کور / طنز / کابل پوهنتون کي رڼا کلنۍ مشاعره جوړه سوه

کابل پوهنتون کي رڼا کلنۍ مشاعره جوړه سوه

د میرمن کلتوري بهیر له خوا رڼا کلنۍ مشاعره نن په کابل پوهنتون کي د سلګونو زده کړیالانو, استادانو,فرهنګپالو او ادبی شخصیتونو په ګډون جوړه شوه. رڼا مشاعره
نني غونډه ثابته کړه چی میرمن ادبی بهیر تل علمی غونډی نیولي او افغانې میرمنو ته د هغوي د حقوقو په پوهاوې کې ستر رول لوبولی. 
رڼا کلنۍ مشاعرې څلور برخې درلودلي: ویناوې, فرهنګی برخه, ایواردونه او د غونډي ارزونه.
رڼا مشاعره د قرانکریم په تلاوت پیل شوه, ورپسی آغلی ساهره شریف, ښاغلي نجیب منلی, استاد لعل پاچا ازمون, استاد محمود مرهون ویناوې وکړی.
د میرمن بهیر پیژندنه او د فعالیتونه پریزنتیشن د آغلي ولوله تره کې لخوا وړاندې شو. چی په ترڅ کی یې د بهیر مکمله پیژندنه د بهیر لاسته راوړنې او د بهیر له لوری خپاره شوي کتابونه ګډونوالو ته وروپیژندل شول.
د خپروني بله جالبه او په زړه پوری برخه د لنډیو برخه وه چی د هلکانو او نجونو ترمنځ سوال او ځوابیه لنډۍ وویل شوي. 
وروسته آزاده مشاعره پیل شوه چی د میرمن بهیر غړو خپل شعرونه ولوستل بیا د 15 نجونو شعرونه سیالۍ ته کاندید شول او د ژوري هیت (ښاغلی لطیف بهاند, ښاغلی پوهیالۍ محمود مرهون, آغلي پوهنیاره اریانا حقپال, آغلي محموده تقوا) لخوا د آغلي عابده سپوږمی شعر لومړی مقام, د آغلی مسکا ساحل شعر دویم مقام او د آغلي کبرا شعر دریم مقام ترلاسه کړ. 
د رڼا کلنۍ مشاعره په ترڅ کې آغلي (یاسمین وزیري) د هیواد تکړه شاعره د خپلو ادبي هڅو له کبله د کال غوره فرهنګیالۍ وټاکل شوه. 

وروسته ایوارډونه او جایزې د ولسمشر د سلاکار ، استاد منلي، ساهره شریف، زیتون بهرام، علم گل سحر، اجمل ښکلي له خوا د جایزو په ګټونکو وویشل شول.
رڼا کلنۍ مشاعره کې یوه په زړه پوري لنډه ډرامه هم وړاندې شوه دې مشاعرې ته د هیواد له ځینو ولایتونو او کلیو څخه هم د میرمن بهیر غړې راغلې وې او خپل شعرونه یې ولوستل.

نني غونډه ترسرا کیدا کې د ښاغلي جمشید صوفی زاده (نوي فکر بهیر مشر), ښاغلی خوشحال مومند( شمله ډیزاین ګروپ مشر), آغلي نعیمه غنی, آغلې نرګس تره کي، میني ابراهیم خیل ، آغلی رابعه ستانکزی, استاد محمود مرهون او ښاغلی ناظم مظهر هڅي نه هیریدونکي وی.