کور / تازه خبرونه / چين د طلا پرېمانه كان كشف كړ

چين د طلا پرېمانه كان كشف كړ


د چين حكومت وايي د هيواد په جنوب لوېديځه سيمه كي يې د طلا پرېمانه كانونه كشف كړي دي.
د چين د كانو او صنايعو وزارت ويلي معدن پوهانو په دې ذخيره كي د پنځلس ميټريك ټنه طلا اټكل كړى دئ.
د چين چارواكي وايي دغه كانونه تېره ورځ د ګوانكسي ژوانګ په خپلواك ايالت كي موندل سوي دي.
معدن پوهان وايي په ټول چين كي د ۱۵ څخه تر ۲۰ زرو ميټريك ټنه پوري طلا سته، چي په ۲۰۰۷ كال كي چين ۲۷۰ اعشاريه نهه ميټريك ټنه طلا د نړۍ بازارونو ته وړاندي كړې وه.
چين تېر كال تر امريكا وروسته په نړۍ كي دوهم هيواد و چي نړيوالو بازارونو ته يې ډېره طلا عرضه كړې وه.