34 | جولای 7th, 2008
د الجزېرې په ويډيوي راپور کي
افغان چارواكي وايي په كابل كي د هند پر سفارت د بريد له امله تر اوسه بېلا بېلو روغتونونو ته د څلوېښتو په شاوخوا كي مړي او ۱۶۹ ټپيان ور وړل سوي دي.
د AP ويډيوی خبر او د هندوستان دولت غندنه
د كابل د ايمرجنسي روغتون ډاكټران وايي ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړه سي. كابل نن سهار د يوې درنې چاودني شاهد و، چي له امله يې تر دوو سوو ډېرو كسانو ته مرګ ژوبله واووښته. عيني شاهدان وايي ځانمرګي بريد كوونكي د يوه كرولا ډوله موټر په ذريعه هغه وخت تر سره كړ، چي د كورنيو چارو وزارت ته څرمه يې د هند د سفارت په دروازه كي وواهه. له عيني شاهدانو سره په خبرو كي لر او بر ويبپاڼي ته معلومه سوه، چي د بريد ډېرى قربانيان هغه افغان محصلين دي، چي هند ته د لوړو زدكړو دپاره روان وه. چارواكي وايي په دې بريد كي د هند د سفارت ځيني امنيتي كسان او شاوخوا دكانداران هم وژل سوي دي، خو د سفارت د غړو د مرګ ژوبلي په باب تر اوسه خبر نه دئ وركړل سوئ.
د كابل د ايمرجنسي روغتون ډاكټران وايي ښايي د مړو شمېر تر دې هم لوړه سي.
كابل نن سهار د يوې درنې چاودني شاهد و، چي له امله يې تر دوو سوو ډېرو كسانو ته مرګ ژوبله واووښته.
عيني شاهدان وايي ځانمرګي بريد كوونكي د يوه كرولا ډوله موټر په ذريعه هغه وخت تر سره كړ، چي د كورنيو چارو وزارت ته څرمه يې د هند د سفارت په دروازه كي وواهه.
له عيني شاهدانو سره په خبرو كي لر او بر ويبپاڼي ته معلومه سوه، چي د بريد ډېرى قربانيان هغه افغان محصلين دي، چي هند ته د لوړو زدكړو دپاره روان وه.
چارواكي وايي په دې بريد كي د هند د سفارت ځيني امنيتي كسان او شاوخوا دكانداران هم وژل سوي دي، خو د سفارت د غړو د مرګ ژوبلي په باب تر اوسه خبر نه دئ وركړل سوئ.