کور / شعر / سپين مي مرۍ غوڅوي تور مي تاريخونه وژني

سپين مي مرۍ غوڅوي تور مي تاريخونه وژني

زما د زړه د تيارې خونې څراغونه وژني
نا ترسه باد مي په كوڅه كې د يار پلونه وژني


بيا مي د زړه فاتح د خيال ټپي سنګر ته خېږي
بيا شپه پخه شوه تنهايي شوه ارمانونه وژني


زه چې مي حق پسې د ګام اخيستو فكر وكړم
په هغه شپه مي دښمن خوست او كنړونه وژني


شين سترګى يار مي په بخښنه سره ورور شهيد كړي
سپين مي مرۍ غوڅوي تور مي تاريخونه وژني


د شپې چوپتيا يې بيا په چيغو باڼه ورپول
هغه ظالم لكه چې بيا د چا يادونه وژني


ګرانې د خداى په روى د زنې خال دي ړنګ كړه زياته
دا سرخوړلى په سينو كې د چا زړونه وژني


سقيم يې تش په يوه نيمګړې وعده هم خوشحال شي
نه يې بنګړي ور ماتوي نه يې خالونه وژني