍ له مخې دا څو اونۍ دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهوری رياست مقام ته دامريکا ددو غښتلوگوندونو دکانديدانو((هيلاسري کلنتن او ډونالډ ټرمپ ))ترمنځ  ټاکنودسياليو بهير څاره .دټاکنو دبهير په پايله کي څرگنده سول  چي دامريکا راتلونکی  ۴۵ جمهوررئيس ډونالډ ټرمپ د امریکا راتلونکی جمهور ریس وټاکل سو.

امریکا د ولسمشرۍ ناکامې کاندیدې هیلاري کلنټن له خپلو پلویانوپه کلکه وغوښتل چې دانتخاباتو پایلې په خلاص زړه ومني او ټرمپ ته موقع ورکړي چې د هیواد او ملت خدمت وکړي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټو لنې مشرتابه دامريکا دولس ارادې او ددواړو وسياسي گوندونو سياسي درايت اودريز ته په درناوي سره دامريکا نوی ولسمشر ښاغلی  ډونالډ ټرمپ  ته دامريکا نوی ولسمشر په توگه  دټاکلو له امله مبارکي وايي .

زموږ ارزودامريکا له نوی مشرتابه نه داده چي نه يوازي دامريکا ولس ته بلکي دنړۍ ټولو زورېدلو اوپدي ورستيوکي سيمه ايزوجگړه ځپلو ولوسونوسره ددوي دانساني اوملی ارزښتونواوغوښتنودمنلوپه موخه  لپاره حداقل مرسته وکړی.

پرې نږدې چي دنړۍ ولسونه دبهرنيوزبرڅواکودسياليو له مخې خپل کور او ټاټوبي پرې  ښېدوته يوځل بيا مجبورسي .

داچې ښاغلي ټرمپ  وايي ماته ترهرڅه دامريکا ملي گټې محترمې دي اوترهغه به تير نسم .

هيله مو داده چې دامريکا نوی جمهوررئيس په بهرنۍ سياست کي دنړۍ نورو ولسونو همدغې ملې ارادې  ،حق اوگټوته دامريکادنوی جمهوررئيس په توگه  زياته پاملرنه او درناوی  ولري،ځکه هيڅ ولس دخپلو ملی گټو اوملي افتخاراتونه تيرېداي نسي  .

ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگي په استازيتوب  حبيب الله غمخور