کور / سياسي / د ښاغلي ډونالد ټرمپ د بريا په پلمه

د ښاغلي ډونالد ټرمپ د بريا په پلمه

اصف ننګ لراوبر

Asif Nang اصف ننګآصف ننګ

عمده مشخصات يى بیانوم کوم چې زما زده، اما نه غواړم چې تفسیر یې کړم، خو راتگ يى د بهتره آينده لپاره مهم دی او زه شخصا ورته بد بين نه یم:
 
۱- پوتین او روسیی ته د سیال او ګواښ په سترگه نه گوري. د روسیې روان کارونه د امریکایې منافعو منافی نه بولې او نه هم د اتومي ایران څخه ویره لري. د ټکر او تصادم طرفدار ندی.

۲- صریح او مستقیم سړی دی، رنګمالې یې نه خوښیږي، د پردې تر شا مسائل د خلکو مخ ته راړي او پرې تصمیم نیسي.

۳- هندوستان ته مثبت او حق به جانبه نظر لري, د دې هیواد انکشاف، کلتورې زغم او تنوع او سیاست خوښوي، د هند دیموکراسۍ او اقتصادي سیاست یې د سیمه یېز رشد لپاره غوره بللی.

۴- پاکستان ته د ستراتیژیک دوست په ځای د نفرت خپرونکې، دوه مخې، د تروریزم ملاتړی او مکار هېواد په سترګه ګوري. وایې زمونږ په پیسو یې زمونږ او د نورو هيوادونو دشمنان روزلې.

۵- د عربي نړۍ روان بحران د غلطو سیاستونو نتیجه بولې او د جدې بدلون او سمون طرفدار ده. داسې بدلون چې عرب وګړې یې غواړې نه عرب حاکمان. د دغو هیوادونو ستونزې او نړیوال تروریزم سره لازم او ملزوم بولې؛ خو په نسبي "واقعي" بدبینۍ سره.

۶- د امریکا د پیاوړتیا رمز د کور د ننه په اقتصادي او مالي سمون کې بولې او د کور د باندې خارجي سیاست کې د دقت، بیا کتنې او بدلون طرفدار دی. ځکه نو مهمه ده چې د ترامپ امريکا ته په نسبتا دقيق نظر وکتل شي, سمه ده چي هلته سترتيژيک مسايل د جلا سنجش له مخي ټاکل کيږي، نهادونه او بنیادونه شته خو چلوي یې دی پخپله.

۷- د مهاجرینو او مهاجرت په هکله په ظاهره ډیر صمیمی نه ښکارې. له خپلو وطنونو فراریان ورته بزدلۍ ښکارې. دی وایې چې خپله ولسونه ملامت دي چې پر وطنونو یې داسې حالت راغلی او دوی دي چي خپل تقدير بايد پخپله جوړ کړی نه دا چي نورو ته پناه یوسی او پر نورو بوج شي او هغوی خپلي برخې ورسره تقسيم کړي. 

۸- د حق غوښتنې لپاره سياست کافي نه بولې, زور او قدرت د حق غوښتنې لپاره لازمې ګڼي.

۹- ترامپ تر سياست په اقتصاد ډير بلد دي, جهانبيني يې هم "د گټو او منفعت پر اصولو بنا" او متاثره ده. ښايې دا ديدگاه يې له دنيا سره د اړيکو لپاره بي تاثيره نه وي او دا به له نړۍ سره د ارتباطاتو نوي فصلونه رامينځ ته کړي, يعني د دوست او دښمن په تعريف کې به اقتصادي منافع تر نورو هغو ډيرې اغيزمني وي.

١٠- جالبه دا چي ترامپ له محافظه كاره سياسي جريان "ريپبليكن" څخه راغلی خو دی پخپله هیڅ محافظه کاري نلري، سم نیغ په نیغ سړی ده او منافقت نلري، خبري او اظهارات یې مخامخ دي دا به د امریکا غوندې هېواد کې ډیره ښه تجربه وي. دا چې نیغ او صریح سړی څومره صراحتونه را باسي مونږ غوندې مطالعه چیانو ته ډیره مهمه ده. که نور نه وي نو دا تخمینی سیاسیون خو به ډیر څه ترې زده کړې. کم له کمه د پردې تر شا سیاست به د دنیا مخې ته راشي. معنا دا چې سړی ښه سړی ده. په اسانه لوستل کیږي. فکر او ژبه یې سره نژدې دي؛

 منتها ښځې یې هم خوښیږی؛
ځه توکل په خدای ګوندې راپورې ښه به شي؛ څه چل خو به ورسره کوو کنه! 
خوبوړي اوبو وړې دي؛ راوېښ شئ وه خلکو!!