اجرائيه ريس: په لوړو زدکړو کي له ستونزو خبر يو او د حل لاري ورته لټوو
اجرائیهرئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د چراغ د طب د لوړوزدکړو مؤسسې په فراغت غونډه کي ګډون او وینا وکړه.
نوموړي په دغه غونډه کي تازه فارغو سوو ښځينه او نارینهډاکټرانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چي د کار ترڅنګ پر خپلوزدکړو په راتلونکي کي هم تمرکز وکړي او د ورځي له معیارونوسره ځانونه اعیار کړي.
هغه زیاته کړه، چي په هیواد کي نا امنیو او نورو بشريناورینونو د ټولني د نورو اقشارو ترڅنګ د ډاکټرانو مسؤلیتاو کار هم زیات کړی او اړتیا ده، چي په ټول توان او بشري مینهد اړمنو خدمت وسي.
اجرائیه رئیس تازه فارغو سوو ډاکټرانو ته وویل، چي له هر ډولدیني، مذهبي، قومي، سمتي، نژادي او جنسي علایقو اوروابطو پرته د طبي قوانینو په چوکاټ کي له ناروغانو سرهراشه درشه ولري او د صحت لپاره یې هڅي وکړي.
ډاکټر عبدالله وړاندي وویل، چي حکومت د لوړو زدکړو دخصوصي مؤسساتو له ستونزو اګاهي لري او همداراز له هغوموضوعاتو په جریان کي دی، چي له امله یې د یو تعدادمؤسساتو د زدکړو معیار او نور تدریسي خدمات د توقع او اړتیاتر حد کښته دي.
نوموړي زیاته کړه، چي ډېر ژر به په دې اړه د لوړو زدکړو دوزارت، د لوړو زدکړو د شخصي مؤسسو او د عدلیې د وزارتګډه غونډه جوړه کړي، څو له قوانینو نیولې تر تدارکاتو اوتدریسي نصاب پوري په ټولو برخو کي ستونزي تر بحث لانديونیول سي او اړیني حل لاري ورته ولټول سي.
هغه د ننۍ فراغت غونډي په پای کي ډاکټرانو ته سوګند ورکړ،چي له خپل مسلک او د بشریت د تقاضا سره سم له ناروغانوسره د طبي او انساني قوانیونو په چوکاټ کي رفتار وکړي