کور / تازه خبرونه / پکتيکا کې شپږ تنه وژل شوی

پکتيکا کې شپږ تنه وژل شوی

د څلورم په ورځ په پکتيکا ولايت کې په دوو بيلابيلو نښتو  کې شپږ تنه وژل شوي او يو بل ټپي شويدی  .


د پکتيکا ولايت د والي وياند غمي خان محمديار لراوبر  ته تيلفون پر کرښه وويل چې د څلورم په ورځ د خواشمندو په ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو او د دولت وسله والوجنګياليو  ترمنځ  وسله واله نښته شوي .
ده زياته کړه چې نښتې درې ساعته دوام وکړ چې په پايله کې يې دوه  تنه د دولت وسله وال مخالفين  وژل شوي  .
نوموړی زياتوله جګړه هغه مهال پيل شوه چې د ملي امنيت ځواکونوپه سيمه کې د مخالفينو په نيولو پسې په  ګزمه بوخت ول .
د يوبل خبر له مخې تيره ورځ ددغه ولايت د يحی خيلو په ولسوالۍ کې د ملي پوليسو اود دولت مخالفينو ترمنځ وسلواله نښته شوي .
دغمي خان په وينا چې په نښته کې د مخالف لوري څخه دوه تنه وژل شوي او  يو بل کس ژوبل شويدئ .
ده وويل چې په پيښه کې دوه ملي پوليس هم وژل شوي .